د عملیاتي مدیریت ارزښت او اړتیا

نړۍ مخ پر وړاندې روانه ده او ورخ تر ورخ د تولید او صنایعو په سیستم کې بدلون را منخ ته کیږي. د ټولنې د آبادۍ زیاتیدل او د خلکو په غوښتنو کې بدلونونه په یوه اړخ او د لږو خامو موادو نه زیات تر زیات توکي جوړول، په بل خوا ددې سبب کیږي چې تولیدي کارخانې خپلو عملیاتو کې هم بدلون راولی. د پیرودونکو غوښتنو ته دچټک ځواب ورکولو لپاره او د سوداګري په ډګر کې دخپلو نورو سیالانو سره په مثبت ډول سیالي کول او همدارنګه د مصرف په بازار کې دخپلې کارخانې د جوړو تولیداتو لپاره دځانګړي ځای دمودندلو لپاره، دوی دخپلو تولیداتو د څرنګوالې او څومره والې په هکله فکر کوي او د وخت په بهیر کې د غوښتنو مطابق پکې بدلون راولي.

صفی الله نصرتي

په ویلو کې ډیره ساده ښکاري، خو کله چې د عمل وار راځی، نو دغه کارونه دومره هم ساده او اسانه نه وي، بلکې کومې کارخانې چې غواړي دغه ډول تغیرات په خپلو فعالیتونو کې راولي، نو باید د عملیاتي او تولیدي مدیریت په باره کې بشپړ مالومات ولري.

د کارپوهانو لخواه دغه ټول ټکی له پخوا نه په نظر کې نیول شوي دي، دهمدې لپاره د تولید او عملیاتو د تنظیم او ادارې لپاره د عملیاتي/ تولیدي مدیریت په نامه یوه جلا رشته دیو مستقل مسلک په ډول را مینځ ته شوې ده. د دغه مسلک د زده کړې لپاره په پوهنتونونو کې ځانګړي پوهنځي شته دي چې غوښتونکئ کولای شي هلته دغه زده کړې وکړي.

عملیاتي مدیریت

د عملیاتو د منظم مدیریت لپاره ۴ ټکو ته باید په کلکه پام وشي، دغه ټکي د عملیاتي مدیریت د عواملو په نامه هم یادیږي، خو لکه دعمومی مدیریت د دندو په څیر، همیشني او ثابت نه دي او په ځنې شرایطو کې د بدلیدو امکان لري، خو بیا هم دغه عوامل تقریبا په هر ځای کې موثر او ګتور ثابتیدای شي. د لازیاتې توضیح لپاره لاندې شکل وګورئ:

• د سازمان پروسې ته منظمه لاس رسي
دسازمان پروسې ته د منظمې لاس رسۍ لپاره باید تر ټولو وړاندې د سازمان ټول فعالیتونه په نظر کې ونیول شي، لکه یو سازمان څنګه خپل بودجه جوړوی او بیا د توکې یا خدمات د چمتوکولو نه وروسته ځان ته په بازار کې څنګه ځای پیدا کوي؟ د دغه ټول کارونو د تنظیمولو لپاره ضروری ګڼل کیږي چې د عملیاتي مدیریت زده کړه ووشي.

• د پرمختګ موقع
د یوې سازمان د عملیاتو ته پام لرل او ټول کړنو په سمه توګه ترسره کول تاسې ته د لا زیاتو پرمختګو مواقع برابروی. دمدیریت دنورو څانګوترڅنګ د عملیاتي مدیریت زده کړه هم د یوې تجارتخانې یا سازمان د پرمخ تګ لپاره ډیره ضروری ګڼل کیږي ولی چې سازمانونه دخپل د کړنو په بنسټ مخې ته ځي او د کړنو د ښه اداره کولو لپاره عملیاتي مدیریت باید چې په مسلکي بڼه وویل شي.

• د مختلفو اوزارونو څخه کار اخیستل
د عملیاتي مدیریت د مطالعې یوه ګټه دا هم ده چې تاسې کولای شي چې د تولید او عملیات په هکله وروستی معلومات ترلاسه کړۍ او دخپل د کار په برخه کې یې په کار واچوی. او ددغه مالوماتو په مرسته چې د عملیاتي مدیریت پوهه تاسې ته ورکوي کولای شي چې نوی وسایلو نه چې په بازار کې پیدا کیږي د خپل د کار په ترسره کولوکې کارواخلی.

• د سوداګرۍ تعلیم
د کاروبار د پراختیا او په نړیوال سیالیو کې د ګډون لپاره باید د سوداګري په نوی تخنیکونو باندې خبر اوسی او عملیاتي مدیریت هم د مدیریت یوه څانګه ده چې اوسنی سوداګري ورته اړتیا لري او ددې نه پرته د سوداګرۍ نړۍ نیمګړې دی.
د عملیاتي او تولیدي مدیریت لنډه شالید (تاریخچه)
تولیدي او خدماتي فعالیتونه د یوې ټولنې د اقتصادي نظام بنسټ ګڼل کیږي. د خامو موادو، پانګه، مالومات، بشري قوتونه او نورو منابعو څخه ګټورې توکې او خدمات جوړول د تولیدي نظام بنسټ دی. تولیدي مدیریت د لاندېنی مراحلو څخه تیریږي او باید د یاده ونه وځی چې ځنې موثر خلک هم په دي مراحلو کې با ارزښته برخه لری:
 

صنعتي انقلاب

که داسې وکتل شي نو صنعت د ډیر پخوا نه ستاسو په نړی کې شتون درلوده. بلکې که داسې ووایو چې د انسان د زیږیدنې د وخت نه صنعت مونږ ته پیژندل شوی دی نو غلط به نه وی. انسان خپل د ژوند د بقا لپاره مختلفو شیانو ته اړتیا لري، دغه اړتیا هله پیدا کیږي چې انسان دی نړﺉ ته سترګې پرانیسي خو پوره هیڅ کله نه شی کیدای ولې چې د یو لحاظ نه به د انسانانو غوښتنې پوره کیږي خو د بلې خوانه د جوړښت په معیارونو کې ځنې بدلون را مینځ ته کیږي او یا هم پخپله انسانان د بدلون غوښتونکې وی. دغه عوامل سبب ددی ګرځی چې انسان د پیل نه تر پایه پورې د مختلفو توکو په جوړولو کې بوخت وی او کله چې دخپل د اړتیا وړ شیان جوړ کړي نو بیا په هغې کې د بدلون راوستلو لپاره هله ځله کوی. پخواه په ډیره ساده پیمانه به شیان جوړیدل خو کله چې ورځ په ورځ د نړﺉ آبادی زیات شوه نو د لمړﺉ ځل لپاره انګریزان دی خبرې ته متوجه شوه چې باید توکې په اساسي ډول جوړ شی او د تولیداتو د جوړولو لپاره د مختلفو ماشینونو نه یوه ستر ماشین جوړ شی چې د تولیداتو ټول کارونه مخې ته بیایی.

که څه د صنعتي انقلاب نه مخکې هم مختلف تولیدي نظامونه شته وه چې آثار یی تراوسه د نړی په مختلفو سیمو کې لیدل کیږي. توپیر صرف دا ده چې د وخت په تیریدو سره د تولید او خدمتونو په نظامونو کې فرق راغلی دي. د اوولسم پیړی نه مخکې صنعت په بشپړ توګه ساده وه او په کورونو کې شاګردان دخپل ښوونکو څخه د لاسي صنایع کارونه به زده کوله، په هغه وخت کې صنعت ډیر بسیط او ساده وه او د اوسني کارخانو په شان مغلق صنعتونه نه جوړیده. د صنعتي انقلاب نه مخکې د صنعت مهم توکې قالین، ګیلم، شمشيرونه، چاړې، موبل و فرنیچر، ګاډي ګانې او د څرمن څخه جوړ شوې مختلف شیان وه. خلک لا په همدغه کارونو کې بوخت وو چې د انګلستان په هیواد کې د صنعت په برخه کې یو ستر تحول یا بدلون را مینخ ته شوه چې د صنعتي انقلاب په نوم یادیږی.

ددی انقلاب د را منیځ ته کیدو دوه مهمه عوامل ګڼل کیږي.

لمړی د بشري قوتونو پرځای د ماشين آلاتو څخه کار اخیستل:

یعنی ددی لپاره چې د نړﺉ آبادی مخ په زیاتیدو وه نو خلک فکر وکړو چې دا یوه ګواښ دی او په راتلونکې کې که د انسانانو شمیر هغه ځای ته به رسي چې دوی پخپله نه شی کولای چې دخپل د اړتیا وړ توکې ځان ته جوړ کړي د همدې لپاره د هرکار د ترسره کولو لپاره ځانګړې ماشینونه جوړ شو.

دویم عامل:

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې د صنعتي انقلاب نه مخکې خلک په کورونو کې د تولیداتو په جوړولو بوخت وو، دغه کړنې تقریبا په انفرادي ډول ترسره کیده. په انفرادي ډول د کارونو په اجرا کولو کې د لږو موخو په ترلاسه کولو کې زیات نه زیات انرژي او وخت ته اړتیا وی، خو که چیرې کارونه په ډلیزه ډول ترسره شی نو زیات تر زیات ګته ترلاسه کیږي. دغه ټول عوامل ددی له امل و ګرځیده چې اساسي کارخانو جوړیدل او په منظمه ګروپی یا ډلیز ډول کار کول. انقلابي صنعت نه وروسته کارکونکئ په دی اړ شو چې باید کارخانو ته لاړ شي، هر چاته د هغه د استعداد په مطابق کارونه ور په برخه شوه او مسولیتونه او صلاحیتونه هم څرګنده شوه او ولی چې د کارګران تعداد به ورځ په ورځ زیاتیده نو منطقي سازماندي ته هم اړتیا پیدا شوه.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ