د علم اړوند زرینې کرښې!

۱- ښوونه او زدكړه د انساني فطرت تقاضا او ثابت شوی حق دی.

۲- ښوونه او زدكړه د انساني شرافت او كرامت ساتندوې او ضامن دی.

3 – په ښوونه او زدكړه د انسان څخه كامل، عارف، عالم، هر اړخيزه خادم، داعي الي الخير، او د زرينو اخلاقو خاوند جوړيږي.

۴- ښوونه او زدكړه د ټوله بشر د نيكمرغۍ، او بريا لپاره نه ستړي كيدونكي ضمير او قوي انرژي ښوونكي او زدكونكي ته وركوي.

۵- ښوونه او زدكړه د باسعادته، واقعي او ریښتني ژوند امكانات برابروي.

۶-  اصلاح او آبادي د ځمكي په باران وي او اصلاح او آبادي د انسانانو په علم او پوهنه وي.

۷- څوك چې د خپل كوره څخه د علم لپاره ووځي خداي پاك پرهغه باندې خپل رحمتونه نازلوي.

۸- علم او پوهه انسان ته استقامت،او اعتماد دنفس،نشاط او خوشحالي وركوي.

۹- علم خراب او كنډواله ښارونه،كلي،او كورونه ودانوي.

۱۰- په علم باندې انسان ځان پيژني اوچې څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.

۱۱- علم د مستقيمې او برابرې لارې لارښود او بيوونكي دی.

۱۲- علم د شيطان او نفس په مقابل كې سپردی.

۱۳- كه چيرې غواړئ چې افسردګې ونلرئ نوعلم او زده كړي ته مخه كړئ.

۱۴- كه چيري غواړئ چې په خپل ژوند درته قناعت حاصل شي نود علم او زده كړي تحصيل ته تر هرشي مخكې مخه كړئ.

۱۵- د ماشومانو تعليم او زدكړه د خاوند غضب ساكته وي.

۱۶- علم حاصل كړئ مخكي تردې چې سپين ږيري شئ

۱۷- علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.

۱۸- پوهنه انسان د سيالانو سره سيال جوړه وي.

۱۹- طلب د علم د ځان باورۍ او خود كفایۍ يواځنۍ لاره ده.

۲۰-  كه څوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كې كامياب وي.

۲۱- علم انسان ته حياء بخښي، حياء تقوا ډيره وي، تقوي انسان خپل پروردګار ته رسوي.

۲۲- د علم خوند د ټولو خوندونو سر دي، خو هغه څوك یې درك کولای شي چې عالم وي.

۲۳- علم د انسان استعداد،او كاري ظرفيت لوړوي.

۲۴- علم انسان ته قوت د درك او استدلال وركوي.

۲۵- علم د انسان اقتصادي او مالي اړتيا پوره كوي.

۲۶- علم انسان ته د نورو خلکو په سترګو كې د عزت څخه ډك حيثيت وركوي.

۲۷- ديني علوم د عصري علومو لپاره د انسان ذهن اماده او قوي كوي.

۲۸-  ديني علوم د انسان فكرې تكنالوژۍ ته انكشاف وركوي.

۲۹- ديني علوم اصل و منشأ د ټولو علومو څخه دي، بايد زده كړي ته یې پوره پاملرنه وشي.

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب