د علم او علماو د سپکاوی په اړه مسایل
عن عبادة بن الصامت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
“ليس من أمتي من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا حقه”.
رواه أحمد والطبراني في الكبير وإسناده حسن.[ مجمع الزوائد ومنبع الفوائد جلد 1حدیث 532]
ژباړه: دعبادة بن صامت رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما دامت څخه ندئ هغه څوک چی زموږ دمشر احترام ونکړی، اوزموږ پرکشرانو باندی شفقت ونکړی او زموږ دعالم حق ونه پیژنی.
دعلماؤ دحق پیژندل دادی چی باید دعلماؤ احترام وکړی هرهغه مرتبه اوحق چی الله پاک ورته ورکړئ وی هغه ورته ورکړی اوپه دینی امورو کی یې اطاعت وکړی، پدې شرط چی پرمعصیت باندی یې امرنکړی.
مسائل
1. دعلماؤ اهانت ددوی دعلم په خاطر کفردئ. الاستهزاء بالعلم والعلماء كفر[الاشباه والنظائر1/215 المکتبة]
یعنی په علم اوعلماؤ باندی ملنډی وهل کفردئ.
2. که چا عالم ته ” عویلم ” وویل اویایې علوی (سید) ته علیوی وویل اوقصد دده سپکاوئ وو نودئ پدې سره کافرسو.
وَمَنْ قَالَ لِلْعَالِمِ عُوَيْلِمٌ أَوْ لِعَلَوِيٍّ عُلَيْوِيٌّ قَاصِدًا بِهِ الِاسْتِخْفَافَ كَفَرَ.[ مجمع الانهر باب استخفاف العلم]
3. کچیری یې دعالم اوسید خولی ته ښکنځل وکړه نوکافر کیږی .ولو شتم فم عالم فقيه أوعلوي يكفر.[ مخکنی مرجع]
4. اوداغه رقم چی څوک دیو ښوونکی عالم چم کوی نولرګی په لاس کی واخلی هلکان په وهی هم کافر کیږی.
وكذا من تشبه بالمعلم على وجه السخرية وأخذ الخشبة ويضرب الصبيان كفر.[ مخکنی مرجع]
5. مَنْ قَالَ لِفَقِيهٍ يَذْكُرُ شَيْئًا مِنْ الْعِلْمِ أَوْ يَرْوِي حَدِيثًا صَحِيحًا هَذَا لَيْسَ بِشَيْءٍ أَوْ قَالَ لِأَيِّ شَيْءٍ يَصْلُحُ هَذَا الْكَلَامُ يَنْبَغِي أَنْ يَكُونَ الدِّرْهَمُ لِأَنَّ الْعِزَّةَ وَالْحُرْمَةَ الْيَوْمَ لِلدِّرْهَمِ لَا لِلْعِلْمِ كَفَرَ.[ مخکنی مرجع]
ژباړه: که چا یوفقیه عالم ته پداسی حال کی چی هغه یوه علمی خبره کول، یایې یوصحیح حدیث روایت کوئ، وویل : داخو هیڅ شئ ندئ ، یایی وویل: داخبره دهیڅ شی لپاره په درد نه خوری ، مناسبه داده چی ده پیسو خبره دی وسی ځکه اوس خو عزت اواحترم دپیسو لپاره وی نه دعلم لپاره، نودغه سړئ پدې خبره باندی کافرسو.
6. وَلَوْ قَالَ رَجُلٌ ” دِرْهَمٌ بايد عِلْم بجيه كَارِ آير ” أَوْ قَالَ ” عِلْمٌ بكاسه اندرشكست ” كَفَرَ .[ مخکنی مرجع]
ژباړه: که یوسړی وویل: پیسې ښه دی علم څه پکار دئ. یایی وویل علم په کاسه مات سو نودا سړئ پدې باندی کافرشو.
7. إذا تخاصم رجلان فقال أحدهما تعالى حتى نذهب إلى العالم أو إلى الشرع فقال الآخر من علم جه دانم يكفر.[ مخکنی مرجع]
ژباړه: که دوو نفرو جنګجال سره وکئ، نویوه هغه بل ته وویل: راځه ځو وعالم ته او وشریعت ته ، نوهغه بل وویل: زه په علم څه کوم؟ نوداسړئ پدې باندی کافرکیږی.
8. ومن رجع من مجلس العلم فقال الآخر رجع هذا من الكنيسة كفر.[ مخکنی مرجع]
ژباړه: که څوک دعلم دمجلس څخه راغئ نو بل چا وویل : داسړئ د معبد څخه دیهودو راغئ، نودئ پدې خبره کافرسو.
9. ويكفر بقوله قصعة ثريد خير من العلم.[ مخکنی مرجع]
ژباړه: اوپدې خبره کافرکیږی چی دئ وایی: ترعلم خو یوه کاسه ریزه ډوډې لاښه ده.
10. وبقوله الجهل خير من العلم وبقوله الجاهل خير من العالم وبقوله زاهد جاهل خير من عالم فاسق.[ مخکنی مرجع]
ژباړه: پدې هم کافرکیږی چی دئ وایی: ناپوهی ترعلم ښه ده ، یاوایی: ناپوه سړئ ترعالم ښه دئ، یا وایی: متقی ناپوه تر فاسق عالم ښه دئ.