د سیاسي مفکر ابن المقفا د ژوند څو څرکونه

ابن المقفا:

ابن المقفا به ویل، علم ډېر مهم دی او ځان پوهول د بل تر پوهولو لومړیتوب او اهمیت لري. په ځانګړې ډول د هغه چا لپاره ، چې پر نورو مسلط او واکمنیږي. دی پر نورو لاسبرتیا او حکومت کول  دانسان خورا لویه بدمرغي بولي.

ابو محمد ابن المقفا (Ibn al-Muqaffa) په فارس کې د اموي دولت د والیانو او جنرالانو سره له نږدې پاته شوی، همداراز یې د عباسي خلیفه ګانو سره هم راشه درشه درلوده.

اثار یې:

۱- کتاب الصحابه (رض)
۲- آداب

د «آداب» په نوم اثر یې دوه برخې کې وو. لومړی «آداب الصغیر» دوهم هغه یې «آداب الکبیر».دا کتاب په حقیقت کې د مختلفو لیکوالو او مصنفینو د مقالو مجموعه وه، چې نوموړي له فارسي نه عربي ژبې ته اړولی و. دغه کتاب د واکمنانو لپاره هېنداره ده، چې خپلې څېرې پکې وویني او په ټولیزه توګه د نوموړي دا کتاب د حکومتولۍ د فن ترڅنګ له سیاست سره هم تړاو لري.

د ابن المقفا د بحث محور واکمن دی، ځکه چې واکمن د سیاسي ډګر مهم لوبغاړی دی. هغه د واکمن په لاس قتل د بخښنې وړ جرم بولي، د ده په اند د واکمن دا عمل ځکه بخښل کیدای شي، چې حتماً د حکومت په ګټه یې ترسره کوي. له همدې کبله عدل او مساواتو ته یوازې د اخلاقي ارزښت په سترګه نه ګوري. بیا هم په خپلو لیکنو کې د مذهبي افکارو او مسؤولیتونو پر اداینې ټينګار کوي.

د ابن المقفا په اند، د انسان اصلي هدف په دې او هغې دنیا دواړو کې د نظم راوستل دی، چې د سالم عقل په مټ یې چې یوه الهي پېروزینه ده، ترلاسه کولای شي. له عقلمن انسان سره د اخرت ډېر فکر وي او په همدې اساس خپل دیني وجایب او مسؤولیتونه په ډېر غور سره سرته رسوي.
ابن المقفا د ښې حکومتولۍ او واک د دوام لپاره ځينې اصول وضع کړي او هغه دا چې، واکمن او حکومت مشر باید د خپلو وزیرانو او کارمندانو په ټاکنه کې ټينګ احتیاط وکړي. د خپلو خادمانو او ساتونکو روزمره څارنه وکړي. مجرمانو ته باید په سزا ورکولو کې منصف او عادل وي او د حکومت د وفادارانو او خدمتګارانو لپاره مکافات وټاکي.

هغه دین یو ستر الهي نعمت بولي. اهل علم او پوه کسان د حکومت کولو جوګه او مستحق او د لارښوونې او نصیحت لپاره سم خلک ګڼي. د مذهب او نظر تر منځ توپیر پېژني. دی وايي، د مذهب ځواک ایمان دی، خو عقل د استدلال په مټ پخیږي. تعقل او مذهب سره اخښلي نه بولي، خو په لږ او زیاتو ساحو کې یې په تضاد هم نه دی قایل.

د ابن القفا په فکر یوازې او یوازې یو عادل واکمن او مشر د خپل رعایت د وفادارۍ او اطاعت دعوی کولای شي.نوموړی چارواکو ته نصحیت کوي، چې یوازې د خپل رب، خپل مشر او د صالح رعایت د رضایت لپاره کار وکړي، ځکه د هر چا خوښول ستونزمن کار دی. مشران باید د خپلو عسکرو او دوستانو په غوراوي کې ډېر پام وکړي، باید داسې کسان غوره کاندي، چې د غوره حسب او نسب څښتنان وي، دینداره او مخلص وي. همداراز مشر ته مشوره ورکوي، چې باید د بصیرت لرونکو کسانو نظر ته احترام وکړي او ویې مني. باید په ډېره سړه سینه د هغوی نظریاتو ته غوږ کېږدي او که د خپل طبیعت مخالف څه اوري، تحمل یې کړي. که غواړي، چې ارزښتونه یې پایمال نشي، نو د چارو واګې دې تر ډېره بریده په خپل لاس کې واخلي.

ابن المقفا همداشان چارواکو او واکمنانو ته سپارښتنه کوي، چې د خپل قلمرو لپاره د اصولو لایحه او قانون جوړ کړي. د هغو موضوعاتو په اړه، چې قرآن او حدیث کې پرې تصریح نه ده راغلي په ډېر غور او دقت سره یې باید حل و فصل کړي. نوموړی تر ډېره حده قیاس ته قایل نه دی، بلکې یوازې په هغو چارو کې يې زغمي، چې ښې پایلې ورکولای شي.

د ده په اند که چیري د حکومت سرخېل د الله تعالی له حکم څخه سرغړاوی وکړي، نو باید سمدستې یې اطاعت پريښودل شي. ابن المقفا وايي، مسلمان واکمن باید د اسلام د بنسټيزو ارکانو (لمونځ، روژه، زکات، حج او نورو) ټينګ پابند اوسي او له ناروا کارونو ډډه وکړي. نوموړی د اقتدار او واکمنۍ لپاره عربیت هم اړین بولي.

محمد الله احساس

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب