د سمرقند پیژندنه

سمر قند دمنځنۍ ایشیا یو لرغوني ښار دی چې دازبکستان په هیواد کې پروت دی. تقریبا پنځه نیم لکه وګړي لري اوددې ځای دخلکو ژبه تاجیکي فارسي ده خو یو شمیر ازبکان هم پکې اوسي .سمرقند په ۲۰۰۱ زیږدیز/میلادي کال کې دملګرو ملتونو دنړیوالوفرهنګي میراثونو په ډله کې وشمیرل شو. تاریخپوهان په دې اند دي چې داښار دعیسی مسیح علیه السلام له زیږیدو اووه یا اته پیړۍ دمخه ودان شوی دی او ددې لپاره چې سمرقند دوریښموپرلارې پروت و نو دډیررونق نه برخمن و.
دهخامنشیانو دواکمنۍ په وخت کې داښاردلرغوني سغديا سغدیانې یوه برخه وه. دمیلادنه ۳۳۰ کلونه وړاندې سمرقنددیوناني سکندر( سکندراعظم ) تربریدونولاندې راغی اوهغوی ونیوه. بیا په ۲۶۰ زیږدیز/ میلادي کال کې دساساني واکمنانو لاس ته ورغی او ترهغووروسته هفتلیانو یا هونانو پرسمرقند واکمني کوله.

ترهغه وروسته عربو فاتحینو پر دغې سیمې برید وکړاو تر نهمې زیږدیزې / میلادي پیړۍ پورې داموي او عباسي خلفاوو لخوا اداره کیده . ددوی په وخت کې سمر قند په اسلامي مرکز بدل شو اوډیر جوماتونه او مدرسې پکې ودانې شولې او دلومړي ځل لپاره عربو دچین په تقلید دلته دکاغذجوړولو یوه کارخانه هم جوړه کړه چې وروسته اروپا ئیانو ( دیورپ خلکو) هم له دوی نه دکا غذدجوړولو چل زده کړ.

سمرقند په نهمې اولسمې زیږدیزې / میلادي پیړۍ کې دساماني واکمنانو لخوا اداره کیده اوسامانیانو دسمر قندښارخپله پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکله.
ترسامانیانو وروسته خوارزمشاهیانو پرسمر قند واکمني کوله اودغه ښار دخوارزمشا هیانو پلازمېینه وه. په ۱۲۹۱ زیږدیز /میلادي کال سمرقند دچنګیز دتاړاکونوشاهد ه وه .هغه ډیر شمیر بې ګناه خلک په سمرقند کې له تیغه تیر کړل.
په۱۳۷۰ زیږدیز/میلادي کال ګوډتیمور سمرقند دخپلې پلازمیینې به توګه وټاکله.ګوډ تیمورددغه ښار په ودانولو کې ډیرې هلې ځلې وکړې اوښه یې ودان کړ.
په ۱۵۰۵ زیږدیز/ میلادي کال سمرقند دشیبانیانواو ورپسې داستراخان اودبخارا دخاناتو لخوااداره کیده.
په ۱۹۱۷زیږدیز/میلادی کال کې په روسیه کې بلشویکانوانقلاب وکړ اوبیاوروسته دمنځنۍ ایشیا دنوروجمهوریتونو ترڅنګ یې پرسمرقندهم واکمني کوله . روسانو په ۱۹۲۴ زیږدیز کال سمرقند اوبخارا له تاجیکستانه جلا کړل او په اوزبکستان پوري یې وتړل.

د سمرقند د لیدلو وړ ځایونه دا دي :

د امیر تیمور مزار چې دهغه ځای خلک ورته ګور امیر وایی، دشاه زنده مقبره، دبي بي خانم جومات، ریګستان ، دافراسیاب موزیم.
د اوزبیکستان د هیواد د سمر قند د ښار د افراسیاب په میوزیم کې زما یوه خوږه اوترخه خاطر: 

له نن ورځې ډیر کلونه وړاندې دافغانستان دعلو مو اکيډیمۍ لخوا مې ازبکستان هیواد ته یوعلمي سفر درلود..کله چې د اوزبیکستان د پلاز میینې تاشکند ( تاشکینت)ته ورسیدلم نو له هغه ځایه سمر قند ته لاړم نو هلته مې لومړی دګوډتیمور ( امیر تیمور ) دمزار نه لیدنه وکړه چې هغوی ورته په خپله ژبه کې ګور امیر وایی او بیا ددغه ځای نو رتاریخي جوماتونه او مقبرې لکه دریګستان جومات او دشاه زنده مقبره مې ولیدل .
په سمر قند کې یو تر ټولو دلیدلو وړ ځای یو میوزیم و چې دیوې لوړې غونډۍ پر سر پروت دی چې دافراسیاب میوزیم نو میږي . ما تقریبا په دغه میوزیم کې یوه اونۍتیره کړه او د دغه میوزیم تاریخي آثارو او کتابونو په اړوند مې څیړنه وکړه او هره ورځ به له سهاره تر مازیګره په دغه میوزیم کې وم ځکه په دغه میوزیم کې دتاریخي اثارو سر بیره ځیني تاریخي خطي نسخې هم وې .
د حیرانتیا وړ خبره خو داوه چې چا راته وویل چې په دې میوزیم کې یوه پښتنه میرمن هم کار کوي . وروسته مې ورسره ولیدل او ځان یې راوپیژاند او راته یې وویل چې زه اپریدۍ پښتنه یمه او زموږ کورنۍ یو سل او شل کلونه وړاندې دلته راغلی ده . که څه هم پښتو نه ورتله خو ځینې پښتو لغات ورته زده وو لکه ستړی مه شی ، دخدای پامان دا زما په لیدلو خوشاله شوه او زه هم ددې په لیدلو . زمادبیرته راتګ په وخت کې یې په ستر ګو کې او ښکې راټولې شوې او ویل یې که کله دې زما په پلرنې سیمې او وطن ګوزر وشو نو پر خلکو او غرونو یې زما له خوا سلامونه ووایه . زه هم خدای شته ژړغونی شومه او له ځانه سره مې وویل چې دا اپریدۍ پښتنه سره له دې چې نیکونه یې ډیر پخوا سمرقند ته راغلی دي بیا هم دخپل وطن او دهغه ځای ددنګو دنګو غرونو سره مینه لري او لا هم پښتني احساس پکې ژوندی دی. داخاطره ماته له یوې خو ا ځکه خوږه وه چې ما په یوه پردي هیواد کې خپله یوه پښتنه خور ولیدله او ترخه په دې وه چې هغې زما په بیرته تګ وژړل اوداسې یې فکر وکړ چې خپل یو پښتون ورور ورنه جداشو.

(یاد).

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب