د سرو زرو ګوتمه (دردونکې کیسه)
د سرو زرو یو تاجر کیسه کوي چې یوه ورځ زما دوکان ته یو سړی او ښځه یې راغلل چې بوډۍ مور یې وروسته ورپسې روانه وه او خپل لمسی یې په غیږ کې نیولی وو.
ښځې د خپل ځان لپاره ګوتمې، غاړکۍ او نور د سینګار سامانونه واخیستل، بیا یې خاوند راته وویل څو روپۍ دې کیږي؟
ما ورته وویل: ۲۰۱۰۰ دیناره.
خاوند یې وویل: دا سل دیناره د څه شی شول مونږ خو یوازې د شل زرو سودا اخیستې ده!
ما ورته وویل مور دې یوه ګوتمه د ځان لپاره واخیسته چې سل دیناره قیمت لري.
بیا یې راته وویل کومه ګوتمه ده؟
کله مې چې ګوتمه ورکړه نو لیرې یې ګزار کړه اوو یې ویل: بوډۍ ښځه په سرو او سپینو باندې څه کوي او خپلې مور ته په غوسه شو.
مور بیچاره یې په ژړغونی حالت کې د موټر په لورې روانه شوه، بیا یې اینګور (د سړي میرمنې) خپل خاوند ته وویل دا خو دې غلط کار وکړ ځکه چې بیا به ستا بچی بل وخت نه کراروي نو بیا به څه کوې؟
له دې خبرو نه وروسته ما هم په تونده لهجه ورته وویل چې دومره ظلم څوک نه کوي، میرمن لپاره د ۲۰ زره دیناره سودا واخیسته او بیچاره مورکۍ چې ته یې نهه میاشتې په خیټه ګرځولی یی او ستا د ارامتیا لپاره یې خپل خوب ځان باندې حرام کړی دی، ستا سره یې ډیر تکلیفونه ګاللي دي یوازې د سلو دینارو ګوتمه دې هم ورباندې پیرزو نشوه؟
سړی ډیر خجالت شو او بیا خپلې مور ته ورغی چې ګوتمه واخله او زما بچی به کراروې.
مور یې په ژړغونی اواز ورته وویل چې ما باندې خپل لمسی ګران دی زه یې د ګوتمې لپاره نه کراروم، الله دې تا ته عفوه وکړي ما هم غوښتل چې د نورو خلکو په څیر د اختر خوشالي ولمانځم نو ځکه مې دا ګوتمه ځان لپاره خوښه کړه، اوس چې ستا خوښه نده چې زه یوه عادی ګوتمه واخلم نو پر ما باندې دې د اختر خوشالي ګډوډه کړه نو زما زړه مات شو، الله دې تا ته بښنه وکړي، زه به ټول ژوند کې بیا د ګوتمې نوم په خوله وانخلم زما نه سره پکار دي او نه سپین ځکه چې ستا خوښه نده.
سبحان الله! مور څومره مهربانه ده که بچیان هرڅومره زیاتی ورسره وکړي نو بیا هم نه ترې بیزاره کیږي، نو د هر چا مور او پلار چې ژوندی وي، مخکې له دې چې دا لوی نعمت له لاسه ورکړی باید خدمت یې وکړی او د مور او پلار په مقابل کې د هیچا پروا ونه کړي.