د ستر او حجاب احكامات

1-   د دې موضوع اهميت
2-   د دې موضوع په هكله زموږ د دين موقف
3-   د دې موضوع اړوند زموږ د دين احكامات

يو تصور چې د دې موضوع اړوند زموږ په ټولنه كې خپور شوي دي هغه دا دي چې دا موضوع د ملانو له اړخه په ټولنه كى يوه تخليق شوي موضوع ده , او د دين سره كوم ځانګړي تړاو نلري , دا تصور او ذهنيت په ځانګړي توګه د هغو خلكوپه ذهن كى دير ژور دي چى په حكومت كى لوړي دندي لري او دلوړو منصبونو خاوندان دي , د دى ذهنيت تر څنګ دا تصور هم شته دي چى ګواكى ستر او حجاب د تخلف او وروسته پاتي كيدو علامت او نښه دي , او د دى موضوع حساسيت په ټولنه كى ديرنازك او ژور دي او هر ډول پوښتنى د دى موضوع اړوند په ټولنه كى راپيدا كيږي , او دا تصورهم شته دي چى پرده د ښځي دټولننيز پرمختګ مخنيوي كوي .

لومړي راځي وګورو چى د ستر اړوند د اسلام احكامات  څه دي : الله تعالى د نورو غرايزو په څير په انسان كى جنسي غريزه هم په دير قوت او پياوړتيا سره خلق كړي ده , دا خبره د ساينسي تجربو څخه هم ثابته شوي ده  چى د انسان په وجود كى جنسي غريزه  شته ده , تر څو د دى غريزى په پوركولو كى د نسل بقا وساتل شي او سلسله يى تر هغى پوري روانه وي تر كومه وخته چى الله تعالى يى غواړي , د دى غريزى د پوركولو لپاره په انساني ټولنه كى دري تصورونه شتون لري .

1- د رهبانيت د مذهب تصور دي چى وايى دا غريزه يوه شيطاني غريزه ده او انسان بايد ورڅخه ځان وساتي , دا غريزه بايد انسان له ځانه بيله كړي او پوره كولو ته يى بايد چمتو نه شي , خو د دى تصور خاوندان چى كومي ناروا جنسي اړيكى د كليسا په بندوخونو او كوټو كى او د كلسيا په زيرزمينيو كى كوي د تفصيل څخه د حيا په لحاظ ډډه كوم , بيا هم د انترنت په نړيوال جال كى پدي هكله كه څوك غواړي پوه شي دير څه موندلي شي .

2- دويم تصور دا دي چى دا يوه فطري غريزه ده بايد د يو لړ قوانينو او ضوابطوپه چوكاټ كى پر ځاي شي يا پوره شي , دا داسلام ميآنه روه تصور دي .

3- دريم تصور دا دي چى دا غريزه په انسان كى د نورو غرايزو په څير بايد پر ځاي شي اوپدي هكله حدود او ضوابط بايد نوي آن تر دي چى بايد زيار ويستل شي چى په هره توګه چى وي دا غريزه او غوښتنه په ځاي شي بلا قيد او شرط څخه ورته اسباب برابر شي , دا د ديرو پر مختلليو هيوادونو تصور دي چى اسلام يى په كلكه غندي , ځكه چى دا تګلاره انسان د هغى ګناه لوري ته وړي كومه چى په اسلام كى سخته تقبيح شوي ده , دا تصورپه ټولنه كى د زنا كړلو محيط جوړوي , انسان د هغى ګناه لوري ته وړي چى د دريو كبيره  ګناهونو په ليول كى راغلي ده  .

الله تعالى په سوره فرقان كى د مومنينو صفات بيانوي اوفرمايى ( والذين لا يدعون مع الله اله آخر , ولا يقتلون نفس التي حرم الله الا بالحق , ولا يزنون ) مومنين هغه ځني خلك دي چى د الله تعالى سره څوك نه شريكوي , او هغه نفس نه وژني چى الله تعالى محترم ګڼلي دي , او زنا نه كوي , يعني څوك چى زنا كوي د مومنينو له كتار څخه وځي . او د بني اسراءيل په سورت كي فرمايى ( ولا تقربوا الزنا انه كان فاحشة و ساء سبيلا ) زنا ته مه نيږدي كيږي يقينا چى زنا فحشا  او كرغيړنه لاره ده .

اسلام د انسان د ژوندانه لپاره  هدايت او لارښونه كوي , نو د زنا د آفت څخه د ژغورلو لپاره هم انسان ته يو مكمل پروګرام وړاندي كوي چى په لاندي ډول خلاصه كيږي .

لومړى له هغو فواحش او بي حيايۍ څخه ځان ساتل چى انسان د زنا لوري ته وړي ( قل انما حرم ربي الفواحش ما ضهر منها وما بطن ) ووايه يقينا زما رب فواحش حرام كړي دي كه هغه ښكاره وي كه پټ , ولا تقربوا الفواحش ما ظهر وما بطن ) فواحشو ته مه نيږدي كيږي كه هغه ښكاره وي كه پټ .

( ان الذين يحبون ان تسيء الفاحشة فى الذين امنوا لهم عذاب اليم فى الدنيا والاخره ) هغه څوك چى غواړي  په هغو خلكو كى چى ايمان يى راوړي دي  فحاشي ( بي حيايي) خپره كړي دوي لره په دنيا او اخرت كى دردناكه عذاب دي .

دويم خلك نكاح كولوته ترغيبول او هڅول ,  ځكه چى دا غريزه د كوم هدف لپاره په انسان كى خلق شوي ده او هغه هدف د نسل بقا اوسلسله جاري ساتل دي ,  نو د پوره كولو لپاره يى بايد يو پاكه لاره وي ,  تر څو په ټولنه كى د هغوټولنيزو ستونزو مخنيوى شوي وي چى د ناروا جنسي اړيكو په پايله كى منځ ته راځي  , اسلام د دا راز ستونزو د مخنيوى لپاره نكاح تړلو ته مسلمانان رابولي د نور په سورت كى الله تعالى فرمايى ( انكحوا الايامى منكم والصالحين من عبادكم وامآءـكم ان يكونوا فقرآ يغنيهم الله من فضله والله واسع عليم )  تاسو په خپله ټولنه كى د مجردانو نكاح وتړي كه تاسو ويريږي چى دوي بيوزله دي نو الله تعالى به يى د خپل فضل او بركت څخه مالداره كړي , يقينا چى الله تعالى واسع او عليم ذات دي , او رسول الله صلى عليه وسلم فرمايى  ( النكاح من سنتي ومن رغب عن سنتي فليس مني ) نكاح زما سنت ده او څوك چى زما له سنت نه مخ اړوي هغه زما څخه ندي .

دريم د ستر او حجاب احكامات په دير وضاحت او روښانه توګه زموږ  دين وړاندي كړي دي  .

څلورم : كه څوك د دي وضاحت او روښنايى سربيره د زنا مرتكب كيږي نو سخته سزا بايد وركړل شي او د سزا وركولواړوند يى بايد هيڅ ډول نرمي ونشي , كه مجرد سړي زنا كوي نو بايد سل دوري ووهل شي او كه متاهل سړي زنا كوي نو بايد رجم ( سنګسار) شي تر څو مړ شي او د دوي سزا ته بايد يو ټولي د خلكو د ننداري لپاره را ټول شي ترڅو ورڅخه عبرت واخلي ( وليشهد عذابهم طايفة من الناس )  .

اوس راځي چى په قرانكريم كى د ستر اړوند احكامات وګورو چى څه ډول وړاندي شوي دي .

الله تعالى د احزاب په سورت كى فرمايى ( وقرن فى بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الاولى و اقمن الصلاة واتين الزكاة و اطعن الله ورسوله , انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا ) په خپلو كورونو كى په درنښت سره كيښيني او د جاهليت د لومړني پړاو په څير ځان مه بربنډوي , لمونځ قايم كړي , زكات وركړي , او د الله تعالى او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم اطاعت وكړي , الله تعالى غواړي ستاسو( اهل البيت ) څخه نا پاكى لري كړي , او تاسو پاكيزه او ستره كړي .

دلته كيدشي دا سوال د هغو كسانو په ذهن كى راولاړ شي چى ګواكي دا خطاب خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم مباركو بيبيانو ته متوجه دي دا موږ ته ولي د دليل په ټوګه وړاندي كيږي خو اصل خبره دا ده چى رسول الله د مسلمانانو لپاره هغه سپيڅلي نمونه ده چى بايد خپل كړه او وړه د ده مبارك له عمل څخه زده كړي ( لقد كان لكم فى رسول الله اسوة حسنه )  , نو ظاهره ده څرنګه چى خبره ښځو ته متوجه ده نو نبي كريم صلى الله عليه وسلم خو دوي ته مكمله نمونه نشي كيدلى ځكه چى رسول الله خو پرده نشوي كولي چى دوي يى تقليد كړي وي نو د دوي لپاره نمونه د رسول الله صلى الله عليه وسلم كورني او مباركي بيبياني كيدلي شي , كومه خبره چى د رسول الله بيبيانو ته شوي ده نو هغه خبره بايد د مسلمانانو ښځي په ځان تطبيق كړي ,  ځكه چى د دوي نمونه خو د رسول الله بيبياني دي , او بله دا چى په آيات شريف كه د كور له ناستي سره د لمانځه ادا كول زكات وركول , دالله تعالى او دهغه تعالى د رسول اطاعت حكم هم شوي كه چيري دا بلنه او حكم يوازي د رسول الله بيبيانو ته متوجه وي نو بيا خو ښځي د لمانځه له كړلو او زكات وركولو او د الله تعالى او د هغه د رسول له اطاعت څخه هم آزادي دي بيا هيڅ ډول ديني مسوليت نلري , په حقيقت كى دا هغه بيځايه نيوكه ده چى هيڅ ډول عقلي او علمي اړخ نلري , څرنګه چى د رسول الله بيبياني د مسلمانانو په وړاندي نمونه دي نو دا ټول خطاب د مسلمانانو ټولو ښځو ته متوجه دي , نو حكم دا دي چى په خپلو كورونو كى په عزت او مستوري كيښيني او د جاهليت د زماني په څير چلند مه خپلوي .

زموږ دين پوره په وضاحت د ښځي او نر مقام په ټولنه كى تعين كړي دي , د ښځي او سړى ميدانونه په ټولنه كى بيل بيل دي ښخي د ننه په كور كى مسوليتونه لري او نر د كور څخه بهر , او دا ويش هم د جسماني جوړښت په اساس شوي ,او د دوي مسوليتونه په ټولنه كى بيل بيل په ګوته شوي دي ,  د ښځي مقام او ځاي ځكه د ننه په كور كى تعين شوي چى هغه نسلونه كوم چى د هغى په غيږ كى پالل كيږي د هغوي تعليم روزنه پالنه ……. دا د ښځي مسوليت دي , او د ښځي غيږ هغه سپيڅلي مدرسه ده چى نړي ته لوي لوي شخصيتونه وړاندي كوي , هغه ټولني چى د اسلام له تصور سره مخالف دي او ښځه يى په ټولنه كى د نر سره يو برابر په كار بوخته كړي ده كه چيري د دوي ټولنه له نيږدي څخه وكتل شي كوم نا وړه حالت چى دوي ورسره لاس ګريوان دي د زړه سوي لايق دي , دا سمه ده چى د ماديت په لحاظ به پرمختللي هيوادونه وي , خو په ټولنيز لحاظ له دير كرغيړن حالت سره مخ شوي دي ( د مثال په توګه له هغى ښځي څخه به څه اميد وشي چى د خاوند د مرګ په مهال د خوشحالي څرګندونه كوي ځكه چى د خاوند د بيمى له امله ورته مادي منفعت لاس ته ورځي ) دا د پرمختلليو هيوادونو د ښځي او خاوند تر منځ رابطه اوتړاو څرګندوي چى څومره ناوړه او بي ارزښته رابظه ده  .

د ښځو يو وفد ( هيءت ) رسول الله ته راغي او ورته يى وويل چى اسلام هر څه سړيو ته وركړي با حماعت لمونځ دوي ادا كوي جهاد دوي كوي………… , موږ څه وكړو چى د مجاهد درجه او ثواب تر لاسه كړو , رسول الله ورته وفرمايل چى كوم كار چى تاسو د ننه په كور كى كوي كه هغه په سمه توګه تر سره كړي تاسو ته د مجاهد درجه اوثواب دركول كيږي , او وي فرمايل چى كوم مهال ښځه د ننه په كور كى وي د الله رحمت ته نيږدي وي او كوم مهال چى له كور څخه ووځي نو شيطان يى څاري , د ياد وړ ده چى مكمل ممانعت ندي شوي د كوم عذر په اساس وتلي شي خو په عامه توګه بايد د ننه په كور كى وي .

زموږ په دين كى  چى د ستر اړوند كوم احكامات راغلي په دو برخو ويشل كيږي .

1- حجاب النساء هغه احكامات دي چى د ضرورت په اساس ښځه مجبوره شي بهر ته ووځي نو دخپل ستر اړوند څه وكړي , بل دا چى ښځه په كور كى وي او كوم نا محرم څوك كور ته ور شي ,  ( واذا سألتموهن متاعا فأسءـلوهن من ورآء حجاب , ذلكم أطهر لقلوبكم و قلوبهن ) كله چى تاسو كوم شي ورځني غواړي نو د پرده له شا څخه يى ترينه وغواړي پدي كى د تاسواود دوي د زړونولپاره پاكيزګي ده , يعني كه څه غواړي د پردى له شا څخه يى وغواړي يو بل ته مخامخ كيږي مه . او كه تاسو بهر ته وځي نو حكم څه دي ( يا يها النبي قل لازواجك وبناتك ونساء المومنين يدنين عليهن من جلابيبهن , ذلك ادنى ان يعرفن فلا يوذين , وكان الله غفورا رحيما ) اي نبي و وايه خپل ښځو ته او خپلو لورانو ته اود مومنينو ښځوو ته چى كوم مهال بهر وځي خپل ځانونه په خپلو څادرونه باندي پټ كړي تر څو دوي وپيژندل شي او څوك يى ونه ځوروي , يقينا الله تعالى غفور او رحيم دي .

د مخ اولاسونو د پټول اړوند د مذاهبوتر منځ اختلاف شته دي , بعضي مذاهب مخ عورت نه ګڼي او د دي بنياد يو حديث شريف دي چى يو ورځ د عايشى رضي الله تعالى عنها خور اسماء  د رسول ا لله كور ته راغلي وه او كيدي شي چى د جسم كومه برخه به يى لوڅه وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چى اى اسماء ښځه چى كله لويه شي نو لدى او دى څخه پرته د نور څه لوڅول ورته ښه نه ښايى او خپلو مباركو لاسونو او ټنډي ته يى اشاره وكړله , بعضو امامانو دا مسله د كور د ننه په احكاماتو كى شميرلي ده او بعضي يى د كور څخه بهر احكاماتو كى ګڼي او د لاسونو او مخ لوڅ والي روا ګڼي , خو يو څو احاديث د دى مسله اړوند راغلي چى ذكر يى مسله روښانه كوي , يو د افك د واقعه حديث دي چى مختصرا يى صورتحال داسي نقل شوي , درسول الله عادت و چى كله به كومى غزوى ته روانيده نو د خپلو بيبيانو څخه به يى يوه بي بي له ځانه سره غزوى ته وړله او دا كار به يى د پچي په ذريعه تر سره كاوه نو كله چى د المصطلق غزوى ته روان شو د بي بي عايشى رضى الله تعالى عنها پچه وخته , له بي بي عايشى رضى الله تعالى عنها څخه روايت دي فرمايى كله چي قافله بيرته د مدينى منورى په لوري روانه شوه د هوا د ګرمي له وجه به د شپي وخته قافله روانيده , د قافلى د كوچ سره نيږدي ماته د څه ضرورت احساس پيدا شو نو د ځنګل لوري ته د حاجت د رفع كولو لپاره ولاړم كله چى بيرته راستنه شوم پام مي شو چى زما په غاړه كى اميل شكيدلي او لودلي دي دوباره ولاړم تر څو خپل اميل پيدا كړم كله چه راغلم قافله  كوچ شوي وه , ما فكر وكړ چى په خپل ځاي كينم كه څوك مي په پلټنه پسي راووځي نو خامخا به همدغه ځاي ته راشي , څرنګه چى زه ديره ستړي شوي وم نو په هماغه ځاي خوب وړي وم د رسول الله صلى عليه له هدايت سره يو صحابي چى صفوان بن معطل نوميده له كوچ څخه وروسته د قافلى ځاي كاته چى وګوري كه څه پاتي شوي وي , نو كله يى چى زه وليدم وويل ( انا لله وانا اليه راجعون ) زه د صفوان بن معطل په استرجاع راويښه شوم او خپل مخ مي په خپل څادر پټ كړ , عايشه رضى الله عنها فرمايى ( فعرفني حين راني ) زه يى وپيژندلم كله يى چى وليدم , ولي يى وپيژندم ؟ ( وقد كان يراني قبل ان يضرب علي الحجاب ) ځكه چى دى وړاندي له دي چى په ما د حجاب احكام نافذ شي ليدلي وم ( فاستيقظت على استرجاعيه فخمرت وجهيى على جلبابي ) زه د دى په استرجاع باندي راويښه شوم يعنى كله چى دى انا للله وانا اليه راجعون و وي , نوما  خپل مخ  په خپل څادر باندي پټ كړ , لدي څخه روښانه كيږي چى مخ په حجاب كى راځي .

بل حديث شريف د ام خلاد واقعه ده , روايت دي چى د ام خلاد زوي شهيد شوي و نود خپل زوي د شهادت د پخلي لپاره رسول الله ته راغله وه , كوم مهال يى چى له رسول الله څخه د خپل زوي د شهادت اړوند پوښتنه كوله نو مخ يى پټ و , په مجلس كى ناست اصحابو و ويل چى دا څرنګه ښځه ده چى زوي شهيد شوي خو لا هم مخ يى پټ دي , ام خلاد د دوي په ځواب كى وويل چى خپل زوي مي له لاس وركړي خپله حيا خو مي له لاسه نده وركړي , نو لدي واقعاتو څخه په ډاګه كيږي چى مخ  د حجاب د احكاموپه چوكاټ كى شامليږي .

اوس راځي د كور د ننه د ستر اړوند احكامات چى د نور په سورت كى  راغلي وګورو .
په كوركى د ننه ابتدا د( غض بصر) يعنى د سترګو ټيټول څخه كيږي , او د غض بصر حكم لومړي نارينه ته وركړ شوي داسي  نده چى د ستر اړوند احكامات ټول ښځينو ته متوجه وي بلكه نارينه ته هم احكامات شته چى ابتدا يى له غض بصر څخه كيږي ( قل للمومنين يغضوا من ابصارهم ) اى د خداي رسوله و وايه مومنينو ته چى خپلي سترګي ټيټي وساتي ( ويحفظوا فروجهم ) او د خپلو شرمګاهو حفاظت وكړي , او ښځو ته هم د غض بصر حكم وركړ شوي , رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايى چى كى چير يو نظر پريوت نو بايد بل نظر ټيټ شي اومخنيوي وشي , او على كرم الله وجه ته يى وفرمايل چى اى علي يو نظر معاف دي خو دويم نظر نه بښل كيږي , او رسول الله په يو بل حديث شريف كى فرمايى چى هغه كسان چى د بل نظر څخه سترګي ټيټوي الله تعالى د دوي په عبادت كى خوږوالي اچوي , ځكه چى دوي د خپل نفس د ناوړه غوښتنو مخنيوي كوي , د غض بصر څخه د نفس پالنه كيږي , د انسان په ژوندانه كى د نيكيوو ابتدا كيږي  .

ښځي بايد د نامحرم سره په ادب خبري وكړي چى په خبرو كى يى كشش نوي او جنسي خواهشات راونه پاروي , او داسي لباس په تن نه كړي چى د بدن اندامونه يى ښكاره شي , ځكه چى رسول الله په ( كاسيات عاريات ) باندي لعنت ويلي دي او فرمايلي يى دي چى كاسيات عاريات ته به د جنت بوي هم ونه رسيږي , كاسيات عاريات هغه ښځي دي چى لباس په تن ولري خوسره لدي لوڅي او بربندي وي , دا زموږ د دين موقف دي په دير وضاحت په قران كى راغلي او دا زموږ د دين يوه مهمه برخه ده او لدي څخه سر غړونه اسلامي ټولنه د تباهي سره مخ كيږي څرنګه چى اوس مهال مخ ده .

عبدالرحمن فرقاني

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب