د سارک ادبیات او نوی غږ
د نړېوالو ژوند، اړیکې، د هېوادونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې تګلارې په بدلېدو کې دي. نړیوال یوله بل سره چټکې اړیکې ټینګوي، د پولو او برېدونو ارزښت له منځه ځي، چې د اروپا په ډیرو هیوادونو کې اوس پولې کوم ځانګړی ارزښت نه لري، خلک تر پخوا نور هم یو بل ته نږدې شوي دي او بلاخره نړۍ په یوه شریک کور او کلي بدلیدونکې ده.
هغوی چې د یوې وچې خلک دي، ګډ فرهنګي، سیاسي او اقتصادي مشترکات لري د یو بل لاسنیوی کوي، د نویو او لا ښو اړیکو د جوړولو په حال کې دي، دوی یوبل ته د اقتصادي سیال په ځای د اقتصادي ملګري ارزښت ورکوي، دا ډول اړیکې سبب شوي چې د ملتونو ترمنځ متوازن او چټک پرمختګ را منځ ته شي.
نړۍ د یو کور کلي کېدو په بهیر کې نه یواځې دا چې د یوې سیمې او یا د یوې وچې د ګډ کلتور او فرهنګ درلودونکي وګړي د یو بل پرمخ د خپلو هیوادونو بریدونه لرې کوي، ان د مختلفو کلتورونو، نژادونو او وچو وګړي نن د کور کلي کېدو لپاره هڅه کوي چې یو بل ته لاس ورکړي او خپل منځي ځمکني بریدونه لرې کړي، د ډيری هیوادونو او دولتونو ترمنځ پخوانۍ سیاسي، اقتصادي او نورې ټولنیزې ستونزې هوارې شوې دي، خو په بدل کې یې ګډه اقتصادي پالیسي، د پرمختګ او ټولنیز ثبات لپاره ګډې هڅې، او ان ګډې پېسې منځ ته راغلې دي، د دغو هېوادونو وګړي د یو بل په خواکې له باور نه په یوه ډکه فضا کې ژوند کوي.
خو د سارک هیوادونه لا له دغه کاروانه ډېر شاته پآتې دي، د سارک هیوادونو لاتر دې دمه په خپل منځ کې د یوه کلي د جوړېدو لپاره لمړني قدمونه هم اخېستي نه دي، او ان ډیری یې یو بل ته د دښمن په سترګه ګوري، له لسګونو کلونو راپاتې خپلمنځۍ لانجې په غټېډو دي،موږ خپلې پولې په پوځي چوڼیو نورې هم ټینګو، د دو ورونو په منځ کې دخندقونو په کندلو سره نوې پولې منځ ته راوړو،لکه څنګه چې د ډيورنډ په کرښه باندې خندقونه کېندل کیږي، او یو وجود دوه ټوټې کیږې ، همداشان د سارک هېوادونو وګړي د یو بل له حالاتو او د ژوند له ښېګڼو او ناخوالو نه هيڅ ډول معلومات نه لري، اوپه دغو هیوادونو کې یو محدود شمیر خلک پوهیږي چې د سارک په کوم هیواد کې څه تیریږي.
د بیلګې په توګه د اسیا په زړه افغانستان کې دا ۳۷ کاله کیږي چې جګړه او د بې ګناه انسانانو وژنه روانه ده، تر دې دمه یې مړه او معیوبینوشمیره میلیونونو ته رسېږي، د مالي زیان کچه خو یې ځکه سمه جوته نه ده چې لا خو هلته جګړه روانه ده او د ورانیو په شمیر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي، خو د نیپال ،سریلانکا، بنګلدیش، بوتان ،هند او ان د ګاونډي پاکستان ډیری وګړي له دې جګړې نه خبر نه دي، اونه هم د دغو سیمو ادیبان او فرهنګیان هڅه کوي چې د دوی د وچې د زړه دغه ۳۷ کلن درد ته په خپل هیواد کې په ریښتني ډول انعکاس ورکړي، چې د دوی دهیواد خلک د دغې جګړې دزیانمنو له ستونزو خبر شي او دجګړې په اصلي عواملو وپوهیږي.
همداشان د بنګلدیش ډیری وګړي له بیوزلۍ سره لاس او ګریوان دي. د کلنیو سیلابونو له سببه ډېری بیوزله خلک زیانمن کېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي خو د افغانستان، پاکستان او همداشان د سارک د نورو هېوادونو ډیری خلک په دې خبره نه پوهیږي، د بنګلدیش په هېواد کې طبیعي افتونه څومره ستونزې منځ ته راوړي. سره له دې چې د سارک سیمې ډیری هېوادونه بېوزلۍ سره لاس ګریوان دي، خو د یوبل له ستونزو او کړاونوخبرېدل د وګړو ترمنځ د همدردۍ حس راژوندی کوي. که چیرې خلک د سارک د نورو هیوادونو د وګړو له ناخوالو نه خبر هم شي نو د دوی ترمنځ د همدردۍ حس ځکه نه پېداکیږي چې دوی ځانونه له یوبل نه بیل بولي او ادیبانو هم د دوی ترمنځ په خپلو اثارو او لیکنو کې د همدردۍ د حس پېدا کولو هڅه تر ډيره کړې نه ده په داسې حال کې چې د سارک سیمې هېوادونه یو بل سره د اړیکو د ساتلو لپاره ډیر مهم شریک ټکي لري چې د دغو ټکوپه بنسټ د سارک سیمې د وګړو ترمنځ اړیکې د یوالي ترکچې ټينګېدای شي لکه :
۱ـ د سارک سیمې ډیری هېوادونه په یوه وچه کې پراته دي او په یوبل پسې د ځمکنیو بریدونو په مټ تړل شوي دي.
۲- د سارک هیوادونو ډیره سلنه وګړي یې د یوه نژاد خلک دي.
۳- د سارک ډیری هیوادونه یو له بل سره مذهبي او ژبنۍ اړیکې لري.
۴- یو ډول دودونه، رواجونه، اصول او دا وړ ډير زیات کلتوري ګډ ټکي لري.
۵- د راشه درشې پراخې او لنډې ځمکنۍ لارې لري.
۶- په سیمه کې د افهام او تفهیم لپاره تر ډېره هیڅ ستونزه نشته.
۷- د دې سیمې خلک له پیړیو راپه دیخوا یو بل سره سودا ګریز تګ راتګ لري.
۸- د سارک سیمي موسمي اقلیمونه یو بل ته نا اشنا او زورونکي نه دي.
خو سره له دې تر دې دمه نه یو توانېدلي چې د یوه کلي د جوړولو په لار کې له نورو نه لمړی ګام پورته کړو.
په سیمه کې د سارک د ځينو هیوادونو سیاسي پالېسۍ د دې سبب شوې دي چې د سارک وګړي له یو بل نه لرې او بیګانه پاتې شي. د دغو سیاسي پالیسیو دبدلیدو لپاره باېد ولسونه راویښ شي چې په دې برخه کې لیکوال او ادیب رغنده رول لوبولی شي.
که چیرې د سارک د سیمې ادیب اواګاه قشر غواړي چې په دې سیمه کې د وګړو ترمنځ اړیکې نورې هم کلکې شي او په سیمه کې اوسمهالې ستوونزې له منځه ولاړې شي ، او د سارک سیمه په یوه کلي بدله شي نو اړینه ده چې د سارک هېوادونو اګاه او ادیب قشرپه سویلي اسیا کې د یوه کلي د منځ ته راوړلو په لار کې ډیر کار وکړي،او هغه لارې پېدا او تعقیب کړي چې د دغې سیمې وګړي یوبل ته نږدې کوي، زما په اند د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د سارک هیوادونو په ادبیاتو کې یو نوي غږ منځ ته راشي، د یو والي ، پر یو بل د باور او اعتماد غږ، یو بل ته دلاسنیوي او مرستې غږ.
زه باور لرم چې د سارک هیوادونو په ادبیاتوکې دا غږ به د سارک سیمې د خلکو له لوري بې ملاتړه پاتې نشي. دا ځکه چې یو خو د دغې سیمې ډیری خلک یو بل سره ژبنۍ او مذهبي اړیکې لري، بل دا چې دوی له سلګونو کلونو راپدیخوا یو بل سره راشه درشه لري، یو بل پیژني او یو بل ته پردي نه ښکاري، د خپلو ګډو کلتوري مشترکاتو له مخې د یو بل د منلو ظرفیت لري، همدا شان د دغې سیمې وګړي په فطرتي ډول له ادب او هنر سره ځانګړی تړاو او مینه لري، که د دغو سیمو د ادبیاتو تاریخچه وګورو نو ویلای شو چې دغوخلکو د ژوند په هر پړاو او هرې لوړې او ژورې کې له ادب سره خپلې اړيکې په څومره لوړ هنر سره ساتلي او پاللې دي، د تاریخ په اوږدو کې د سارک هېوادونو وګړي تل له هغو پیغامونو او غږونو نه اغیزمن پاتې شوي دي چې د وخت ادیبانو په خپلو اثارو کې وړاندې کړي دي، په تیره هغه پیغامونه چې د شعر په بڼه وړاندې شوي دي اود خلکو تر غوږونو رسېدلي دي، نو د دغو خلکو همدا فطرت هم دسارک سیمې ادیبانو سره مرسته کوي چې د خپلو اثارو په مټ په سارک سیمه کې د یو والي او باور غږ لوړ کړي.
که چیرې دسارک دهېوادونو ادیبان په خپلو ګډو هڅو سره دغه غږ ځواکمن کړي ، او خپله هم د سارک د وګړو یو والي ته رېښتني پاتې شي، نولرې نه ده چې په سیمه کې به د یوه کلي کیدو لپاره یو ستر انقلاب منځ ته راشي، د سارک هېوادونو د خلکو ترمنځ به ورو ورو د اړیکو پراخولو لپاره لاره هواره شي ، ورسره به پر یو بل باور زیات شي، په خواکې یې به اقتصادي او فرهنګي اړیکې ټینګې شي ،د هېوادو د دولتونواو حکومتونو په سیاستونو کې دیو بل په وړاندې د باور او اعتماد ساتلو روحیه به د خلکو د اړتیاو او غوښتنوپه بنسټ منځ ته راشي، د کومو سیاسي کړکیچونو له امله چې د سارک د ځینو هیوادونو د وګړو ترمنځ اړیکې زیانمنې شوې دي، دهغو د بیا رغولو هڅه به وشي، پر یو بل دلاسبري د فرهنګ پرځای یو بل دلاسنیوي فرهنګ رواج شي، پولې به بې ارزښته شي، تګ راتګ به اسانه شي، مشترک اقتصاد به منځ ته راشي او په پای کې به سویلي اسیا په یوه کلي بدله شي.
دا ښکاره خبره ده چې د دې هرڅه تر سره کول اسانه او د دومره ژر خبره نه ده، وخت ته اړتیاده، کار ته اړتیا ده او دلیکوالو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.
مخکې له دې چې په ادبیاتوکې د سویلي اسیا د وګړو تر منځ د یو والي او باور غږ اوچت کړو، مونږ باید په خپل منځ کې په یوبل باور ولرو، او خپلو ټاکلو موخو ته باید ژمن و، موږ باید د اهدافو د ترلاسه کولو او د دغه غږ د اوچتولو په لاره کې همغږي و، کله چې ادیبان په خپل منځ کې پر یو بل باور ولري او یو بل سره همغږي وي، هله دوی کولای شي یوې موخې ته کار وکړي، اوسمه پاېله ترلاسه کړي.
وروسته له هغه به موږ په ولسونو کې د دغه غږ د خپرولو لپاره له خپلو ټولو شونتیاو نه کار واخلو، هغو ستونزو ته به په ګډه انعکاس ورکړو چې د سارک هیوادونو وګړي ورسره لاس او ګریوان دي.
په دې برخه کې ډیره اړینه دا ده چې موږ یو له بل سره اړیکې ولرو او د یو بل خلک له نږدې نه ووینوچې د هغوی ستونزې له نږدې یې حس کړو ، او هغه ته د خپل اغیزمن احساس له مخې انعکاس ورکړو، موږ کولای شو چې د سارک د سیمې د ټولو وګړو ستونزې د خپلو خلکو ترغوږونو ورسوو، او د هغوی همدردي راوپاروو، په دې ډول به دا خلک ورو ورو یو بل ته نږدې شي.
نږدې یو نیم سل کاله وړاندې دالکساندر دوما په شان اروپايي لیکوالو یواځې دخپل هېواد لپاره لیکل نه دي کړي ، د ټولې اروپا لپاره یې لیکل کړي، او د هغوي هماغه هڅې وې چې نن اروپا په یوه شریک کلي بدله شوې ده، موږ ته هم دومره ناوخته نه ده، او دومره هم سخته نه ده، او نه هم دومره ډیر لګښت ته اړتیا لري، داځکه نن ورځ تخنیکي پرمختګونو د اړیکو، څیړونو او پلټنو اوږدې او ستونزمنې لارې رالنډې کړې دي، په لمړي قدم کې به له همدغو تخنیکي اسانتیاو کار واخلو، د دې ترڅنګ کولای شو خپلمنځي اړیکو په بنسټ د یو بل هیوادونو ته سفرونه ولرو او په خپلو هېوادونو کې دادبي او هنري کنفرانسونو لپاره یو بل ته بلنه ورکړو، د سارک د هېوادونو د پیژندنې او ارزونې لپاره د هغوی اثار خپلو ژبو ته وژباړو، د خپلو هېوادونو سیاستونو او پالیسيو په وړاندې ناپېلی دریځ ونیسو، موږ باېد په خپلو هېوادونو کې د نورو د دردونو او ناخوالو غږ شو، او د سارک په ادبیاتو کې د باوراو یو والي غږ دومره پیاوړی کړو چې زموږ خلک یو کلي جوړېدو ته لیواله شي او زموږ د هیوادونو حکومتي او دولتي سیاسیون دغه غږ ته د مثبت ځواب ورکولو لپاره اړ شي.
زه فکر کوم چې په دې برخه کې د سارک سازمان کولی شي کوټلي ګامونه پورته کړي او د سارک په ادبیاتو کې د یو والي او باوردغږ پلوي ادبیانو ملا ور وتړي ،مالي او معنوي مرسته ورسره وکړي، دسارک نورو هېوادونو ته د دوی د سفرونو لاره هواره کړي، د سارک د نورو هیوادونو له وګړو سره د دوی اړیکې ټینګې کړي، همداشان د سارک په بیلابیلو هیوادونو کې په دې اړه کنفرانسونه اوګډې ناستې منځ ته راوړي د اندونو او انګیرونو په شریکولو کې منځګړیتوب وکړي، همداشان د سارک په نورو هېوادونو د ادیبانو د اثارو په ژباړه کې هم تر خپله بریده مرسته وکړي، زه فکر کوم چې د سارک سازمان د ادیبانو د یوې معنوي مور په حیث کولی شي چې د سارک سیمې په ادبیاتو کې د باور او یو والي غږ په یوه ځواک بدل کړي.
موږ که وغواړو که ونه غواړو دا نړۍ په یوه کلي او یوه کور بدلیدونکې ده، داسې نشي مخکې له دې چې د سارک د سیمې وګړي په خپل منځ کې یو کور او یو کلی جوړ کړي، د دوی سیمه له داسې ستونزو سره مخ شي چې بیا یې د حل لار موندل ستونزمن وي، په هغه صورت کې به د دغې سیمې ډیری هیوادونه ډیر څه له لاسه ورکړي، نو راځئ چې د سارک سیمې هېوادونو په ادبیاتو کې د یووالي او باورغږ منځ ته راوړو، او کار ورته وکړ.
۲۰۱۵ زیږدیز کال