د ريا تعريف
د ريا تعريف :
د ريا حاصل دادی چې د يو عمل څخه د خلکو په نظر کې د خپل ځان د لويوالی د لاسته راوړلو لپاره يو ذريغه جوړه کړي دا هم له کبر څخه پيدا کيږي (حنفي فقه – تحفة العلماء ج ۲ ص ۱۶۰ ) .
يا په بل عبارت خلکو ته خپل نيک اعمال ښکاره کوي تر څو دی د خلکو په زړه کې محبوب او عابد جوړ شي او خلک ده ته عابد او ښه سړی ووايي .
د رياکارۍ ځنې نښی :
- منافق او دوه مخئ وي .
۲- د خلکو په مخ کې په ډيره توجه او عاجزی عبادت کوي .خو په تنهايئ بيا په بل حال وي .
۳- دا خوښوي چې خلک دی په ټولو کارونو کې وستايي .
۴- کله يې چې خلک کارونه ستايي نو د هغه په اضافه کولو کې کوښښ کوي خو مدح او صفت يې ونشي هغه عمل کموي .
۵- اهل د چل او دوکې ورکولو وي .
۶- پر نورو منت بار وي .
۷- کوښښ کوي خپل نيک اعمال د خلکو په مخ کې تر سره کړي .
۸- سترګې يې نورو ته نيولې وي د مخلوق طمع کوي او په خدای جل جلاله توکل نه کوي .
۹- ظاهراً خدای يادوي خو په زړه د الله تعالی ډير کم ذکر کوي .
۱۰- ځان غوښتونکی او مغرر وي .