د خونکار ناول په اړه لنډه مقاله
1:دناول تعریف:
په لغت کې ناول دایټالوي ژبې له ناوله “Novela “کلمې څخه جوړه کلمه ده اودنوي،تازه اوعجیبه معناورکوي.
په اصطلاح کې:ناول دکیسې یونوی اوپرمختللی شکل دی اوهغې فرضي کیسې ته ویل کیږي چې په نثرکې بیان شوې وي اویوه یاڅوداسې خیالي پښې پکې ښودل شوې وي چې دریښتیاتوب ګومان پرې کېدای شي.
2:کیسه:
کیسه په ناول کې ترټولومهم ارزښت لري،ځکه همداکیسه چې په لوستونکوڅوسوه مخه کتاب په تلوسه لولي اوخوند ورڅخه اخلي.
بېلګه:سپوږمۍ وه،سړي منډې وهلې…ساه یې لنډه لنډه کېده،یوځای ولوېد،بېرته پورته شو،پښې یې بېسېکه وې ،پروچو پاڼووخوت،زړه یې ولړزېد،شاته یې وکتل،په اوږه کې یې نری درد تېرشو،لاس یې ورووړ،ګوتې یې په وینولندې شوې،څوګړندي ګامونه یې واخیستل، پښه یې د دووتیږوترمنځ بنده شوه،پړمخي پرېووت،له خولې یې لاړې وبهېدې،دولاړېدو سېکه يې نه لیده، یوې ټیټې ونې ته ور وښوېد،دونې تنې ته یې څنګ ولګاوه،غوږونه یې څک کړل،چوپه چوپتیاوه، چرچرک نارې وهلې…
سړي سړه ساه واخیسته،پورته یې وکتل،یوه ستوري منډه کړه،تریوه ځایه سپینه رڼاه ورپسې وه،وروسته ورک شو.
سړی ښه شېبه غلی ناست و،بیایې ګېډه توده شوه،لاس یې ورووړ،ټټریې پروینولوندو.ورو ولاړشو،زړه یې سستي ورکوله…خوایې راګرځېده…ټوخي واخیست، خولې ته یې لاس ونیو،ساه یې ترپزې راووته،څوګامه یې واخیستل،پښې یې درنې وې،وینه یې ورانه ته ورسېده،وروسته یې ښی بوټ هم لوندشو…
3:پلاټ
دپلاټ ارزښت:دناول دهنریت لومړی ثبوت دپلاټ سم ترتیب دی.ښه پلاټ دښه ناول ځانګړنه ده.
دپلاټ تعریف:پلاټ دعلت اومعلول پراساس دپېښونه شلېدونکي تړاوته وایي چې مرکزي کرکټرته داوج ترپړاوه دژر رسېدومخنیوی کوي.
توپیریې له کیسې سره:کیسه په عمومي ډول څه وشول؟له چاسره وشول؟چېرې وشول؟ته ځواب وایې. اوپلاټ بیاولې وشول ؟اوپه څه سبب وشول ؟پوښتنې ځوابوي.
بېلګه:سړی یوه شېبه ناست و،بیاولاړشو،په تګ کې یې کیڼه پښه درنه پسې اخیسته،له کوټې ووت،دکلا لویه دروازه یې بېرته کړه،غوټۍ منډه ورواخیسته،پېچلي توروېښته یې پرتندي پراته ول،وړې سترګې یې سرې ښکارېدلې…په زوره یې وویل:
ـ کاکا!دپلارجان مې کوم درک ونه لګېد؟!
دسړی وڅړېد،ورویې وویل:
ـ هرځای موپسې ولټاوه، خو…یوه تېره چیغه یې په غوږوکې ننوته:
ـ په څه بلادې وخوړ؟هه!دکتارخړوکوټوترمخ په عمرپخه ښځه ولاړه وه.سړی وویل:
ـ چټیاټ مه وایه! !!!
ښځې یودم کوکه کړه،نجلۍ منډه ورواخیسته، ښځه یې ترمټ ونیوله،ورو یې وویل:
ـ مورې!رسوایي مه جوړه وه!رابه شي!ښځې سړي ته وکتل،چیغه یې کړه!
ـ ووایه!څه ټکه دې پرې واچوله!ترکوم پاڼ دې لاندې کړ،هه؟! دوې زړې ښځې له کوټې راووتې،په عمرپخه ښځه یې ترمټ ونیوه،په وره یې ننه ایسته.غوټۍ بېرته سړي ته ورنږدې شوه،په ژړوغوني غږیې وویل:
ـ کاکا!پلارمې بېګاه له تاسره و؟نه؟!!!
سړي په خپله پزه لستوڼی تېرکړ،شونډې یې وخوځېدې:
ـ هو!موږترناوخته ناست وو،داوبوپرسرنه سره جوړېدو،وروسته مودځمکې دوېش کاغذونه رامېځته کړل،ښکاره لیکل شوي وو،چې پلاردې دکارېزپه اوبوکې دوه شواروزه(1) حق لري،خبره له جنجاله پرته خلاصه شوه،دي ماخستن ناوخته زموږله کوره ووت.نجلۍ وویل:
ـ پلارجان به چېرته تللی وي؟دسړي سرځړېد:
ـ نه پوهېږم کلیولوهرځای پسې ولټاوه،خو…
4:تلوسه
دتلوسې تعریف:تلوسه،تجسس یاهیجان دناول یاپه ټوله کې دداستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی دداستان لوستلوته هڅوی.
بېلګه:یووخت یوه تېره کوکه پورته شوه،سړی کېناست،راډیوچالانه وه،غوټۍ بغاري وهلې…
زړه یې ولړزېد،له څراغ سره لاندې کښته شو.
نجلۍ دڅاه ترڅنګ په خټوکې ناسته وه،چیغې یې وهلې،ویښته یې شکول…غوث الدین په زوره وویل:ـ څه ټکه راپرېوته؟!نجلۍ پرمخ نوکارې لګولې…سړي ترمټ ونیوله،ټکان یې ورکړ،چیغه یې کړه! څه شوي؟!
ـ څه شوي؟!
نجلۍ کوکه کړه! مورمې!
ـ مورمې!
ـ موردې چېرې ده؟
نجلۍ څاه ته اشاره وکړه.
دسړي زړه ولوېد،څراغ یې پرځمکه کېښود،پر بېلرورټیټ شو،لاندې په اوبوکې دستوروتتې رڼا
ټال خوړ،نورهېڅ هم نه ښکارېدل.پرمخامخ دېو ال دبتۍ رڼاولګېده،سړي چیغه کړه ـ !جانکو!
ځوان منډه ورواخیسته،بتۍ یې څاه ورواچوله،
داوبوپرسریوڅه ښورېدل…
5:منظرکشي:
دمنظرکشي تعریف:دناول دکیسې پېښه یاپېښې چې کوم زمان اومکان کې پېښېږي،دهغه ځای اووخت تصویروړاندې کولوته منظرکشي وایې.
بېلګه:دڅوړموني(پسرلي) لومړي ورځې وې،
یوه غرمه غوټۍ غوا لوشله،جانکوداخورپرسر
ورته ناست و،په لاس کې یې پړی ښکارېده،کو
چني برګ سخوندرزورونه وهل،په وږوسترګو یې دغوا له غولانځې یې دشیدوراوتونکودارو ته کتل،ناڅاپه دجانکوله لاسه دسخوندرپړی خوشی شو،سخوندرمنډه کړه،دغوټۍ له زنګنوسره ولګېده،هغه کیڼ لورته کږه شوه،دېګ یې له لاسه وښوېد،پرپلاستیکې چوټویې سپینې شیدې ورواوښتې…جانکوپه بیړه دېګ ورپورته کړ،
مټ یې دښځې له ټټرسره ولګېد،ولاړشو،
سخوندر دغوا غولانځه رودله.جانکودسخوندر
پړی ونیو،بېرته پراخورکېناست،چوترې یې وکتل،حمید ولاړو،دوي ته یې وچې سترګې نیولې وې.غوټۍ دغوا په لوشلوبوخته شوه.شېبه
وروسته دالان ته ورننوته،دېګ یې یوې خواته کېښود،دتنورپرسرپرته تېغنه یې لرې کړه،د ګرمې مسالې بوی یې پرسپږمو ننوت،یوتور
دېګ یې له تناره راویست،دحمیدغږیې واروېد:
ـ بوی خو یې خوږدی! غوټۍ وویل:ـ یودوه بڅرې زړې یې(دلاندي غوښه)پاتې وه،ښوروا
مې کړه! حمید کونج ته پرزاړه لیمڅي کېناست،
تاخچې ته یې وکتل،دګیلمي دسترخوان له یوه کونجه دپاستي ژۍ راوتلې وه،لاس یې وروغځاوه،شېبه وروسته یې په ډکه خوله وویل:
ـ کاغذونه چېرته دي؟ غوټۍ په پوښتونکې نظر
ور وکتل.حمید بله ګوله وکړه،شونډې یې وخوځېدې:دځمکې کاغذونه یادوم،نصر ودخوړ
پټیوته نږدې پوله وهلې وه،دسینځلو نیالګي یې ایښودل،یوڅه رامخته شوی و،ویل يې چې دځمکې حدود یې ترهماغه ځایه دي،خوزما زړه
ته نه لویږي،غواړم چې خبره ورسره سپینه کم.
غوټۍ خپل ټټرته لاس کړ،په تورسپڼسي (تار)
پورې دتړلوکونجیانو(کيلیاتو)شرنګا پورته شوه،
وروسته یې سپڼسي ترسرواړاوه،ورو یې وویل:
ـ مورمې ټول کاغذونه دلرګي په صندوق کې ایښي دي…
ليکوال:ذبیح الله (شریفي)