د خوشاله ژوند «۷» مهم رازونه

خوښ او ښېرازه ژوند د ټولو انسانانو هیله وي، ځکه ژوند ښکلی دی او له هرې لحظې یې خوند اخیستل د هر چا ارمان دی. دغه راز د خوښ ژوند سره تاسو ذهني روڼتیا پراخه او چلند مو ورسره بدلیږي. موږ دلته هغه مهمې لارې چارې روښانه کوو چې ستاسو ژوند ته خوښي ورکولای شي، تاسې دغه عناصر په بشپړه توګه په نښه کړئ، څو یو خوښ ژوند ولرئ.

لومړی راز: د ځان د خوشاله خلکو په دائره کې وساتئ او هڅه وکړئ چې د خوښۍ مراسم نه کار واخلئ او په منطق سره یې حل لاره پېدا کړئ. همېشه مثبت فکر کوئ او خوښبیته اوسئ، همدا راز یې په دې فکر وکړئ چې څنګه خپل شخصیت ته بدلون ورکړئ، او د کومو لارو خپل هدف ته رسېدلای شئ.

دویم راز: هڅه وکړئ چې د خپل ځان په اړه ښه ټاکنه وکړئ؛ څو په راتلونکې کې له افسوس او ناهیلی څخه وژغورل شئ، همدارنګه له خوشاله شیبو خوند واخلئ، د جدیت او تاو تریخوالي څخه په کلکه ځان وساتئ او ځان باوري کړئ، چې تاسې خوشاله یاست. هغه خلک چې خوښي حس نکړي او خوند ترې وانخلي، دوی به هېڅکله ددې وړتیا ونلري چې خوښي ولمانځي، تجربه یې کړئ او خپل پام پرې بدل کړئ. هره ورځ ځان ته ووایاست چې زه خوښ یم او زه باید خوشاله شم.

درېیم راز: ژوند لېست ته مو په خوښۍ ترهر څه ډېره لومړیتوب ورکړئ او خپل قوت مو تشخیص کړئ او هېڅکله د چا تر تاثیر لاندې مه راځئ، همدا راز هڅه وکړئ چې په خوښۍ سره ژوند وکړئ او د ژر پرېکړې ونکړی.

څلورم راز: د خپلې انرژۍ او وخت څخه ښه ګټه پورته کوئ؛ ځکه انرژی په ښو او اړینو فعالیتونو مصرفول ستاسو خوښ ژوند ټارګېټ کوي او د ملګرو/کورنۍ یا نورو خلکو سره ښه چلند وکړئ. هڅه وکړئ چې له احساساتو ډډه وکړئ. همدا راز منفي افکار له پامه وغورځوئ او تل ښه فکر ولرئ، دغه راز چاته بده او منفي مشوره مه ورکوئ.

پینځم راز: کافي خوب او آرام وکړئ؛ ډاکټران سپارښتنه کوي چې په ټاکلي وخت باید خپل خوبځای ته ولاړ شئ او په خوبځای کې له ځان سره بریښنایي آلات (کمپیوټر، سمارټ فون او نور وسایل) مه پریږدئ، ځکه دا ستاسو د خوب دتخریبولو ترڅنګ ستاسو صحت هم زیانمنوي. همدا رنګه د هغه څه مسؤلیت په غاړه واخلئ چې ستاسو په وس وي او د داسې شیانو مسؤلیت پرغاړه مه اخلئ چې سبا ورځ تاسو تر پوښتنې لاندې راولي. مه هېروئ که کار نلرئ او بې کاره یاست، کوښښ وکړئ چې ځان مو په یو څه بوخت وساتئ. که کوم کار مو بیخي نه تر سترګو کېده په خپلو تېرو پلانونو او فعالیتونو له سره غور وکړئ.

شپږم راز: خپلې دندې ته په ټاکلي وخت ولاړ شئ، هڅه وکړئ چې له ټاکلي وخت وړاندې حاضري ورکړئ، خو که بیا هم ټرافیکي ستونزې او یا ورځنۍ بوختیاوې تاسې ډېر خوختوي، په خپل وخت دندې ته حاضري ورکړئ او  د نورو خوښي خپله خوښي وګڼئ. دا مه وایئ چې دوی ولې خوښ دي؟ بلکې په دې اړه فکر وکړئ چې زه له دوی سره څه ډول مرسته وکړم، څو د دوی په خوښۍ کې خپل مسؤلیت اداء کړم او له بله اړخه خوښي ورسره یو ځای ولمانځم.

اووم راز: د نورو خوښي خپله خوښي وګڼئ او دا مه وایئ چې دوی ولې خوښ دي؟ همدا رنګه څه نا څه موسکا وکړئ؛ آرواپوهان وایي: موسک کېدل د ‌ذهن د پراخۍ سبب ګرځي او تاسې خوښۍ ته رابولي، دا چې تندی مو پراخه او حوصله مو زیاته شي، نو موسکا وکړئ او له جدیت څخه پرهېز وکړئ. د چا زړه مه بدوئ او تل له نورو سره ښې او ټولنیزې اړیکې وپالئ او تل د خوښېو په لټه کې اوسئ. هڅه وکړئ چې له یوازیتوب ځان وژغورئ؛ ځکه اصلاً رواني ناروغۍ او ستونزې له یوازیتوب رامېنځته کیږي.

ژباړه: حسیب الرحمن ساحل 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب