
د حجاب په اړه څو لنډې جملې
1- حجاب یعنې زه د هوس او وسوسې په انتي وایروس سمبال یم.
2- خپلو زلفو ته ورزده کړه، چې بهر د لیدلو ارزښت نه لري.
3- حجاب نیم ایمان دی.
4 – د مسلمانې ښځې اصیلتوب د هغې پاک لمني ده، چې حجاب یې تر ټولو مهم رکن دی.
5- اې ښځو خپلو ښکلا مه څرګندوئ، مګر د خپل محرم له پاره.
6- حجاب د ککړ لید له غشي سره د مقابلې واکسین دی.
7- حجاب هغه ټینګ مرچل دی، چې ښځه د شیطان صفته نرانو له کتلو څخه خوندي کوي.
8- حجاب د پاک لمنۍ د ګل ښه بوی لرونکی بوټی دی. حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت.
9 – حجاب یعنې د پاک لمنې ښځې حیاء
10- د ښځې بې حجابي د نر د بې غیرتۍ له امله ده.
11 – څوک چې پاک لمنې وي، نو ارزښت او مقام به یې لوړ شي.
12- حجاب د ښځې خوندي پټنځای دی.
13 – حجاب د ښځې د وقار او ویاړ ښکارندویي کوي.
14- حجاب ښځه د معنویت لوړ مقام ته رسوي.
15- حجاب د ښځې د کمال او ارزښت سر چینه ده.
16 – حجاب د ښېګڼو د راښکون ځواک او له تېروتنو او غلطیو څخه د مخنیو ي قوه ده.
17- حجاب د ښېګڼو او سپېڅلتیا مور ده.
18- حجاب نه پرېږدي، چې ټولنه په فساد باندې اخته شي.
19- حجاب مساوي کېږي د ټولنیزو زیانونو له کمښت سره.
20- حجاب د ښکلا او ستروالي د دوام ضمانت کوي.
21 – د انسانیت مرغلره، تل په حجاب کې ولټوه.
22 – درنې خورې د خپلو وینو سور والی مې ستا تور حجاب ته په امانت پرېښود. ( د شهید پیغام ).
23 – حجاب هغه کلکه وسله ده، چې په هغې سره ښځه کولای شي، له خپلو حقوقو او ارزښتونو څخه دفاع وکړي.
24- درنو خویندو! ستاسو حجاب زما د سرو وینو په پرتله ډېر ځپونکی دی ( د شهید وصیت).
25 – له حجاب سره ښکلي اوسېدل تجربه کړئ.
26 – حجاب یو فرهنګ دی، چې شهیدان هم پرې ویاړي.
27 – حجاب دومره ارزښت لري، لکه اوبه.
28- حجاب د انسان د شخصیت نښه ده.
29- درنې خورې! ستا حجاب ارزښت دی، نه بانه.
30 – حجاب د اللهﷻ له لوري ښځې ته یوه ښکلې ډالۍ ده…….