د جومات غل د پاچا زوم شو!
د پاچا یوه ډیره ښایسته او دینداره لور وه، په خپل پلار ډیره ګرانه وه، ډیر ناز یې ورکاوه، کله چې پیغله شوه نو پلار یې د واده په اړه فکر وکړ چې د خپلې ګرانې لور سیال خاوند ورته پیدا کړي.
یوه شپه یې خپل وزیر ته وویل چې عسکر درسره بوزه او په ټولو جوماتونو وګرځیږئ چې هر څوک مو پیدا کړ نو ما ته یې راولئ، وزیر د پاچا امر سره سم عسکر تیار کړل او جوماتونو کتل یې شروع کړل.
په همدغه شپه یو ځوان غل چې د ورځې د غلا چانس ورته برابر شوی نه و نو د شپې د جومات په لوري روان شو ترڅو چې د لمونځ کوونکو څخه غلا وکړي، کله چې جومات ته ورسید نو ګوري چې جومات دروازه بنده ده، نو بیا یې هڅه وکړه چې جومات ته له کړکۍ څخه ننوځي.
کله چې جومات ته ننوت نو د چا د پښو اواز یی واورید، سمدلاسه سجده باندې پریوت او د دروغو یې لمونځ باندې پیل وکړ.
وزیر خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د دروازې قلف مات کړئ او همدغه سړی د پاچا په کار دی، غل چې د وزیر خبرې واوریدې نو لمونځ یې ښه اوږد کړ، رکوع او سجده یې ډیره په تواضع سره کوله، چې څنګه به سلام وګرځاوه نو بیا به جګ شو نیت به یې وتړاه، ترڅو چې عسکر لاړ شي او ده ته د تیښتې لار برابره شي.
وزیر عسکرو ته وویل چې دا ځل یې سلام وګرځاوه نو په زور یی راونیسئ چې پاچا ته یې بوزو، همداسې وکړل غل یې د پاچا دربار ته بوت، او ټوله کیسه یې ورته وکړه چې ډیر پرهیزګاره ځوان دی، په زور مو راوست.
پاچا چې ځوان پرهیزګارۍ په اړه خبرې واوریدې نو ډیر خوښ شو او د الله شکرونه یې اداء کول چې زما د لور ارمان پوره شو او همدغه پرهیزګاره ځوان یې سیال دی، ټول خلک ویده دي او دی جومات کې لمونځونه کوي.
بالآخره پاچا ځوان ته خپله لور ورکړه او ورته وویل چې ته به همدلته زما قصر کې اوسیږې او هرڅه ستا په خدمت کې دي.
ځوان چې له ډیر خجالت نه یې سر ښکته اچولی و له ځان سره وویل چې اې زما ربه! ستا رحمت او مهرباني څومره پراخه ده، ما د دروغو لمونځ اداء کوو ترڅو چې د وزیر او عسکرو څخه خلاص شم، مګر دوی بیا راوستم چې ته ډیر پرهیزګاره یی د پاچا زوم یی کړم، نو که څوک په ریښتیني ډول ستا عبادت وکړي او لمونځ وکړي نو هغه ته به څومره خوشالي او نعمتونه په دنیا او آخرت کې ورکړې!
ژباړه: فضل الهي