د جوجو ناول ته یوه لنډه کتنه
ناول څه ته وايي؟
ناول دایټالوي ژبې له ناوله Navela کلمي څخه جوړه کلمه ده او دنوی ،تازه او اجیبه معنا ورکوي.
په اصطلاح کي ناول دکیسې یو نوی او پر مختللی شکل دی او هغې فرضي کیسې ته ویل کیږي چې په نثر کې بیان شوي وي او یوه یا څو داسې خیالي پیښې په کې ښودل شوي وي چې دریښتیاتوب ګومان پرې کیدای شي
جوجو ناول
د(جوجوناول ) ناول نصیر احمد (احمدی) لیکلی دی او یو غمجن ناول دی
۲:دکیسې دلید یا بیان زاویه یې
دکیسې دبیان زاویه یا د بیان لار موږ ته دا ښیي چې کیسه څوک بیانوي اویا راویي څوک دی.
ټول داستاني آثار دبیان له دریو زاویو څخه وړاندي کیږي:
١:متکلم یا لومړی شخص.(زه،موږ)
۲:مخاطب یا دوهم. شخص(ته،تاسې)
٣:غایب یا دریم شخص(هغه،هغوی)
او دغه د (جوجوناول )د لومړي شخص له زاویي څخه لیکل شوی دی. لکه : تواب د باندې ووت،دکلا د برج پرسر ګرده سپوږمۍ ولاړه
وه. دهلک سترګوته دبټې ګوتې په اندازه سپینه
رڼاودریده،دجوجوغږیې واورید:
زه یم،په ما پسې راځه!
رڼا حرکت وکړ، ترځمکې یوګزپورته روانه وه،تواب ګامونه پسې واخیستل. دکال دروازي ته ودرید، حیران شو، دروازه
خالصه وه.تواب دباندې ووت،رڼا د کلي په تنګو کوڅو کې مخته تله،له یوه کوره دځنځیر شرنګ اودسپي غپیدا راغله.
تواب ورو وویل:
چیرته ځو؟
ځواب یې وانه ورید.دی ترکلي ووت.رڼا دغنمو د شنو وږو
پرسرروانه وه،بیاد ګڼو نیا لګیو په پاڼو کې ننوته. تو اب
ګړندی شو، دنیا لګیو په مینځ کې یې لاروایسته، مخامخ یې
لاروایسته،مخامخ یې وکتل، اوږه یې درنه شوه، ورمیږیې
کوږکړ،رڼا یې پراوږه پرته.وه تواب په بیړه وویل:
زه بیرته ګرځم.
دجوجوغږیې واورید:
زړه دې خوپه خبریدو ارزي .
کرکټر
کرکټر: په ادبیا تو کې دکرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا بل کوم شی دی، چی د یو حقیقي انسان،حيوان یا هماغه شی په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وی او له همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې څرګندیږي.
په(جوجو ناول ) کې مرکزي کرکټر د تواب او جُوجُو دی
اوپه دغه ناول کې متخاصم کرکټرونه د څانګې کورنۍ ده،چی د مرکزي کرکټر(غزنه)په وړاندې خنډونه جوړه وي.
صحنه اومنظرکشي
منظرکشي:دناول دکیسي پیښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پیښیږي، دهغه ځای وخت وړاندې کولو ته منطر کشي وایې.
منظرکشي: په دوه ډوله ده١-.ساکنه منظرکشي۲- متحرکه منظرکشي.
١:ساکنه منظرکشي دمنظرکشي په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانیږي.
۲-متحرکه منطرکشي :دمنظرکشي په دې ډول کې تصویر په خوځند او متحرک حالت بیانیږي.
او ددغه (جوجو ناول) منظرکشي متحرکه منظرکشي ده.
تلوسه:
تلوسه،تجس یاهیجان دناول یا په ټوله کې داستا ني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی ددستان لوستلو ته هڅوي په بل عبارت تلوسه: په داستا ني لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتې،نارامۍ،ذهني کشمکش او لانجو سره مخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژرترژره نور داستان ولولي اوپه هغه کې خپلې پوښتنې ځواب یاخپل ذهني سکون ومومي.
په دغه (جو جو ناول) کې تلوسه په ټول ناول باندې خپره وه،خو په سر،منځ او پای کې ډیره پیاوړې تلوسه لري،لکه په
لاندې مثال کې چې تلوسه راغلې ده
دا خلک تل په غوسه وي،هوارې ټنډې مې نه دي لیدلې،په سمه
خبره کې یې کار ورګډ دی.دوی خندا نه پیژ ني.که یې خندلي هم وې
نودنورو د سپکا وي له پاره یې خندلي دي.یو ماښام یوه جومات ته
وروګرځیدم،،لویان اوماشومان ناست ول،دیوه ماشوم باد پرې شو
تولو وخندل،ډیر هومره چې سترګو یې اوښکې وکړې ماشوم
ژړل،خو غږ دهغه تر ژړا ډیر لوړوا.دیوه سړي له ډیرې خندا سا
بنده شوه.له لمانځه وروسته هماغه سړی ترټولومخکې له جماعته
،ووت.پسې ورغلم،دسرا ګشت له لپاره یې یوې کنډوالې ته ورغی
هوا یې دومره خرابه کړه چې کنده کې دناست مولخ زړه
.دوچاودید،خو ده ونه خندل،برعکس،قواره یې جیدی ښکاریده بله ورځ یوه ښځه له خرې ولویده،پرړنګه ونه ناستوکسانو له ډیرې خندا خپلو تشو ته لاسونه نیولی وو.
په هماغه مازیګر مې یوه بل کلي کې ډله ځوانان ولیدل،نیږدې.
،ورغلم،په یوه لیوني پوری یې پالاستیکي خلته غوټه کړې وه السه أه هماغه خوا
لکۍ یې ورته ویله دخندا ل،مرغۍ نه ورتلې
پر خره ولاړخره هم خندل ،خو خندا منطقي وه،خره د انسانانو په ساده توب پورې خندل
جو جو غلی شو،تواب ته یې وکتل ویې ویل
کوم کار موسم دی؟ډیرې خبری مې وکړي؟هغه ته یې؟ولې؟نودا
زحر دلته څه کوي؟- نیکه د په کور دی هو خیرت وو؟ څه وخت
راغلۍ؟- دقسمونو په اړه یې څه وایې؟
اوداسی نورې پوښنتې د لوستونکې په ذهن کې پیداکیږي.
«ومن هللا التوفیق»
ليکوال: ضیا الرحمن«حقبین»