د تلاوت سجده څه شی ده؟ حکم او طریقه یې

په قرآنكريم كې ټولې (14 ) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كې د (السجدة) په توري په نښه شوي دي , او په خوا كې يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چې دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه يا دريمه يا…………يا څوارلسمه .

د تلاوت سجدې حکم او طریقه:

د سجدې دآيت دتلاوت په پای كې دسجدې كول واجب دي, او دسجدې كولو طريقه يې داسې ده چې :
كله يې دسجدې آيت تلاوت كړ نو پورته دې شي او نيت دې وكړي چې :

نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة.

كله چې يې دا نيت وكړ نو د تكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كې به درې يا پنځه يا اووه ځله تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي.
همدومره او بس.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب