د تراويح لمونځ- تفصیل او تحقیق بیان

ژباړه: مولوي امان الله ”حسن”

الحمدلله وکفی، وسلام علی عباده الذين اصطفی، اما بعد:

اهل سنت او جماعت ورونو!

د روژې مبارکه مياشت د انسان د روح لپاره پسرلی دی، د دې مياشتې د عبادت له ځانګړتیاو څخه د ورځې روژه او د شپې قیام (تراویح) دی، چې لوی اهمیت لري. په حديث شريف کې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «إن الله تبارک وتعالی فرض صيام رمضان و سننت لکم قيامه».(ژباړه: الله پاک د روژې مبارکه مياشت پر تاسو فرض کړی، او په هغو شپو کې قيام (تراويح) تاسو لپاره سنت ګرځول شوی دی[۱]. ددغې مياشتې له برکتونو یو دا دی، چې د يو نفل ثواب په کې د فرض هومره ثواب او د يو فرض ثواب په کې د(۷۰) فرضو له ثواب سره برابر دی، [۲] نو ځکه به اولياء کرامو د دغې مياشتې هره لحظه غنيمت ګڼله او يوه شېبه يې هم نه ضا يع کوله، په دې فکر چې بيا به دا زمونږ نصیب شي که نه. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به په دې مياشت کې ډېرزیات عبادت کاوه. حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي: «کان رسول الله صلی الله عليه وسلم إذا دخل شهر رمضان، شد مئزره، ثم لم يأت فراشه حتى ينسلخ». ژباړه: (کله به چې د روژې مياشت داخله شوه، پېغمبر صلی الله علیه وسلم به خپله مبارکه ملا تړله اوخپل بسترته به نه راته، تر دې پورې چې مبارکه مياشت به ختمه شوه).[۳] د روژې اخرو لس ورځو کې به حضور صلی الله عليه وسلم د عبادت ډېرکوشش کاوه، د دې په اړه حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي: «کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يجتهد في العشر الأواخر، ما لا يجتهد في غيره». ژباړه: (رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به په اخري لس ورځو کې د عبادت ډېرزيات کوشش کاوه، چې په نورو ورځو کې به يې هومره کوښښ نه کاوه).[۴] دغه مبارکه مياشت کې به حضور صلی الله عليه وسلم خپل امت عبادت ته ډېر هڅاوه، لکه چې حضرت ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: «عن ابي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلی الله عليه وسلم قال: من قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه». ژباړه: (پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: هر څوک چې د ايمان په حالت او د ثواب په نيت د تراويح لمونځ اداکړي، الله جل جلاله يې تېرګناهونه ورته بښي).[۵]

دغه حديث شريف نه معلومه شوه، چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپله په روژه مبارکه کې ډېر عبادت کاوه، او امت به يې هم په دغه مبارکه مياشت کې ډېر عبادت ته هڅاوه، هر سړی بايد کوښښ وکړي چې په دغه مبارکه مياشت کې ډېر عبادت وکړي.

تراويح

پېغمبر صلی الله عليه وسلم ۲۰ رکعته دتراويح لمونځ کړی دی، له حضور پاک وروسته عمر رضي الله عنه، عثمان رضي الله عنه، علي رضي الله عنه، ټولو صحابه کرامو، تابعينو، مجتهدینو امامانو، مشايخو، اوليا‌ء کرامو رحمهم الله اونورو۰۰۰ پردغه عمل کړی دی، ټولو اسلامي ملکونو له ۱۴مې پېړۍ نه تر اوسه پر دې عمل کړی دی او ټول اسلامي امت په دغه اجماع او اتفاق لري، تفصيلات به يې وروسته راشي.

“تراويح” کلمه

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکي: «والتراویح جمع ترويحة، وهي المرة الواحدة من الراحة کتسلمية من السلام». ژباړه: (تراويح د ترويحة کلمې جمع ده، ترويحة يو ځل استراحت ته وايي، لکه تسليمة چې يو ځل سلام کولو ته وايي[۶].

د تراويح د نومونې لامل

ترويحة هغې ناستې ته وايي چې په هغې کې لږ ه دمه وي، له څلور رکعت تراویح نه وروسته لږه دمه وي، نوځکه څلور رکعته تراويح ته ترويحه وايي، دتراويح په لمانځه کې پينځه ترويحې دې، نو همدا لامل شو چې پنځه واړو ترويحو ته تراويح وايي.

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکي: «سميت الصلاة في الجماعة في ليالي رمضان التراويح لأنهم أول ما اجتمعوا عليها کانوا يستر يحون بين کل تسليمتين. ژباړه: (هغه لمونځونه چې د روژې مبارکې په شپوکې په جماعت سره کېږي، هغه ته تراو يح وايي، ځکه صحابه کرامو رضي الله عنهم په دې اتفاق کړی و، چې څلور رکعت تراويح نه وروسته به يې دمه کوله) [۷].

تراويح سنت مؤکد دي

پېغمبر صلی الله عليه وسلم تراويح لمونځ سنت ګڼلی، لکه چې د دې بحث په اول کې تېرشو، دپېغمبر صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته، خلفا‌ء راشدينو اوټول صحابه کرامو په تراويحو همېشه والی کړی دی، چې دا د تراويحو د لمانځه د سنت مؤکديت ښکارندویي کوي. حضرت عرباض بن سارية رضي الله عنه روايت کوي، چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته په خطاب کې ويل: «فعليکم بسنتي وسنة الخلفا‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ء المهديين الراشدين، تمسکوا بها، وعضوا عليها بالنواجذ». ژباړه: (تاسو زما او زماد راشده خليفه ګانو سنت پر ځان لازم کړئ او منګولې پرې ولګوئ).[۸]

په دې حديث شريف کې پېغمبر صلی الله عليه وسلم د «عليکم» او د «عضوا عليها بالنواجذ»، په ذکرکولو سره لکه څنګه چې يې په خپلو سنتو د عمل کولو تاکيد کړی دی، همدا راز يې د راشده خليفه ګانو پر سنتو د تاکيد حکم کړی دی، چې دا په خپله د تراويحو د سنت مؤکد والي دليل دی.

د تراويح لمونځ حضور صلی الله عليه وسلم درې شپې په جماعت سره ادا کړی دی

په جماعت سره د تراويح لمونځ يواځې درې شپې له پېغمبرصلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دی. په احاديثو مبارکو کې دا خبره په ډاګه شوې، چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته د روژې مبارکې مياشتې له سر نه تر پايه د تراويح لمونځ نه دی ورکړی. حضرت ابوذر رضي الله عنه روايت کړی، عن ابي ذر قال: صمنا مع رسول الله صلی الله عليه وسلم رمضان، فلم يقم بنا شيئا من الشهر حتی بقي سبع، فقام بنا حتی ذهب ثلث اليل، فلما کانت السادسة لم يقم بنا، فلما کانت الخامسة قام بنا حتی ذهب شطراليل، فقلت: يارسول الله لو نفلتنا قيام هذه الليلة، قال: فقال «إن الرجل إذا صلی مع الإمام حتی ینصرف حسب له قيام ليلة»، قال: فلما کانت الرابعة لم يقم، فلما کانت الثالثة، جمع أهله ونساء ه والناس، فقام بنا حتی خشينا أن يفوتنا الفلاح، قال: قلت: وما الفلاح؛ قال السحور ثم لم يقم بقية الشهر.

ژباړه: (له حضرت ابوذر رضی الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي؛ چې موږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره روژه ونيوله، خو موږ ته يې د تراويح لمونځ را نه کړ، تر دې پورې چې د روژې مبارکې اوه ورځې پاتې شوې، بيا پېغمبر صلی الله عليه وسلم په درويشتمه شپه، د شپې له دريمې برخې وروسته موږ ته لمونځ راکړ ، په څلورويشتمه شپه يې لمونځ را نه کړ، خو په پينځه ويشتمه شپه حضور صلی الله عليه وسلم د شپې له نيمايي برخې وروسته موږ ته لمونځ راکړ، ما حضور صلی الله عليه وسلم ته وويل: ای د الله رسوله! ښه خبره ده که دا پاتې شپه موږ ته لمونځ راکړې، حضور صلی الله عليه وسلم ورته په ځواب کې وويل، هر څوک چې امام سره د ماخوستن لمونځ وکړي، او بيا کور ته لاړ شي، د ټولې شپې د لمانځه ثواب د هغه په برخه شو، حضرت ابو ذر رضي الله عنه وايي: بله شپه (شپږويشتمه) پېغمبر صلی الله عليه وسلم موږ ته لمونځ را نه کړ، کله چې د روژې درې ورځې پاتې شوې حضور صلی الله عليه وسلم خپله کورنۍ او صحابه کرام رضي الله عنهم را ټول کړل، او اوه ويشتمه شپه يې موږ ته دومره ډېر لمونځ راکړ، چې موږ سره د پېشلمي د قضاء کېدو وېره پيدا شوه، بيا حضور صلی الله عليه وسلم موږ ته د روژې مبارکې په پاتې شپوکې لمونځ را نه کړ.[۹]

پېغمبر صلی الله عليه وسلم د روژ ې مبارکې په پاتې شپو کې د تراويح لمونځ ور نه کړ، د دې وېره ورسره وه، چې دا په مسلمانا نو فرض نه شي، چې بيا به يې مسلمانان له اداکولو څخه عاجز وي، خو ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د وينا (چې ما تاسو ته د روژې مبارکې په شپو کې قيام سنت ګرځولی) مطابق د روژې په پا تې شپو کې تراويح په وړو جمعو او تنهايۍ سره کړی. حضور صلی الله عليه وسلم به د دوی لمونځونه ليدل او پرې خوشحالېده.

حضرت ابوهريرة رضی الله عنه روايت کوي: «خرج رسول الله صلی الله عليه وسلم فإذا أناس في رمضان يصلون في ناحية المسجد، فقال: ما هولاء؟ فقيل هولاء ناس ليس معهم قران، وابي بن کعب يصلي، وهم يصلون بصلاته فقال النبي صلی الله عليه وسلم: اصابوا ونعم ما صنعوا.

ژباړه: (حضور صلی الله عليه وسلم يوه شپه راغی، ګوري چې خلک په مسجد کې لمونځونه کوي، پېغمبر صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه، دوی څه کوي؟ په ځواب کې ورته وويل شو، چې دوی حافظان نه دي، ځکه ابی بن کعب پسې تراويحو کې اقتداء کوي، پېغمبر صلی الله عليه وسلم خوشحاله شو او ويې ويل: دا ښه کار دی چې دوی يې کوي).[۱۰]

د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د تراويح د رکعتونو شمېر

پېغمبر صلی الله عليه وسلم به د تراويح لمونځ شل رکعته کاوه.

لومړی دليل: د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما حديث:

ابراهيم ابن عثمان عن الحکم عن مقسم عن ابن عباس أن رسول الله صلی الله عليه وسلم کان يصلي في رمضان عشرين رکعة والوتر.

ژباړه: (پېغمبر صلی الله عليه وسلم به په روژه مبارکه کې شل رکعته تراويح او وتر کول).[۱۱]

د حديث شريف په اړه لومړۍ خبره: دغه حديث سندا حسن دی،[۱۲] خو د علم اصول الحديث مطابق د حسن په درجه کې قرار لري،[۱۳] بلکې دغه حديث د احنافو (کثر الله سوادهم) د اصولو مطابق د متواتر په درجه کې قرار لري. مختصرا به د دې حديث په راويانو کې څه خبرې وکړو:

۱ ـ د دې حديث راويان ټول ثقات دي، مګر ابراهيم بن عثمان ابو شيبة عبسي (رحمه الله) کې د محدثينو څه اختلاف شته، ډېری محدثين ورته ضعيف وايي، خو ځينو يې توثيق او مدح کړې ده، لکه امام شعبه (رحمه الله) له ده روايت کوي او امام شعبه (رحمه الله) د محدثينو په نزد له ثقه راويانو روايت کوي او بس. قد رواه شعبة وهو لا يحمل عن مشايخه إلا صحيح حديثهم.[۱۴]

۲ـ استاذ الاساتذة امام بخاری (رحمه الله) به د ابراهيم بن عثمان د دار القضاء د کاتب چې حضرت يزيد بن هارون نومېده، ډېر صفت کاوه، «ما قضی علی الناس رجل يعني في زمانه أعدل منه».

ژباړه: (د ده په زمانه کې له ده نه عادل قاضي نه دی تېر شوی).[۱۵]

۳ـ امام ابن عدی جرجاني (رحمه الله) د ده په هکله وايي: “وله أحاديث صالحة[۱۶] ” (دی ډېر درست احاديث لري)، او بيا وايي: «وهو وإن نسبوه إلي الضعف خير من ابراهيم بن أبي حية».

ژباړه: (خلک اګر که دی ضعيف بولي، خو د ده روايات د ابراهيم بن ابي حيه له رواياتو ښه دي).

د ابراهيم بن ابی حية په هکله امام يحی بن معين وايي: “شيخ ثقة کبير”، ژباړه: (ابراهيم بن ابي حية د احاديثو په رواياتو کې لوی د اعتماد وړ شخص دی).[۱۷] ابراهيم بن ابی حية چې يو مختلف فيه راوي و او احاديث يې د حسن په درجه کې دي، نو د ابراهيم بن عثمان درجه خو په احاديثو کې له ده نه غوره ده، نو قاعدتا ويلی شو، چې د ده احاديث به په درجه کې له حسن نه ټيټ نه وي.[۱۸]

د حديث شريف په اړه دوهمه خبره:

دغه حديث شريف اګر که سندا حسن دی، خو د اصول الحديث مطابق د صحيح په درجه کې دی، لکه علامه سيوطي شافعي (رحمه الله) ليکي: «يحکم للحديث بالصحة إذا تلقاه الناس بالقبول وإن لم يکن له إسناد صحيح».

ژباړه: (کوم حديث شريف چې خلکو قبول کړی وي، هغه په درجه د صحيح کې وي، اګر که صحيح سند هم ونه لري.[۱۹]

د احنافو د اصولو مطابق په درجه کې د حديث متواتر غوندې حيثيت لري، د علم الحديث اصول د احنافو علماوو په نزد دا دي: «الحديث إذا تلقته الأمة بالقبول فهو عندنا في معنی المتواتر ومن شأنه أن لا يشترط عدالة رجاله».

ژباړه: (کله چې حديث د امت مسلمه يوه ډله قبول کړي، هغه د متواتر حديث غوندې دی، د راويانو عدالت ته ضرورت نه لري).[۲۰]

د بحث خلاصه دا شوه، چې دغه حديث شريف د حديثو د اصولو مطابق او د امت د قبولتيا په وجه صحيح او حجت دی.

دويم دليل: دحضرت جابر (رضي الله عنه) حديث

«عن جابر بن عبد الله قال خرج النبي صلی الله عليه وسلم ذات ليلة في رمضان فصلی الناس أربعة وعشرين رکعة و أوتر بثلاثة».

ژباړه: (حضرت جابر بن عبد الله وايي: پېغمبر صلی الله عليه وسلم د روژې مبارکې يو شپه کې تشريف راووړ، خلکو ته يې څلورويشت رکعته (څلور رکعت فرض اوشل رکعت تراويح) لمونځ او درې رکعته وتر په جماعت سره ورکړل.)[۲۱]

د حديث شريف په اړه لومړ‌ۍ خبره: دغه حديث شريف اګر که د متن په اعتبار سره د حسن په مرتبه کې دی، خو د حديثو د اصولو مطابق او د امت د قبولتيا په سبب صحيح او حجت دی، دا حديث شريف ځکه سندا حسن دی، چې د دې دوه راويانو (محمد بن حميد رازي ۲۴۸ ه ق مړ او عمر بن هارون بلخي ۱۹۴ ه ق مړ) کې د محدثينو کرامو اختلاف دی، او د مختلف فيه راوي روايت د علم الحديث د اصولو برابر د حسن په مرتبه کې وي،[۲۲] نو د دې دواړو حديث به هم د حسن په مرتبه کې وي او د قبول وړ او حجت به وي.

ددې دواړو راويانو په هکله څه تفصيل: محمد بن حميد رازي، مړ ۲۴۸ه ق: د ده احاديث په ترمذي شريف، ابوداود او سنن ابن ماجه کې موجود دی، ځنو محدثينو پر هغه نيوکې کړې دي، خو ډېرو محدثينو يې بيا مدح او کره والی بيان کړی دی.

امام أحمد بن حنبل (رحمه الله) به د ده کره والي بياناوه.[۲۳] او کله به يې ويل: «لايزال بالري علم ما دام محمد بن حميد حيا».

ژباړه: (تر څو چې د حميد زوی (محمد) په ری ښار کې ژوندی وي، د حديثو علم به هلته همېشه وي).[۲۴] يحي بن معين د ده باره کې وايي: “ثقة ليس به بأس، رازي کيس”.

ژباړه: (هغه ثقة دی، احاديثو کې يې هيڅ مشکل نه شته، رازي ځيرک دی).[۲۵]

امام جعفر طيالسي (رحمه الله) د ده باره کې وايي: «ثقة»، (هغه ثقه دی).[۲۶]

علامه ابن حجر (رحمه الله) ليکي: الحافظ. هغه د حديثو حافظ دی.[۲۷]

علامه ابن الهيثمي (رحمه الله) ليکي: «وفي إسناد البزار محمد بن حميد الرازي وهو ثقة».

ژباړه: (د دې حديث په سند کې په مسند البزار کې محمد بن حميد رازې واقع دی او هغه ثقة دی).[۲۸]

عمر بن هارون بلخي، مړ ۱۹۴ هق: دی د جامع ترمذي، سنن ابي داود او سنن ابن ماجه شريف له راويانو څخه دی، ځنو محدثينو پر هغه نيوکې کړې دي، نورو يې بيا مدح، تعديل او جرح په مختلفو الفاظو سره کړې ده. د ده باره کې علماء ليکي: «الحافظ الامام المکثر، عالم خراسان المحدث من أوعية العلم أحسن أخذا للحديث من ابن المبارک، کثير السماع، کان قتيبة يطريه و يوثقه، مقارب الحديث، قال ورأيته (ای الامام البخاري) حسن الرأي فيه».

ژباړه: (د حديثو حافظ دی، په حديثو کې امام دی، ډېر حديث يې روايت کړي دي، د خراسان عالم دی، د علم خزانه ده، د حديثو په اخذ کې له ابن المبارک نه غوره دی، ډېر حديث يې اورېدلي، ثقه دی، مقارب الحديث دی، امام بخارې د ده په هکله ښه نظر لري.[۲۹]

د حديث شريف په اړه دويمه خبره: دغه حديث شريف سندا حسن دی، خو د حديثو د اصولو مطابق صحيح او حجت دی، ځکه چې د امت تلقي بالقبول نه برخمن دی. راشدينو خلفاوو، خاصکر حضرت عمر (رضي الله عنه)، حضرت عثمان (رضي الله عنه)، حضرت علي (رضي الله عنه)، ټولو صحابه کرامو، تابعينو، مجتهدو امامانو، مشايخو حضراتو، اولياء کرامو او۰۰۰ په ټول تاريخ د اسلام کې پرې عمل کړی دی، ټول اسلامي ملکونه يې له ۱۴ پېړيو پخوا راهيسې تر ننه پورې مطابق عمل کوي، د پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) ټول امت پر هغه اتفاق او اجماع لري، له دې کبله صحيح او حجت دی، بلکې دغه حديث د احنافو د اصولو مطابق (کثر الله سوادهم) د متواتر حديث په درجه کې دی، نور يې نو په اسنادو کې خبرو ته ضرورت نه شته.

هيچ کس برهان نجويد بر وجود أفتاب

بر وجود اوظهور او دليل روشن است

أفتاب امد دليل أفتاب

ګر دليل خواهي روي از وي متاب

راشدين خلفاء او تراويح! ټول صحابه کرام (رضي الله عنهم) د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د وينا (چې ما د روژې مبارکې په شپوکې د تراويح لمونځ ستاسو لپاره سنت ګرځولی دی) مطابق د حضور صلی الله عليه وسلم په ژوند کې په دغه مبارک سنت عمل کونکي وو، د وړو وړو جمعو په شکل به درې يا څلورو تنو د تراويح لمونځ کاوه، کله کله به يې يوازې تراويح کولې او پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) به د دوی لمونځونه ليدل او د خوښې لامل يې ګرځېده. حضرت ابو هريرة (رضي الله عنه) وايي: «خرج رسول الله صلی الله عليه وسلم فإذا أناس في رمضان يصلون في ناحية المسجد، فقال: ما هولاء ؟فقيل: هولاء ناس ليس معهم قرأن وأبي بن کعب يصلي وهم يصلون بصلاته فقال النبي (صلی الله عليه وسلم) أصابوا و نعم ما صنعوا».

ژباړه: (يو شپه حضور صلی الله عليه وسلم راغی، ګوري چې خلک په مسجد کې لمونځونه کوي، پېغمبر صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا خلک څه کوي؟ په ځواب کې ورته وويل شو، چې دوی د قران کريم حافظان نه دي، له دې کبله دوی په أبی بن کعب پسې د تراويح لمانځه کې اقتداء کوي، پېغمبر صلی الله عليه وسلم وويل: ډېر ښه کار يې وکړ).[۳۰] همد غه مضمون حضرت ثعلبه بن ابي مالک قرظي په نورو الفاظو سره روايت کړی، «قد احسنو، او قد أصابو، ولم يکره ذلک لهم».

ژباړه: (پېغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ښه کار يې وکړ، يا يې وويل: حق ته ورسېدل او پېغمبر صلی الله عليه وسلم دا کار بد ونه ګاڼه).[۳۱]

د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته مهاجرينو او انصارو حضرت ابوبکر صديق (رضي الله عنه) د خليفه په توګه وټاکه، د ده د خلافت په ټوله زمانه کې تراويح د نبو ي دورې په شان کېدې. حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه) روايت کړی دی: «ثم کان الأمر علي ذلک في خلافة ابي بکر وصدرا من خلافة عمر رضي الله عنهما».

ژباړه: (دغه شانته لمونځ د حضرت ابوبکر په زمانه کې او همدارنګه د حضرت عمر (رضي الله عنه) د خلافت په اولو مرحلو کې کېده).[۳۲] يعنې د ابو بکر صديق (رضي الله عنه) په زمانه کې د تراويح لمونځ د جماعت په شکل نه کېده، ځکه ابوبکر (رضي الله عنه) د خلافت په زمانه کې د هغه فتنو چې نوې پيدا شوې وې، لکه ارتداد، د نبوت مدعيان، د زکات منکرين، په له منځه وړولو کې مصروف و، دومره فرصت يې پيدا نه کړ چې دې مسئلې ته پوره توجه وکړي.

حضرت ابوبکر (رضي الله عنه) په کال ۱۳ه د جمادي الثاني په۲۲مه نېټه له دې دنيا سترګې پټې کړې. د خلافت چارې حضرت عمر رضي الله عنه ته وسپارل شوې، د ده د خلافت په لومړي کال هم د تراويح لمونځ د حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خلافت د زمانې په شان وشو، حضرت عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په دويم کال رسمي فرمان صادر کړ، چې د تراويح لمونځ دې نور په جماعت سره وشې.[۳۳] امام بخاري رحمه الله دا واقعه داسې نقل کړې ده. عن عبد الرحمن بن عبد القاري أنه قال خرجت مع عمر بن الخطاب رضي الله عنه ليلة في رمضان الي المسجد فإذ الناس أو زاع متفر قون يصلي الرجل لنفسه، ويصلي الرجل فيصلي بصلاته الرهط، فقال عمر: إني أری لو جمعت هولاء علي قارئ واحد لکان أمثل ثم عزم فجمعهم علي أبي بن کعب، ثم خرجت معه ليلة أخری والناس يصلون بصلاة قارئهم، قال عمر: نعم البدعة هذه.

ژباړه: (حضرت عبد الرحمن (رضي الله عنه) وايي، د روژې مبارکې يوه شپه کې زه او حضرت عمر رضي الله عنه مسجد ته لاړو، هلته مو خلک وليدل، چې تنها تنها، يا وړوکو جماعتونو سره يې لمونځونه کول، حضرت عمر (رضي الله عنه) چې کله دا حال وليد، ويې ويل: که چېرې دا ټول خلک راجمع کړو او يو امام پسې د تراويح لمانځه اقتداء وکړي، نو دا به ښه خبره وي، وروسته بيا عمر رضي الله عنه کلک هوډ وکړ، چې دا کار به وکړي، څو ورځې وروسته بيا عمر رضي الله عنه خلک د ابي بن کعب په امامت راجمع کړل، او تراويح لمونځ يې په جمع سره کاوه، د څو ورځو په تېرېدو يو ځل بيا زه او عمر (رضي الله عنه) يوه شپه مسجد ته لاړو، ګورو چې خلک دا ځل د يو امام په اقتداء کې د تراويح لمونځ ادا کوي، عمر (رضي الله عنه) د دې حال په ليدو سره وويل، دا ډېر ښه کار دی).[۳۴] له پورتنې مضمون څخه معلومه شوه، چې پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) د تراويح لمونځ درې شپې ادا کړی دی، وروسته د فرضيت د وېرې له امله پرېښودل شوی. خو صحابه کرام رضوان الله عنهم د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د وينا (چې ما د روژې د شپې تراويح لمونځ تاسو لپاره سنت ګرځولی دی)، (دا حديث د دې کتاب په سر کې ذکر شوی) مطابق يوازې يوازې، يا دوه، درې، څلور کسانو په جماعت سره ادا کاوه. لکه تراويح لمونځ چې د ابي بن کعب په امامت ادا شوی، پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) د صحابه کرامو په دغه کار خوشحاله شو او ويې ويل، چې دوی ډېر ښه کار وکړ. او همدارنګه پوی شوئ، چې امير المومنين حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) اولنی کس دی، چې تراويح لمونځ يې په جماعت سره رسما پيل کړ، له دې کبله دې ته سنت عمري وايي.

د راشده خلفاء تراويح. د حضرت عمر (رضي الله عنه)، حضرت عثمان (رضي الله عنه)او حضرت علي (رضي الله عنه) د خلافت په زمانو کې تراويح شل رکعته کېدې، تفصيلات به يې لاندې را شي.

د حضرت عمر (رضي الله عنه) د تراويح لمانځه د رکعتونو شمېر. د حضرت عمر (رضي الله عنه) د تراويح د رکعتونو شمېر اوه کسانو روايت کړی دی، او ټولو شل رکعته روايت کړي دي، روايتونه يې په لاندې ډول دي.

لومړی: حضرت ابي بن کعب (رضي الله عنه): عن ابي بن کعب ان عمر بن الخطاب أمر أبي بن کعب ان يصلي باليل في رمضان فقال: ان الناس يصومون النهار ولايحسنو ن ان يقرءوا، فلو قرأت القران عليهم باليل فصلی بهم عشرين رکعة.

ژباړه: (له ابي بن کعب نه روايت دی چې امير المومنين عمر رضي الله عنه هغه ته امر وکړ، چې خلکو ته د روژ ې په شپو کې لمونځ ورکړه، او ويې ويل چې خلک ټوله ورځ روژه نيسي، خو ښه قراءت نه شي کولای، که د شپې هغوی ته لمونځ ورکړې او قرأت ورته واوروې، دا به غوره وي، حضرت ابي بن کعب (رضي الله عنه) به له دې وروسته خلکو ته شل رکعته د تراويح لمونځ ورکاوه.[۳۵] دا حديث صحيح دی او راويان يې ټول ثقه دي.[۳۶]

دوهم حضرت سائب:

حدثنا علي أنا ابن أبي ذئب، عن يزيد بن خصيفة، عن السائب بن يزيد، قال: کانوا يقومون علي عهد عمر في رمضان بعشرين رکعة وإن کانوا ليقرءون بالمئين من القرآن.

ژباړه: (حضرت سائب رضي الله عنه وايي: د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې به صحابه کرامو شل رکعته تراويح کولې، او په هغې کې به يې سل سل ايت لرونکي سورتونه قرأت کول.[۳۷] د دې حديث شر يف راويان ټول د بخاري شريف او مسلم شريف راويان دي، دغه حديث شريف د امام بخاري او امام مسلم د شروطو مطابق صحيح ده.[۳۸]

عن السائب بن يزيد قال: کانوا يقومون علي عهد عمر بن الخطاب رضي الله عنه في شهر رمضان بعشرين رکعة، قال: وکانوا يقرءون بالمئين وکانوا يتوکئون عصيهم في عهد عثمان بن عفان رضي الله عنه من شدة القيام.

ژباړه: (حضرت سائب رضي الله عنه وايي: د حضرت عمر رضي الله عنه د خلا فت په زمانه کې به صحابه کراموشل رکعته تراويح کولې، اوقاريانو به سل سل ايت لرونکې سورتونه په کې تلاوت کول، ، د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې به خلکو د اوږد قيام له امله په امساګانو تکيه کوله)[۳۹]. د دې حديث راويان ټول ثقه او عادل دي، دا حديث صحيح دی، د حديثو د فن امامانو او حفاظو، لکه امام نووي، امام ابن العراقي، امام سيوطي، علامه نيموي، علامه تهانوي، علامه بهلوي او علامه اعظمي (رحمهم الله) د احديث شريف صحيح ګرځولی دی.[۴۰]

حدثني يزيد بن خصيفة عن السائب بن يزيد قال: کنا نقوم في زمان عمر الخطاب بعشرين رکعة و الوتر. ژباړه: حضرت سائب (رضي الله عنه) وايي موږ (صحابه کرامو) به د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې شل رکعته تراويح او وتر کول [۴۱]. دا حد يث صحيح دی، امام سبکي، امام علي قاري هروي، علامه بهلوي، علامه تهانوي او علامه اعظمي دغه حديث شريف صحيح ګرځولی دی.[۴۲]

وروی مالک من طريق يزيد بن خصيفة عن السائب بن يزيد عشرين رکعة. ژباړه: حضرت سائب رضي الله عنه وايي، چې د حضرت عمر د خلافت په زمانه کې شل رکعته تراويح کېدې[۴۳]. د دې حديث راويان ټول د بخارې او مسلم راويان دي، دغه حديث د امام بخاري او امام مسلم د شروطو مطابق صحيح دی، هو به هو همدغه سند په بخارې شريف او مسلم شريف کې شته[۴۴].

عن السائب بن يزيد قال: وکان القيام علي عهد عمر ثلاثة وعشرين رکعة. حضرت سائب رضي الله عنه وايي: د حضرت عمر د خلافت په زمانه کې درې رکعته وتر او شل رکعته تراويح کېدلې.[۴۵]

دريم حضرت محمد بن کعب قرظي رحمه الله:

و قال محمد بن کعب القرظي، کان الناس يصلون في زمان عمر بن الخطاب رضي الله عنه في رمضان عشرين رکعة يطيلون فيها القراء ة و يوتر ون بثلاث.

ژباړه: جليل القدر تابعي حضرت محمد بن کعب قرظي (رحمه الله) وايي خلکو به د حضرت عمر د خلافت په زمانه کې شل رکعته تراويح او درې رکعته وتر کول.[۴۶] دغه حديث شر يف هم صحيح دی.[۴۷]

څلورم حضرت ابن رومان (رحمه الله)

عن يزيد بن رومان انه قال: کان الناس يقومون في زمان عمر بن الخطاب بثلاثة وعشرين رکعة في رمضان.

ژباړه: (حضرت ابن رومان رحمه الله روايت کوي، چې خلکو به د عمر رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې درويشت رکعته لمونځ کاوه).[۴۸] (شل رکعته تراويح او درې رکعته وتر). دغه حديث شريف قوي مرسل دی، دغه حديث شريف صحيح ده، د دې حديث شريف د سند تفصيل به ان شاء الله باب في التراويح بعشرين رکعات کې وکتل شي[۴۹].

پنځم حضرت يحي بن سعيد رحمه الله

عن يحي بن سعيد أن عمر بن الخطاب أمر رجلا يصلي بهم عشرين رکعة.

ژباړه: (حضرت يحي بن سعيد رحمه الله وايي، چې امير المومنين حضرت عمر رضي الله عنه يو سړي ته امر وکړ، چې خلکو ته شل رکعته تراويح لمونځ ورکړي).[۵۰] دغه حديث قوي مرسل دی.[۵۱] او راويان يې ټول ثقه دي.[۵۲]

شپږم حضرت عبد العزيز بن رفيع رحمه الله:

عن عبد العزيز بن رفيع قال: کان أبي بن کعب يصلي بالناس في رمضان بالمد ينة عشرين رکعة ويوتر بثلاث.

ژباړه: (عبد العزيز بن رفيع رحمه الله وايي، حضرت ابي بن کعب به د روژې په مياشت کې خلکو ته مدينه منوره کې شل رکعته تراو يح او درې رکعته وتر لمونځ ورکاوه.[۵۳] دغه حديث شريف قوي مرسل دی او صحيح دی.[۵۴] مشهور قول دی چې أبي بن کعب د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې وفات شوی دی.[۵۵] نو ويلی شو چې حضرت عبد العزيز رحمه الله به د عمر رضي الله عنه د زمانې تراويح بيان کړې وي، ځکه مو د هغه حديث دلته ذکر کړ.

اووم حضرت حسن بصري (رحمه الله)

عن الحسن أن عمر بن الخطاب جمع الناس علي أ بي بن کعب فکان يصلي لهم عشر ين رکعة.

ژباړه: (حسن بصري (رحمه الله) وايي، حضرت عمر (رضي الله عنه) خلک أبي بن کعب ته راټول کړل (ترڅو خلکو ته د روژې په شپو کې تراويح ورکړي). حضرت أبي بن کعب (رضي الله عنه) به له دې وروسته خلکو ته شل رکعته د تراويح لمونځ ورکاوه).[۵۶] د دغه حديث راويا ن ټول ثقه دي، تفصيلات به وروسته راشي.[۵۷]

د تېرو رواياتوخلاصه: د تېرو احاديثو خلاصه داده چې د حضرت عمر رضي الله د خلافت په زمانه کې په شل رکعته تراويحو باندې مواظبت قولا، فعلا او تقريرا ثابت دی، او حضرت عمر (رضي الله عنه) د ټولو مهاجرو او انصارو صحابه کرامو په موجوديت کې دا کار جاری کړ او هيچا په هغه اعتراض ونه کړ، نو دا په شل رکعته تراويحو د صحابه کرامو اجماع شوه.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د تراويحو بيان د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې هم لکه د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت د زماني په شان شل رکعته تراويح کېدې، او د قرأن کريم حافظانو به سل سل ا يت لرونکي سورتونه تلاوت کول، خلکو به د ستړيا له امله په امساګانو تکيې کولې، لکه چې حضرت سائب رضي الله عنه وايي. عن السائب بن يزيد قال: کانوا يقومون علي عهد عمربن الخطاب رضي الله عنه في شهر رمضان بعشرين رکعة قال: وکانوا يقرء ون بالمئين وکانوا يتوکئون علي عصيهم في عهد عثمان بن عفان رضي الله عنه من شدة القيام.

ژباړه: (حضرت سائب رضي الله عنه وايي، صحابه کرامو او تابعينو به د حضرت عمر رضي الله عنه او د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په زمانو کې تراويح شل رکعته کولې، د قران کريم حافظانو به سل سل ايت لرونکي سورتونه تلاوت کول، خلک به د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې د اوږدو ايتونو له امله ستړې کېدل، بيا به يې په خپلو امساګانو باندې تکيې کولې.[۵۸] د غه حديث شريف صحيح دی،[۵۹] امام بخاري او امام مسلم هم دې حديث ته صحيح ويلي.

د حضرت علي رضي الله عنه د تراويحو بيان:

د امير المومنين حضرت علي رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې هم تراويح شل رکعته کېدلې. دغه احاديث درې بزرګانو روايت کړي دي.

لومړی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم لمسی، حضرت حسين رضي الله عنه

حدثني زيد بن علي عن ابيه عن جده عن علي أنه امر الذي يصلي بالناس صلاة القيام في شهر رمضان ان يصلي لهم عشرين رکعة يسلم في کل رکعتين ويراوح ما بين کل اربع رکعات فيرجع ذو الحاجة و يتوضأ الرجل، وأن يوتر بهم من أخر اليل حين الانصراف.

ژباړه: (حضرت زيد(رحمه الله) له خپل پلار حضرت امام زين العابدين (رحمه الله) نه او هغه له خپل والد محترم حضرت امام حسين نه روايت کوي، چې امير المومنين علي رضي الله عنه هغه سړي ته چې د تراويحو د امامت دنده يې ورته سپارلې وه، امر وکړ چې خلکو ته دې شل رکعته تراويح لمونځ ورکړي، او له هر دوه رکعته وروسته دې سلام وګرځوي، او د هر څلور رکعته وروسته دې دومره دمه وکړي، چې خلک اودسونه تازه کړي، او دا يې هم ورته وويل چې وتر دې په أخر کې خلکو ته ورکړي.[۶۰]

د دې حديث شريف راويان ټول د رسول کريم صلی الله عليه وسلم اهل بيت دي او ټول ثقه دي.[۶۱]

دويم: حضرت عبد الرحمن سُلمِي (رحمه الله) عن أبي عبد الرحمن السلمي، عن علي رضي الله عنه قال: دعا القرأء في رمضان فأمر منهم رجلا يصلي بالناس عشرين رکعة، قال وکان علي رضي الله عنه يوتر بهم.

ژباړه: (حضرت ابو عبد الرحمن سلمي رحمه الله وايي، امير المومنين علي رضي الله عنه روژه مبارکه کې د قران کريم حافظان خپل خواته راوبلل او په هغوی کې يې يو کس ته امر وکړ، چې خلکو ته شل رکعته تراويح لمونځ ورکړي، حضرت علي رضي الله عنه به په وترو کې خپله امامت کاوه.[۶۲] دغه حديث شريف د استدلال او حجت وړدی.[۶۳]

دريم حضرت ابو الحسناء (رحمه الله): عن ابن أبي الحسناء أن عليا أمر رجلا يصلي بهم في رمضان عشرين رکعة.

ژباړه: (حضرت ابو الحسناء روايت کوي، چې امير المومنين حضرت علي رضي الله عنه يو سړي ته امر وکړ، چې خلکو ته روژه مبارکه کې شل رکعته تراويح ورکړي.[۶۴] دغه حديث شريف د حسن په درجه کې دی.[۶۵] دغه حديث شريف روښانه کوي، چې حضرت علي رضي الله عنه به خلکو ته د شل رکعته تراويحو په ادا کولو امر کاوه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه

[۱] سنن النسائي ۴/۱۵۸حديث ۲۲۱۰:سنن ابن ماجه ۱/۴۲۱حديث ۱۳۲۸:مصنف ابن ابی شيبة ۲/۱۶۵حدیث ۷۷۰۵

[۲] شعب الایمان للبيهقي: ۵/۲۳۳حدیث ۳۳۳۶: مشکوة المصابیح ۱/۶۱۲

[۳] شعب الايمان للبيهقي:۵/۲۳۴ حدیث ۳۳۵۲فضلئل شهررمضان

[۴] صحیح مسلم:۲/۸۳۲حديث ۱۱۷۵کتاب الاعتکاف

[۵] صحيح البخاري ۱/۱۶حديث ۳۷کتاب الایمان: صحيح مسلم ۱/۵۲۳حديث ۷۵۹کتاب صلاة المسافرين

[۶] – فتح الباري شرح صحيح البخاري:۴/۲۵۰:ړعمدة القاري للعيني: ۱۱/۱۲۴

[۷] – فتح الباري شرح صحيح البخاري:۴/۲۵۰

[۸] سنن ابی داود: ۴/ ۲۰۰حديث۴۶۰۷کتاب السنة باب في لزوم السنة: مسند احمد ۲۸/۳۷۵حديث ۱۷۱۴۵

[۹] سنن ابي داود:۲/۵۰: جامع الترمذي:۳/۱۰۶: سنن ابن ماجه:۱/۴۲۰:مسند احمد ۳۵/۳۳۱

[۱۰] سنن ابي داود ۲/۵۰ حديث۱۳۷۷. سنن الکبري للبيهقي ۲/۶۹۷حديث۴۲۸۲: اوجزالمسالک الي موطا مالک ۲/۵۱۱و۵۱۲

[۱۱] مصنف ابن ابي شيبة:۲/۱۶۴حديث۷۶۹۲:المعجم الاوسط للطبراني ۵/۳۲۴حديث ۵۴۴۰باب الميم من اسمه محمد: المعجم الکبيرللطبراني:۱۱/۳۹۳ حديث ۱۲۰۲السنن الکبري للبيهقي:۲/۶۹۸حديث ۴۲۸۶

[۱۲]اعلاء السنن للتهانوي:۷/۸۲:فتاوي دار العلوم ديوبند(عزيز الفتاوي):۱/۲۶۲چاپ دار اشاعت کراچي سال ۲۰۰۱ميلادي: تجليات صفدر ازمولانا محمدامين صفدراکاروي:۳/۱۶۹و۱۸۴و۱۸۶و۲۴۵و۳۰۶و۳۱۱مکتبه امداديه ملتان

[۱۳] د وهابيانو يومشرشيخ ناصرالبانی دغه حديث شريف په خپل کتاب صلاة التراويح ص ۲۲دابراهيم ابن عثمان عن الحکم عن مقسم عن ابن عباس د سند له امله ضعيف ګرځولی، خود ده داوينا ناسمه ده ځکه ده ډېرونوروځايونوکې، چې د دي حديث مفهوم د دوی د مذهب برابر وي حسن نه، بلکې صحيح بولې. دمثال په ډول: جامع الترمذي حديث ۱۰۲۶ابواب الجنائز، باب ماجاء في القراة علي الجنازة بفاتحة الکتاب: سنن ابن ماجه حديث ۱۴۹۵ کتاب الجناءز، باب ماجاء في القراءة علي الجنازة: صحيیح المشکاة للالباني: حديث ۱۷۷۳. نو دوهابيانو دمشرد قاعدې برابرهم دا حديث صحيح ده.الله پاک د ي مونږ ټول د دين سوزونکې تعصب نه وساتې. امين.

[۱۴] فتح الباري في شرح صحيح البخاري:۱۳۰۰قوله باب وضوء الرجل. مخکې شعبه (رحمه الله) چې د امام ابراهيم بن عثمان ابوشيبه (رحمه الله) په باره کې سه ويلې وو، علامه ذهبي (رحمه الله) په سیر اعلام النبلاء کې د هغه ښکاره اود قناعت وړځوابونه کړي دي. سير اعلام النبلاء للذهبي ۷/۲۲۱-

[۱۵] تهذيب الکمال في أسماء الرجال:۲/۱۵۱ابراهيم بن عثمان بن خواستي

[۱۶] تهذيب الکمال في أسمال الرجال:۲/۱۵۱

[۱۷] لسان الميزان لابن حجرالعسقلاني:۱/۲۷۱

[۱۸] اعلاء السنن للتهانوي العثمانۍ:۷/۸۲باب التراويح

[۱۹] تدريب الراوي للسيوطي:۱/۶۶

[۲۰] قواعد في علوم الحديث للتهانوي العثماني: ص ۶۲و۳۲

[۲۱] تاريخ جرجان للمحدث الامام في الجرح والتعديل ألسهمي: ص ۳۱۶و۳۱۷ باب حروف العین

[۲۲] قواعد في علوم الحديث للتهانوي العثماني: ص۷۲

[۲۳] طبقات الحفاظ للسيوطيٍ:۱/۲۱۶محمد بن حميد، شماره ۴۷۹

[۲۴] تذکرة الحفاظ للذهبي: ۲۵۸ محمد بن حميد حيان الرازی

[۲۵] تهذيب الکمال للمزي:۲۵/۱۰۰و۱۰۱محمد بن حميد بن حيان التميمي، شماره ۵۱۶۷

[۲۶] تهذيب الکمال للمزي:۲۵/۱۰۰و۱۰۱

[۲۷] تهذيب التهذيب.:۹/۱۲۷محمد بن حميد

[۲۸] مجمع الزوائد للهيثمي:۹/۲۹۰حديث ۱۵۵۶۸

[۲۹] تذکرة الحفاظ للذهبي ۱/۲۴۸و۲۴۹ عمربن هارون. سيراعلام النبلاء:۸/۴۱عمربن هارون

[۳۰] سنن ابي داود:۲/۵۰حديث ۱۳۷۷باب تفريع أبواب شهر رمضان، باب في قيام شهررمضان

[۳۱] السنن الکبري للبيهقي:۲/۶۹۷حديث۴۲۸۲ جماع أبواب صلاةالتطوع، وقيام شهررمضان

[۳۲] صحيح البخاري:۳/۴۴حديث ۲۰۰۹باب فضل من قام رمضان

[۳۳] الحاوي للفتاوي للسيوطي:۱/۴۱۶ المصابيح في صلاة التراويح

[۳۴] صحيح البخاري:۳/۴۵حديث۲۰۱۰باب فضل من قام رمضانس

[۳۵] مسنداحمدبن منيع:به حواله اتحاف الخيرةالمهرةبزوئدالمسانيد العشرةللبوصيريالکناتي الشافعي:۲/۳۸۴حديث۱۷۲۶کتاب النوافل \ الاحاديث المختارة:۳/۳۶۷حديث ۱۱۶۱\کنز العمال:۸/۴۰۹حديث ۲۳۴۷۱

[۳۶] تراويح بيست رکعت سنت مؤکده است، ازمولاناالياس ګمن: ص۲۵

[۳۷] مسند ابن الجعد:ص ۴۱۳حديث ۲۸۲۵ مخلدبن خفاف

[۳۸] تراويح بيست رکعت سنت مؤکده است، از الياس ګمن:ص۲۵

[۳۹] السنن الکبري للبيقي:۲/۶۹۸و۶۹۹حديث ۴۲۸۸\قيام الليل للمروزي:ص ۸۰:فضائل الاوقات للبيهقي:ص۲۷۶حديث۱۲۷\عمدة القاري للعيني:۱۱/۱۲۷:أدلة الحنفيةمن الاحاديث النبويةللبهلوي:ص۲۲۷حديث۶۱۳باب في التراويح بعشرين رکعات

[۴۰] اثارالسنن للنيموي:ص ۲۵۱حديث ۷۷۸:اعلاء السنن للتهانوي:۷/۶۹حديث ۱۸۲۱:أدلة الحنفيةمن الاحاديث النبوية للبهلوي:ص۲۲۷حديث۶۱۳/ سيراعلام النبلاء للذهبي:۱/۴۰۱:بذل المجهود في حل سنن أبي داود:۳/۱۹تحت حديث ۱۳۷۷

[۴۱] معرفة السنن والاثارللبيهقي:۴/۴۲حديث ۵۴۰۹کتاب الصلاة، قيام رمضان / اعلاء السنن للتهانوي:۷/۶۹حديث ۱۸۲۱باب التراويح /فتح باب العناية للقاري:۱/۳۴۲فصل في صلاة التراويح

[۴۲] اعلاء السنن للتهانوي:۷/۶۹حديث ۱۸۲۱باب التراويح / أدلة الحنفية من الاحاديث النبوية للبهلو:ص۲۲۷حديث۶۱۳باب في التراويح بعشرين رکعة / رکعات تراويح:ص۶۳بحواله درس ترمذي:۲/۶۵۷

[۴۳] فتح الباري لابن حجر:۴/۲۵۳: نيل الاوطار:۳/۶۵تحت حديث۹۴۶

[۴۴] صحيح البخاري: ۳/۱۰۳حديث ۲۳۲۳کتاب المزاعة، باب اقتناء الکلب للحرث /صحيح مسلم: ۳/۱۲۰۴حديث ۱۵۷۶کتاب المساقاة، باب الامربقتل الکلاب وبيان نسخه

[۴۵] مصنف عبد الرزاق:۴/۲۶۱حديث ۷۷۳۳کتاب الصوم، باب قيام رمضان

[۴۶] قيام اليل للمروزي:ص ۱۵۷ / قيام رمضان للمروزي: ص۲۲۰باب عدد الرکعات التي يقوم بها الامام للناس في رمضان

[۴۷] تراويح بيست رکعت سنت مؤکده است، ازمولاناالياس ګمن: ص ۲۹تا۳۱

[۴۸] مؤطا مالک:۱/۱۱۰حديث ۲۸۱باب وقوت الصلاة، باب ماجاء في قيام رمضان /اثارالسنن للنیموي:ص ۲۵۳حديث ۷۷۹ باب في التراويح بعشرين رکعات /ادلة الحنفية من الاحادیث النبوية للبهلوي:ص ۲۲۷حديث ۶۱۵باب في التراویح بعشرين رکعة / بذل المجهود في حل سنن أبي داود:۳/۲۰تحت حديث ۱۳۷۷

[۴۹] تراويح بيست رکعت سنت مؤکده است، ازمولانا الياس ګمن:ص۲۸

[۵۰] مصنف ابن ابي شيبة:۲/۱۶۳حديث ۷۸۲۲کتاب الصلاة التطوع والامامة وأبواب متفرقة، کم يصلي في رمضان من رکعة /أثار السنن للنيموي:ص ۲۵۳حديث ۷۸۰باب في التراويح بعشرين رکعات

[۵۱] اثارالسنن للنيموي:ص ۲۵۳حديث ۷۸۰\بذل المجهود في حل سنن أبي داود:۳/۲۰تحت حديث ۱۳۷۷

[۵۲] اعلاء السنن للتهانوي: ۷/۷۰حديث ۱۸۲۲باب التراويح

[۵۳] مصنف ابن ابي شيبة:۲/۱۶۳حديث ۷۶۸۴\ اقار السنن مع تعليق الحسن للنيموي:ص ۲۵۳حديث ۷۸۱\اعلاء السنن للتهانوي:۷/۷۰ حديث ۱۸۲۳

[۵۴] اثار السنن للنيموي:ص ۲۵۳حديث ۷۸۱ / اعلاء السنن للتهانوي: ۷/۷۰حديث ۱۸۲۳ / سيرأعلام النبلاء:۱/ ۴۰۱ / بذل المجهود في حل سنن أبي داود: ۳ /۲۰

[۵۵] تهذيب التهذيب لابن حجر: ۱/ ۱۸۸

[۵۶] جامع المسانيد والسنن لابن کثير ۱/ ۸۶حديث ۳۱ حرف الألف/ سير اعلام النبلاء للذهبي:۳/ ۲۴۲ / سنن ابي داؤد۲/ ۶۵ حديث ۱۴۲۹

[۵۷] تراويح بيست رکعت سنت مؤکده است، ازمولانا الياس ګ۲من: ص ۳۳و ۳۴

[۵۸] السنن الکبري للبيهقي: ۲/ ۶۹۸و۶۹۹حديث ۴۲۸۸کتاب الصلاة / معرفة الاثار والسنن للبيهقي:۴/ ۴۲حديث ۵۴۰۹ کتاب الصلاة قيام رمضان

[۵۹] اثار السنن للنيموي: ص ۲۵۱حديث ۷۷۸باب في التراويح بعشرين رکعة / اعلاء السنن للنتهانوي: ۷/ ۶۹ حديث ‍۱۸۲۱باب التراويح / ادلة الحنفية من الاحاديث النبوية للبهلوي:ص ۲۲۷حديث ۶۱۳باب في التراويح بعشرين رکعة / سير اعلام النبلاء للذهبي:۱ /۴۰۱

[۶۰] مسند الامام زيدبن علي:ص ۱۳۹جاپ بيروت وص ۱۳۳چاپ لاهورباب القيام في شهر رمضان

[۶۱] تراویح بيست رکعت سنت مؤکده است ازمولانا الیاس ګمن:ص ۳۸ تا۴۰

[۶۲] السنن الکبری للبيهقي:۲/۶۹۹حدیث ۴۲۹۱باب ماروي في عدد رکعات القيام في شهر رمضان / اثار السنن مع تعلیق الحسن للنیموی:ص۲۵۴باب فی التراويح بعشرين رکعات

[۶۳] تراویح بيست رکعت سنت مؤکده است ازمولانا الياس ګمن:ص ۳۸تا۴۰

[۶۴] مصنف ابن شیبة: ۲/۱۶۳حديث ۷۶۸۱ /اثارالسنن مع التعلیق الحسن:ص ۲۵۵ / اعلاء السنن للتهانوي:۷/ ۷۷

[۶۵] اعلاء السنن للتهانوي:۷/۸۸باب التراویح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب