د بلاګانو میاشت – طنزي کیسه
آیا پوهېدئ صفرې ته د بلاګانو میاشت ویل!؟
موږ چې واړه وو، دا به هم ویل کېدل د صفرې په میاشت کې باید خلک په احتیاط وګرځي او تل باید په زړو کې دا ویره او ډار ورسره وي چې په لږې بېغورۍ او بې پروايۍ هر وخت د یوې بلا په منګولو کې ګیریدای او ژوند يي له منځه تلای شي.
ملایانو به هم په جوماتونو کې د دې میاشتې په ښېګڼو او فضایلو اوږدې موعظې او غرغړې کولې او خلکو ته به يي ویل چې دې میاشت کې باید زړونو کې ډار او وېره ولري ترڅو د بلاګانو له ضرر څخه خوندي پاتې شي!
دا میاشت د وېرې او ډار میاشت ده!
خلک به دې میاشت کې د مازیګر په لږه خړه کې له کار و بار څخه کورونو ته په وخت ستنیدل او د شپې په تورتم کې به چا زړه نه ښه کاوه چې له کوره بیرون ووځي او یا ځانته وګرځي او د خلکو د ګڼې ګونې سیمې څخه لیری او ګوښې پاتې شي.
د شپې د خوب په وخت به هم زړو ښځو او بوډاګانو د وېرې او ډار قصې کولې او د بلاګانو د هیبت زور او پیاوړتیا په اړه به يي ډول ډول مثالونه وړاندې کول. کله کله به يي دا بلاوې دومره غټې او لويي انځورولې چې ګنې یوه بلا د پلنوالي او جیګوالي له کبله په ټول کلي او بانډه کې نه ځاییږي. د دې بلاګانو د قهر او غضب په اړه به يي هم ویل چې په یوه اسویلي سره ټول کلی او د هغې ولس تر خپل کومي تېرولای شي!
هغه مهال چې عصري وسایل نه وو، د شپې له خوب مخکې به د اودس ماتي لپاره خلک مجبور وو چې له کوره بهر ووځي، خو له ډاره به څوک یوازې نه شو وتلای او په ډله به د رفع حاجت لپاره له کور او کلا بیرون وتل. دا چې مخکې له مخکې به د سړي په زړه کې وېره ناسته وه، د شپې په تورتم کې به هرڅه ورته بلا ښکاریدل او د سپي، پيشو او یا کوم بل خوځنده جزيي حرکت به ورته د بلا حمله مالومیده.
د بلاګانومیاشتې ډار به لا د خلکو له زړونو پوره نه وو وتلی چې د بل کال د بلاګانو میاشت به د غره پر کنډو راښکاره وه.
په دې حساب د خلکو ټول ژوند د بلاګانو په سلطنت کې تېریده او د بلاګانو ډار د خلکو په ذهن کې د تلپاتې بدې خاطرې پتوګه ثبت دی!
اوس چې هرکال د سیپټمبر په میاشت کې یوه اونۍ یا څو ورځې د احمدشا مسعود او رباني په یاد نومول کیږي او د دوی پلویان د خپلو پکولونو، برګ دستمالونو او اوږدو ږیرو سره د کلیو او ښارونو د خلکو د مزاحمت لامل ګرځي، افغانانو ته د بلاګانو د میاشت تېر انځور په یاد راوړي.
سیپټمبر میاشت ته په دې وجه موږ د بلاګانو میاشت ویلای شو!
«د بلې سیارې خلک» له کتابه
سرلوڅ مرادزی