د بغلان سېلاب

“د سېلابونو پر مهال دوو پېښو کې مې پر خپل ځان او مسلک فخر کړی؛ یو هله چې یوې سېلاب‌ځپلې مور مې لاسونه ښکل کړل او بل هله چې په سېلاب کې د یوې شهیدې شوې مور تي‌خوري ماشوم ته مې شېدې ورکوونکې مور پیدا کړه”

دا د حدیثې حکیمي په نوم د یوې رضاکارې خبرې دي چې د بغلان په بورکه او څېرمه سیمو کې یې د سېلابونو پر مهال ښځينه‌و او ماشومانو ته مرستې رسولې. هلته پر ښځو څه تېر شوي او له څه ډول رواني او نورو کړاوونو سره مخ دي، په دغه رپوټ کې کتنه ورته شوې چې ښايي محتوا یې تاسې خپه کړي.

هغه سېلاب چې د چا د زاریو پروا یې ونه کړه

د بغلان په بورکه کې د سېلابونو له کبله د مړو د جسدونو شمېر روان و، ژوندیو ته د مرستو رسولو غوښتنې بدرګه کېدې او پر خواله رسنیو هغه ویډيو لاس په لاس کېده چې د سېلاب وحشي څپې پر یوه ودان کلي داسې ورپرېوتلې لکه غر چې د کورونو پر چتونو ور غورځي.

غونډیو ته ختلو ښځو له پاسه په چغو او فریادونو خدای ته سوالونه کول چې که د سېلاب مخه په بله خوا واړوي او د دوی کورونه او هستي نیستي ترې بچ شي.
خو د سېلاب وژونکو څپو د چا د زاریو پروا ونه کړه، تر درو سوو ډېر یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د چا یې کورونه ونړول او د چا د زړه ټوټو خولې، سترګې او ستوني یې له خټو ډک او په ژوندوني تر خاورو لاندې کړې، د چا چې لا غله دانه پر دنیا پاتې وه، هغوی د سېلاب تېرو څپو څنډې ته څپ وهل چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.

د ‘افغان سرې میاشتې’ رضاکاره حدیثه حکمي ‌هم د بغلان بورکې ته له خپلو همکارانو سره لاړه چې په ځانګړي ډول له ښځمنو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

دا هم قابله ده، هم روان درملګره او هم د تغذیې برخې متخصصه؛ داسې غموونکې صحنې یې کتلې دي چې هلته د ښځمنو ناوړه رواني حالت بیانوي.

ژور خپګان، د ګناه احساس او له درده “تېښته”

حدیثه حکیمي وايي چې د سېلاب په لومړیو ورځو کې یې په بورکه کلینیک کې د بورکې، فولول، شرشر درې او څېرمه سيمو ټپیانو درملنه وکړه او ښځې او ماشومان یې سمبال کړل. په وینا یې، هلته ښځې د جسمي ځور تر څنګ له رواني پلوه هم سېلاب سختې اغېزمنې کړې دي او اوس د ډېپرېشن یا ژور خپګان او وېرې تر څنګ بېلابېل رواني فشارونه تجربه کوي.

حدیثه زیاتوي، ځینو هغو میندو چې اولادونه یې سېلاب ور وژلي دي، شاک لیدلی او ځانونه د خپلو اولادونو د نه ژغورلو له کبله ملامت بولي.

دا وزیاتوي، “زه داسې ځای وم چې سېلاب د یوې مور پنځه او د بلې دوه اولادونه وژلي وو، په خپله هم سېلاب سختې ژوبلې کړې وې. داسې وهم وهلې او شاک یې لیدلی و چې نه پوهېدې شاوخوا یې څه روان دي.

په سای هزاره سیمه کې هم ګڼې ښځې سېلاب ځپلې وې. ځينو میندو ځانونه ملامتول او د ګناه احساس یې کاوه چې ګواکې ولې په خپله ژوندۍ پاتې دي خو خپل اولادونه یې له مرګه نه دي ژغورلي.”

دا رضاکاره همدا راز د داسې یوې بورې شوې مور کیسه کوي‌ چې د رواني فشار له کبله یې په پردیو ماشومانو د خپلو ګمان کاوه او زیاتوي، “یوې مور به له پردیو ماشومانو غېږ تاو کړه او د هغوی له میندو سره به یې شخړه پیل کړه چې دا خو زما اولادونه دي، تاسې ولې درسره اخیستی؟ یعني د خپلو او پردیو اولادونو تفکیک ورته سخت و.

نو فکر وکړئ چې له څه ډول رواني مشکل سره مخ شوې دي؟ د ځینو رواني حالات دومره خراب دی چې شامدام خپه وي او ژاړي. موږ ته زارۍ کوي چې داسې درمل راکړئ چې ۲۴ ساعته وېدې اوسو. غواړي له درد او غمه تېښته وکړي.”

اغلې حکیمي وايي چې د سېلاب‌ځپلو سیمو خلک په ځانګړي ډول ښځې د فزیکي روغتیا تر څنګ روحي مشاورې او درملنې ته سخته اړتیا لري.

د میندواره ښځو او د یوه تي‌خوري ماشوم کیسه

حدیثه حکیمي د هغه ماشوم تر څنګ ولاړه ده چې سېلاب راوړی او مور یې ور وژلې وه.
ارواپوهان په دې نظر دي چې کله په طبعي او یا کومه بله پېښه کې څوک د خپل وجود کومه برخه، یا د کورنۍ غړی او یا هم شتمني له لاسه ورکړي نو له هغې پېښې سره حساسیت پيدا کوي او په وجود کې یې ترې شدیده وېره پيدا کېږي.

حدیثه حکیمي هم وايي چې ځينې کورنۍ سېلاب دومره وېرولې دي چې په ارامه خوب نه شي کولای، “ټول وېرېدلي، ځینو له خپلو کورونو لرې په غرونو کې په ډېرو لوړو ځایونو کې خیمې وهلې دي چې هلته سېلاب نه شي ورختلی او تګ راتګ هم ورسخت دی.

دا وېره یوازې پر ښځو نه بلکې پر ډېرو نارینه‌و هم غالبه ده.”

په بغلان کې روغتیا پالان وايي چې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې میندواره مېرمنو هم سخت کړاو ګاللی دی.

که څه هم ‘د افغان سرې میاشتې ټولنې’ رضاکارې حدیثې حکیمي ته هلته د اغېزمنو میندوارو ښځو کره شمېر نه دی ورمعلوم خو وايي چې د ځینو له وخته مخکې ماشومان پیدا شول او د ځينو ځکه سقط او یا مړه وزېږېدل چې سېلاب وهلې او ژوبلې کړې وې.

اغلې حیکمي د یوه داسې یوه کلن ماشوم کیسه راته وکړه چې وايي مور یې د سېلاب لومړیو څپو د خپل کور تر دیوال لاندې کړې او وژلې وه خو ماشوم یې څپو ورسره اخیستی او له بورکې هماغلته څېرمه سیمې ‘شهرنو’ ته وړی و.

دا وايي، “موږ ماشوم په شهرنو کې له خټو راوویست، لا ژوندی و. نیمه شپه وه، بې سده و. پرې مې مینځه او تنفسي لارې مو یې خلاصې کړې. چې راپه سد شو نو وږی و خو مور پسې یې سترګې اړولې او بل هېڅ شي باندې یې څکه نه کوله.

شیدې مو په بوتل کې ورته واچولې، خو نه یې خوړې. اخر مې زموږ په همکارانو کې یوه داسې مور پيدا کړه چې شپږ میاشتنی ماشوم یې درلود. هغې شیدې ورکړې، ویې رودې او ورسره په ژور خوب ویده شو. زما لپاره هغه ډېره ښکلې شېبه وه”

د یوې لوستې او مسلکي ښځې په توګه پر ځان د ویاړ احساس

اغلې حکیمي وايي چې سېلاب ځینې ښځې داسې ځپلې وې چې کالي یې ورڅیري کړي‌ او بربنډې کړې وې او له دوی سره لومړی غم د هغو ښځو د سمبالښت و چې محرم یې نه درلود او باید “په خپله موږ ښځو سمبال کړې وای.”

دا زیاتوي، “سخت سېلاب د ځينو ښځو کالي څيرې کړي او بیخي لوڅې کړې وې، ژوندۍ وې خو بې خوده وې او پر ځان یې پام نه شو کولای، نو ما هغوی پټې کړې، کالي مې ورواغوستل، درملنه مې یې وکړه او را په سد مې کړې.”

په دې منځ کې حدیثې حکیمي ته د یوې لوستې او مسلکي ښځې په توګه هغه صحنه د “ویاړ” وه چې یوې مور یې لاسونه ښکل کړي؛ دا زیاتوي، “کله مې چې یوې سېلاب‌ځپلې مور ته چې سېلاب یې کالي ورڅيرې کړي او نیمه بربنډه کړې وه، جامې وراغوستلې او چې پر چپرکټ مې کېنوله نو زما لاسونه یې ښکل کړل، ویل یې خیر یوسې چې زما ستر او حیا دې وساتله او سړیو ونه لیدلم. دا ما ته ډېره د ویاړ شېبه وه.”

حدیثه حکیمي وايي چې که څه هم سېلاب‌ځپلو سره د مرستې پر مهال دوی په خپله هم له رواني پلوه اغېزمنې شوې دي ځکه چې په پرله پسې ډول یې ناوړه صحنې او پېښې لیدلې دي‌ خو وايي، دا دواړه شېبې ورته د خوښۍ وې او ویاړ یې کاوه چې زدکړې یې کړې دي، یو مسلک یې زده او اوس له هغو سره د مرستې توان لري‌ چې د دې لاسنيوي ته اړ دي.
دا زیاتوي چې د سېلاب ځپلو سیمو خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته د روحیې ورکولو لپاره ښځينه رواني مشاورانو او همدا راز قابلو ته اړتیا ډېره لیدل کېدله خو دوی کمې مګر اړمن خلک ډېر وو.

“یو څه ته چې زه ډېره اندېښمنه یم هغه دغو میندو ته روحیه ورکول دي. خو له بده مرغه موږ ټولو ته نه شو رسېدلی ځکه چې زموږ کارکوونکي‌کم دي، او داسې مشخص کسان او رواني مشاوران نه لرو چې له روحي او رواني پلوه د دوی درملنه وکړي. زه هیله‌منه یم چې دوی ته خدمتونه ډېر شي او زموږ د روغتیايي کارکوونکو کچه هم په هېواد کې لوړه شي چې ټولو ته ورسېدلی شي.”

دا په ټينګار سره وايي چې اوس هم هلته سېلاب‌ ځپلي خلک رواني درملنې ته اړتیا لري،‌له ډېپرېشن او ژور خپګانه نه دي وتلي، او باید مرسته ورسره وشي چې بېرته خپل عادي ژوند ته ور وګرځېدلی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب