د بشار الاسد مېرمن اسما اسد څوک ده؟‌

د بشار الاسد مېرمن اسما اسد څوک ده؟‌

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بریتانیا کې زیږېدلې اسما او بشارالاسد (چې د ۲۰۰۸ کال اخیستل شوي انځور کې ښکاري) په لندن کې سره ولیدل، چېرې چې د سوریې پرځول شوي ولسمشر شاوخوا ۱۸ میاشتې زدکړې کړې وې.

د بشار الاسد د نژدې ۲۵ کلنې ولسمشرۍ پر مهال په سوریه کې یوه ثابته ملګرې په بریتانیا کې زیږېدلې د هغه مېرمن اسما ده.

اسما، چې ۴۹ کلنه ده، په لومړیو کې د یوې پرمختللې او عصري سوریې د څېرې په توګه وړاندې کېده، خو د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې د هېواد له ویجاړوونکې کورنۍ جګړې راهیسې یې ځان ټیټ ساتلی.

هغې د لندن لوېدیځ اکټن سیمه کې د سوریایي والدینو په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار یې د زړه متخصص او یو ډیپلومات و. اسما اخرس په یوه خصوصي ښوونځي کې زدکړې کړي، چېرې چې ملګرو “ایما” بلله. هغې د لندن په مشهور کېنګز کالج کې د کمپیوټر ساینس زدکړې وکړې او بیا یې د پانګونې د بانکوالې په توګه کار پیل کړ.

اسما په لندن کې له اسد سره ولیدل، چې هغه مهال یې د سترګو د جراحۍ په برخه کې زدکړې کولې.

اسما په ۲۰۰۰ کال کې سوریې ته ولاړه او په هماغه کال یې له اسد سره واده وکړ- یوازې څو میاشتې وروسته له دې چې بشار د خپل پلار حافظ الاسد ځایناستی شو او د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

دوی درې ماشومان لري – دوه زامن او یوه لور – چې اوس ټول بالغ دي.

د عامه اړیکو شتمني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې جګړه پیل شوه، اسما د خیریه چارو مشري وکړه، د وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره یې ولیدل او د سوریې د پرمختګ ټرسټ مشري یې کوله.

څو کاله په لوېدیځ کې دا هیله وه چې د اسما بریتانوۍ روزنه به په سوریه کې د سیاسي بدلون ملاتړ وکړي. یو بریتانوی د عامه اړیکو شرکت هم ګمارل شوی و چې اسما د هېواد د نړیوالې څېرې په توګه وړاندې کړي.

یوې سرچینې په ۲۰۱۲ کال کې بي‌بي‌سي ته وویل چې اسد له اسما سره د هغې د واده پرېکړه د دې لپاره وکړه چې هغه به د منځني ختیځ لپاره یوه نوې او عصري څېره وړاندې کړي.

په هغه وخت کې ډېرو خلکو د دوی واده د دې لپاره یو فرصت ګاڼه چې د هېواد د سني اکثریت- چې اسما یې برخه وه او د علوي اقلیت- چې اسد ور پورې تړاو لري، ګټې سره یوځای کړي. خو سرچینې زیاته کړه چې د لومړۍ مېرمنې په توګه د اسما چلن د اسد په کورنۍ کې ستونزې رامنځته کړې، په ځانګړي توګه د ولسمشر له خور بشرا او مور انیسې سره چې عامه اړیکو ته یې دومره پام نه کاوه.

د عامه اړیکو ستراتیژي کې یې یوه اندازه بریا ترلاسه کړه.

د ۲۰۱۱ کال فبروري کې، د امریکا مشهورې مجلې “ووګ” د اسما په ستاینه یوه لیکنه خپره کړه چې “دښته کې ګلاب” یې نوم ورکړی و.

په دې مقاله کې اسما د “یوې نرۍ، اوږده قد لرونکې ښکلا” په توګه تشریح شوې وه چې “یو روزل شوی تحلیلي ذهن لري او په زړه پورې ساده جامې اغوندي.” دغه راز، د مقالې لیکوالې جولېیت جوان بک هغې ته د “په زړه پورې، ځوانه او ډېره شیک” الفاظ کارولي وو.‌

خو لږ تر لږه یوه میاشت وروسته، اسد د دیموکراسۍ د ملاتړ لپاره یو سوله‌ییز پاڅون په بې رحمۍ وځپه، چې په پایله کې یې یوه ویجاړوونکې کورنۍ جګړه پیل شوه، چې په کې له نیم میلیون ډېر خلک ووژل شول او ۱۲ میلیونه نور بې‌کوره شول.

نژدې یو کال وروسته، د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ کې، اسما د خپل هېواد د جګړې په اړه خپلې لومړنۍ عامې څرګندونې وکړې او یوازې یې وویل چې هغه د “تشدد قربانیانو ته تسلیت ورکوي.” هغې په بریتانوي ورځپاڼه “ټایمز “کې د یوې اعلامیې له لارې د خپل مېړه ملاتړ وکړ او ویې ویل:

“ولسمشر د سوریې ولسمشر دی، نه د سوریایانو د یوې ډلې او لومړۍ مېرمن په دې رول کې د هغه ملاتړ کوي.”

په همدې کال، د هغې د عامه شهرت لپاره بل ګوزار هغه وخت راغی کله چې فعالانو د (اسدخېلو) زرګونه شخصي برېښنالیکونه افشا کړل، چې په کې له لوکسو توکو سره د اسما مینه څرګنده شوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر اسما (چې په ۲۰۰۸ کال کې په انځور کې ښکاري) په شخصي توګه اروپایي اتحادیې بندیز ولګاوه

د بریتانیا “ګارډین” ورځپاڼې د اسما افشا شوي برېښنالیکونه ډ‌اګیز کړل چې اسما داسې لوړڅوکي بوټونه لټوي چې بیه یې ۵,۰۰۰ ډالره (۳,۲۰۰ پونډه) وه، هغه مهال چې هېواد یې له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اټکل وکړ چې د اسد د کورنۍ شتمني د ۱-۲ میلیاردو ډالرو ترمنځ ده.

پر اسما د ۲۰۱۲ مارچ کې اروپایي اتحادیې بندیزونه ولګول. هغې تر ۲۰۱۶ پورې له بهرنیو رسنیو سره خبرې ونه کړې، کله یې چې د روسیې دولتي ملاتړ لرونکي تلویزیون روسیا ۲۴ ته وویل هغې ته د سوریې پرېښودو وړاندیزونه شوي وو، خو هغې رد کړي وو. هغې څرګنده نه کړه چې دا وړاندیزونه له کوم ځایه شوي وو.

هغې وویل: “له پیله زه دلته یم او هېڅکله مې فکر نه دی کړی چې بل ځای لاړه شم. هو، ما ته د سوریې د پرېښودو یا تښتېدلو فرصتونه وړاندې شول. دې وړاندیزونو کې زما د ماشومانو د خوندیتوب او مالي امنیت ضمانت شامل و. هوښیار شخص پوهېدای شي چې دې خلکو څه غوښتل. دا یوه قصدي هڅه وه چې د خلکو د ولسمشر په وړاندې باور کمزوری کړي.”

د جګړې په دوام، اسما د خیریه چارو مشري وکړه، د وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره یې ولیدل او د پرمختګ لپاره د سوریې “ټرسټ” په نوم د یوې سترې نا دولتي موسسې مشري یې کوله، چې د مرستو همغږي یې پر غاړه لرله.

په ۲۰۱۸ کال کې، هغې ته په تیو کې سرطان تشخیص شو او د تومور درملنه یې وکړه. یو کال وروسته، هغې په جار اعلان وکړ چې بشپړه روغتیا یې ترلاسه کړې ده.

د ۲۰۲۴ په مې میاشت کې، د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې اسما د وینې سرطان (لیوکیمیا) لري. په یوه بیان کې وویل شول چې هغه به د ځانګړې درملنې بهیر پیل کړي، چې په ترڅ کې به له عامو غونډو ډډه او ځان ګوښه کوي.

د هغې نژدې ۲۵ کلنه دوره د لومړۍ مېرمنې په توګه په ناڅاپي توګه د تېرې یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، کله چې اسد د سوریې د ولسمشر په توګه وپرځول شو او د یاغي ځواکونو لخوا پلازمېنه دمشق ونیول شو.

د روسیې دولتي رسنیو د راپور له مخې، د اسد کورنۍ اوس په روسیه کې ده چې د پخواني رژیم کلکه متحده پاتې شوې. روسیې هغوی ته سیاسي پناه ورکړې ده.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب