د بارزيت ارزښت او نیمه بارزیت

د بارزيت ارزښت

مندل د مشنګ د بوټي د صفتونو مختلف حالات مطالعه کړل. پوهانو د مندل کارونه بياځلي تحقيق او د څړېنې لاندې ونيول او هغې ته يې پراختيا ورکړه. د مندل په ګډون د جنتيک پوهانو له پخوا څخه د جنتيک د علم په بشپړولو پيل وکړ او هر ځل يې نوي معلومات کشف کړي چې ځينې وختونه يې پخواني معلومات نفې کول.

مندل په خپلو تجربو کې يوازې په ساده حالاتو اکتفا کړې وه. د بېلګې په توګه يوازې د ګل رنګ (ارغواني او سپين) يې په پام کې نيولی و چې د مندل د نظرياتو پر بنسټ F1 نسل بايد يوازې سپين ارغواني و چې دغه حالت د اليل په بارزيت پورې اړه لرله.

وروسته پوهان دې نتيجې ته ورسېدل چې يوازې د غالبيت او مغلوبيت حالت مطرح نه دی بلکې نور عوامل هم دخيل دي چې په لاندې ډول د څړېنې لاندې نيول کېږي.

نيمه بارزيت او د دريمي فينوټايپ ښکاره کېدل

که د غالبوالي خاصيت په پام کې ونيول شي، هغه وګړي چې هيتروزايګوس دي او هغه وګړي چې هوموزايګوس دي کېدای شي مشابه فينوټايپ ولري؛ د بېلګې په توګه: د Pp جينوټايپ او د pp جينوټايپ دواړه يوشان فينوټايپ يعنې ارغواني رنګ لري.

کله چې صفتونه په نيمه بارز شکل ولېږدول شي د هتروزايګوس شخص فينوټايپ دوو خالصو صفتونو منځنی حالت نيسي؛ د مثال په ډول: د مشنګ په نباتاتو کې د ګل رنګ دوه خالص شکلونه سپين pp او ارغواني PP لري چې د هتروزايګوس درېم حالت (Pp) ګلابي رنګ نيسي. درېم حالت يا منځنی حالت ددې ښکارندوی دی چې د دواړو خالصو صفتونو څخه يې يو هم غالب نه دی په نتيجه کې درېم حالت منځته راوړي. کله يې چې په لاس راغلی نسل په خپلو کې سره تزويج کړ په (F2) نسل کې علاوه پر ګلابي سپين رنګ او ارغواني رنګ نباتات هم منځته راغلل.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب