د انټرنیټ په زمانه کې د یو حکیم خپل زوی ته نصیحتونه

اې بچیه! پدې سره پوه شه چې ګوګل، فیسبوک، مسنجر، یوټیوب، وټس آپ او سکایپ یو ډیر ژور بحر دی چې ډیر زیات خلک پکې غرق شول، نو پام کوه چې د شاتو د مچۍ په څیر شې، یوازې هغه څه ترلاسه کړې چې ستا د دنیا او آخرت د بریا سبب وګرځي، یوازې هغه پیجونه ګوره چې تا ته ګټه ورسوي او ته یې بیا نورو ملګرو سره شریک کړي ترڅو چې هغوی هم ترې مستفید شي.
اې بچیه! هیڅکله د مچ په څیر مه کیږه چې په هر څه باندې کیني او بیا ډیر مرضونه انتقالوي بغیر لدې چې ورباندې پوه شي، نو ته هم هر څه ته سره مه ورښکاره کوه.
اې بچیه! مخکې لدې چې یو څه ته لایک او کومنټ ورکړې او یا یې ملګرو سره شریک کړې نو اول ښه فکر وکړه، که چیرې الله تعالی ورباندې راضي کیږي نو لایک، کومنټ او شیر یې کړه او که چیرې د الله تعالی د قهر سبب ګرځي نو بیا ترې تیر شه، ځکه چې ستا هر پوسټ، لایک، کومنټ او شیر به ستا د مرګ نه وروسته هم فیسبوک کې موجود وي نو که چیرې د پوسټونه، لایکونه، کومنټونه او شیر د شریعت مطابق وي نو یقینا چې دا ستا لپاره صدقه جاریه ده هرڅومره لوستونکي یې چې لولي تا ته یې هم اجر درسیږي او که چیرې د شریعت مخالف وي نو بیشکه چې ستا له مرګ نه وروسته به یې هم تا ته عذاب در رسیږي هرڅومره لوستونکي یې چې لولي ته هم عذاب کې ورسره شریک یې ځکه چې دوی ته ستا په وجه رسیدلی دی.
اې بچیه! هیڅکله چا پسې سپکې سپورې مه وایه او هیڅکله خپل اخلاق له لاسه مه ورکوه، خپله ژبه ډیره درنه او د ادب په چوکاټ کې استعمال کړه اګر که فیسبوک دې په مستعار نوم هم وي ځکه چې الله تعالی هر څه باندې عالم دی.
اې بچیه! هیڅکله د چا شخصیت ته صدمه مه رسوه اګر که تا ته یې سپکې سپورې هم وویلې، ځکه چې هغه د خپل ځان نمایندګي کوي او ته د خپل ځان نمایندګي کوې.
اې بچیه! هرڅه چې لیکې نو ښه فکر وکړه بیا یې ولیکه ځکه چې ته هرڅه لیکې نو ستا ژبه یې لولي او ملائکې یې لیکي او الله تعالی ته هم ستا د لیکلو او لوستلو معلومات کیږي او څلورویشت ساعته یې ته تر سخت مراقبت لاندې یې، نو هیڅکله داسې څه مه لیکه چې بیا د قیامت په ورځ ورباندې پيښمانه او شرمینده وې.
اې بچیه! زه چې ستا په اړه د انټرنیټ په زمانه کې ډیره زیاته ویره لرم هغه د سندرو او حرامو فلمونو کتل دي، ځکه چې حرام فلمونه او سندرې چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم حرام ګرځولي دي او نامحرمو ښځو ته کتل یې هم حرام ګرځولي دي ځکه چې دا د سترګو زنا ده نو که چیرې ته د خپل نظر حفاظت ونکړې حرام او غیر اخلاقي فلمونه وګورې نو لېرې نه ده چې ته به یوه ورځ خامخا د شیطان په لومو کې را ګیر شې او د زنا په ناپاک ډنډ کې به د ابد لپاره غرق شې.
اې بچیه! که چیرې د پورتني نصیحتونه عملي کړل نو بیا د نیټ څخه استفاده وکړه، د ملګرو سره اړیکې پکې ونیسه او د خپل دین لپاره خدمت وکړه او اسلامي معلومات له نورو ملګرو سره شریک کړه، او که چیرې د پورتني نصیحتونه عملي نه کړای شوای نو له نیټ څخه داسې ځان وساته لکه څنګه چې د یو وحشي حیوان څخه ځان ساتې ځکه چې دنیا او آخرت به دې دواړه خراب وي او د مرګ نه وروسته به د ابدي هستوګنځی جهنم وي.

ساجد “نوري”

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب