د انسان د بدن صحت او مصؤنيت
ددې لپاره چې ښه صحت و لرئ لاندې موضوعات تر څيېنې لاندې نيسو. ښه خواړه: خواړه څه شی دی او ښه خواړه کوم خواړه دي؟ په علمي نظر خواړه هغه موادو ته ويل کېږي چې وکولای شي په بدن کې ماده )د بدن د ترميم او ودې لپاره( او انرژي )د حياتي فعاليتونو د سرته رسولو لپاره( توليدېږي.
ددې تعريف له مخې دغذا د خوړلو موخې هم څرګندېدای شي. هغه عمل چې په واسطه يې د حجرو داخل ته مواد لاره کوي او د ګټې اخېستنې وړ ګرځي، د تغذيې په نامه يادیږي. د ژونديو موجوداتو يو مهم خاصيت تغذيه ده. انسان بې د غذا خوړلو )٧-٦( اوونيو پورې ژوندی پاتې کېدی شي، خو په دې موده کې ډېر کمزوری کېږي. البته دا هم هغه مهال چې اوبه وڅښي.
د حياتې فعاليتونه د سر ته رسولو لپاره مناسب خواړه ډېر ارزښت لري. د بدن د حجرو، نسجونو او غېو د ودې او ورځني لګښت لپاره متوازنې او مناسبي غذا ته ضرورت وي ددي کار لپاره بايد بشپې خواړه وخوړل شي. يوه بشپېه غذا لاندې توکي لري: ١- قندونه، ٢- پروټينونه، ٣- شحمونه، ٤- اوبه، ٥- وېټامينونه ٦- منرالونه. لومېنۍ درې برخې (پروټين، قندونه او شحمونه) د خوړو اصلي توکي دي.
اوبه، وېټامينونه او منرالونه د خوړو مرستندويه توکي دي. که يوه غذا اصلي توکي ولري او مرستندويه توکي يې پوره نه وي، غذا مکمله نه ده. د غذا اصلې توکي يې له مرستندويه برخو پرته ګټورې نه واقع کېږي. پروټين، قندونه او شحمونه، اوبه او منرالونه په تېرو درسونو کې ولوستل شول.
دلته يوازې ويټامينونه تر څېېنې لاندې نيسو:
ويټامينونه (Vitamins) :
د ويټامينونو له کشف څخه مخکې خطرناکې ناروغۍ موجودې وي. دليل يې معلوم نه وو، خو د غذا او چاپېريال ترخاصو شرايطو لاندې راښکاره کېدلې او أن د خلکو د مړينې لامل کېدلی. څه ناڅه 500 کاله پخوا به د اوږده واټن مسافرين د وريو د وينې کېدو او د خولې د ټپونو په ناروغيو اخته کېدل. خو کله چې به مېوې او سابه ورته ورسېدل، نو د وريو وينې کېدل به يې ودرېدل او د خولې ټپونه به يې ښه شول. څه موده وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، که چېرې د سفر په وخت کې لېمو، مالټه، کېنو او رومي بانجان وخوړل شي، په دې ډول ناروغيو نه اخته کېږي.
ډېر وروسته معلوم شول، دغه ناروغي د وېټامين C د کموالي له کبله منځته راځي چې د سکروي (Scurvy) په نامه يادیږي. د ويټامينونو ډولونه: وېټامينونه په دوو ګروپونو ويشل شوي دي؛ په اوبو کې منحل ويټامينونه او په غوړو کې منحل ويټامينونه.
١- په اوبو کې منحل ويټامينونه:
د ويټامين C او د ويټامين B د کورنۍ له يوولسو مختلفو ويټامينونو څخه عبارت دي. دا ويټامينونه د وينې په پلازما کې منحل دي او اضافه اندازه يې د پښتورګو له لارې اطراح کېږي. له همدې کبله دا ويټامينونه په بدن کې نه زېرمه کېږي. په اصل کې په اوبو کې منحل ويټامينونه له انزايمونو سره وصلېږي او د حجرې هغه داخلي تعاملونه زياتوي چې انرژي زېرمه کوي او حجروي مواد جوړوي. ويټامينونه انرژي نه توليدوي، خو موجوديت يې په بدن کې اړين دی.
٢- هغه ويټامينونه چې په غوړو کې منحل دي:
له A, E, D, K څخه عبارت دي. دا ويټامينونه په بدن کې مختلفې دندې سرته رسوي، د بېلګې په توګه: د A ويټامين د سترګو د ليد په عمل کې اساسي رول لري. ددې ويټامين کمښت په بدن کې د شبکورۍ لامل کېږي، يعنې په تياره وخت کې شخص سم ليدل نشي کولی. ويټامين D ته د لمر د رڼا ويټامين هم وايي که چېرې د لمر رڼا زموږ په بدن ولګېږي، زموږ بدن دا ويټامين جوړولی شي.
د روغو، سالمو، کلکو غاښونو او هډوکو د درلودلو لپاره ويټامين D اړين دی. په شحم کې منحل ويټامينونه په اوبو کې د منحل ويټامينونو پرخلاف په بدن کې زېرمه کېږي. که چېرې ددې ويټامينونو اندازه په بدن کې زياته شي، د بدن لپاره زيانمن دي، مث ًلا: د ويټامين D زياتوالی د ويښتانو تويېدل،زړه بدوالي، د بندونو او هډوکو خوږ او أن د نس ناستې لامل کېږي.
ددې ويټامينونو کموالی د بدن مقاومت کموي او بدن په زياتو ناروغيو اخته کېږي. زياتره خلک، چې مناسب خواړه نه خوري، د ويټامينونو په کموالي اخته کېږي. ويټامينونه زياتره په مېوو، سبو، حيواني محصولاتو کې پيداکېږي. خو دا مواد په يوازې توګه ټول ويټامينونه نه لري. له دې کبله د يو مناسب غذايي رژيم لپاره بايد له مختلفو خوړو څخه ګټه واخېستل شي.