د امید سترګې | ادبي ټوټه
ځان ته یې په هنداره کې وکتل ، خپل ببر سر او شلیدلي جامې یې ولیدې، څیره یې هیبتناکه وه ، د خپل ځانه څخه و ایریده، باور یې ونه شو چې ګوندې خپل ځان په هندارې کې ویني ،آخري مریضي ګانو هم ډیر خراب کړی وو ،خو ده د امید په سترګو دې لویه دنیا ته کتل ، یوه شیبه لکه د لیونو په شان ځان ته په هینداره کې مسکی شو ، یو څو ګډې وډې خبرې یې د ځانه سره وکړې ، هره شیبه ورته د ژوند آخري شیبی ښکاریدې ،ځکه په یو پوخ سن او عمر کې هم وو ، چې د اویاوو نه اوښتی وو ،خپل کارونه یې ژر ژر او په ډیره بیړه سر ته رسول ، ځکه د فاني دنیا په عمر او په ژوند کې یې وفا نه لیده ،د ځانه سره وغورید او وې ویل :یو ځو ورځې زما د ژوند به پاتي وي او یا نه ،خو دا شیبې او لحظې باید چې په غمونو کې تیر نه کړم ،نو په کار ده چې خوشحاله اوسم، او په خپل مسکا نور هم خوشحاله وساتم ، ځکه زما د عمر ډیرې لږې شیبې پاتې دي.
سید عبیدالله نادر