د الماسو غمی ناول کې داستاني توکي

دالماسو غمی ناول: دغه ناول ډاکټر عبدالهادي حماس لیکلی دی، چې د ذهنیت خپرندویه ټولني لخوا په 1402کال کې چاپ او خپور شوی دی.

ناول: دایټالوي ژبي له “ناوله” کلمې څخه اخیستل شوی دی، چی دتازه او عجیبه معنالري.

اصطلاح کې: هغه کیسې ته وایي چې په نثر کې بیان شوي وي او یوه یاڅو داسې پېښې په کې بیان شوي وي چې دریښتیاتوب ګومان پرې کېدای شي.

دناول له ډولونو څخه: داهم یو اجتماعي (ټولنیز) ناول دی.

اجتماعی ناول: هغه دی چې دبیلابیلو ټولنو، ټولنیز مسایل په خپله لمن کې رانغاړي لکه: ځانګړي دودونه، طبقاتي توپیرونه، فرهنګي جوړښتونه او ټولنیزې ښیکڼې او بدګڼې او…

کیسه:

په ناول کې که نور څه وي او کنه خو کیسه باید خامخاوي.

بغیر له کیسې دناول شتون بی معنا دی.

د دې ناول کیسه داسې ده: زه ماشومه وم او بیا پیغله شوم، خو ما کومه ښه ورځ ونه لیده، تقدیر زما دنصیب کرښې دیوې بدمرغې نجلۍ په بڼه لیکلی دی.

زه دمور او پلارک یوه لور یم چې نه ورور لرم اونه بله خور، دیوه بې مسؤلیته پلار سره ژوند کوم.

هغه دنورو لپاره بې تفاوته حس لري خو کوم شي کې چې یې ګټه وي او دی پرې راحت مومي نو بیا زما په سرکه کومه سوداوي هم باک نه پرې راوړي.

هغه دومره بې تفاوته دی چی کله، کله زه دده کړنو ته وګورم په کورنۍ ریشتو بې باوره شم، پلار، ورور، خور او…

زما ژوند هغه وخت د بربادۍ په لور روان شو چې مور مې وفات شوه اوله خپلې

آرام بښونکې غيږې یې بې برخې شوم.

دالماسو غمی ناول کیسه هم داسې دوام کوي ناهیده چی کله خپله مور له لاسه ورکوي بې مسؤلیته او په نیشه یي توکو روږدی پلار یې دهغې په ژوند لوبې کوي اوهغه خپل ځان ته بدلوي او یو بل نیشه یي ټابلیټ کا واله ته یې ورکوي.

دناهیدې ژوند نور هم سختیږي خاوند یې د واده په لومړۍ شپه د هغیې نه ټابلیټ کا دخوړلو هیله ترې کوي او دا يې نه مني، خاوند يې دا وهي او پزه يې ورماتوي.

دلیدزاویه:

هغه ځای چې کیسه ورڅخه بیانیږي.

په دې ناول کې کیسه د لومړي شخص یا متکلم دلید له زاویې بیانیږي او په دې زاویه کې د داستان اصلي کرکټر کیسه په خپله ژبه بیانوي، خو په اصل کې دا دلیکوال کیسه نه، بلکي دیوه کرکټر داستادن وي.

په دې زاویه کې دلوستونکي او راوي ترمنځ اړیکه نیغه او صمیمانه وي، او لوستونکی په دې ذهنیت وي چې راوي ماته خپل داستان خپله بیانوي او خپله مخامخ راته ناست دی.

پلاټ:

دکیسې دپیښو ترتیب او تړاو دی.

یا دعلت او معلول پراساس دپیښو نه شلیدونکې تړاوته وايي، یعنې داچې هره پیښه دمخکینۍ پيښې معلول او دراتلونکې پیښې علت وي.

دجوړښت له پلوه پلاټ دوه ډوله دی.

اول منظم پلاټ:

هغه دی چې دناول ټولې پیښې نه یوازې داچې سره تړلې وي، بلکي لازمې او ملزومې هم وي.

دوهم نامنظم پلاټ:

هغه دی چې ترکیبي اجزاوې يې په داسې بیلابیلو پیښو ولاړې وي چې منطیقي اړیکې ډيرې لږ یا کمزورې وي.

ددې ناول پلاټ یو منظم پلاټ بللی شوو، او کیسه په منظم ډول له پیل څخه ترپایه پورې دوام مومي.

تلوسه:

دناول یا ټوله کې دداستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی دداستان لوستلو ته هڅه وي.

یا لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجو سره مخامخ کوي،

او دا احساس ورکوي ترڅو داستان ژر تر ژره ولولي، ترڅو دخپلو پوښتنو ځواب یا خپل ذهني سکون ومومي.

دادبپوهانو په اند: یوښه داستاني اثر هغه دی چې دداستان، پیل، منځ او پای لاڅه چې ټولیې فرعي برخې او صحنې يې هم تلوسه ولري.

ددې ناول تلوسه بې جوړې ده، لوستونکی له پیل نه تر پایه له ځان سره ساتي.

بیلګه:

– له خپل ځایه پورته شوم راسره خواکې دپاکو اوبو بوتل ایښی وو هغه مې ورته ونیولو، ورته ومې ویل: لږ اوبه وڅکه، آرامه شه مه خفه کیږه.

– دهغې ټنډه تروه شوه سترګې یې یوځل بیا ډنډې شوې نرۍ طبعي سرې شونډې یې دخبرو لپاره په خوځښت راوستې وې ویل:

کاش زما يوازې دخپګان موضوع وای، کاش يوازې مې دا ستونزه وای، کاش ما دا هر څه دژوند په قیمار بیرته لاسته راوړلی شوای خو زما بدبختې ستونزه…

ټوله په معنویاتو ولاړه ده، هغه چې بیا جبران کیدل یې ناشوني دي دالماسو په خرڅولو سره هم دهغوی جبران ممکن نه دی.

زما جګړه دمعنویاتو وه، دعزت وه، د ابرو وه، خو ما دا جکړه وبایلله، دوی وګټله دوی بریالي شول او ما داسې ماتې وخوړه لکه د هټلر ماتې چې دجګړې له بایللو وروسته ورته دځان وژنې پرته بله لار پاتې نه شوه، ماته هم د مرګ له پریکړې بله لاره نه ده راپاتې شوې، زه نشم کولی داسې ژوند وکړم چې له ما څخه د جګړې ګټونکي په غړیدلو سترګو وګورم، زه نوره دژوند په کولوفن نه ارزم، باید مړه شم.

ځکه ما ماتې خوړلې، داسې ماتې چې له ټولو ارزښتونو پکې خلاصه یم، داسې ماتې چې دژوند کولو لپاره راسره کومه بهانه نه ده پاتې شوې.

کرکټر کښنه:

په داستاني ادب کې هغه چاته چې پېښې زیږوي یا پېښې ورته پېښېږی کرکټر وايې.

ناول ته هرډول کرکټر ټاکل کیدای شي، انسان، حیوان او یا هم غیرې ژوندي موجودات.

استاد نجیب منلی وایي: بغیرله کرکټره کیسه نه جوړیږي. که کیسه تلوسه ونه لري کیسه بیا هم کیسه ده، خو که کرکټر نه وي کیسه هیڅ شتون نه لري.

دجوړښت له مخې کرکټرونه دوه ډوله دي:

اول: ساده کرکټرونه: هغه دي چې تل په یوه رنګ وي او په هرحالت کې ثابت وي

او د پېښو په وړاندې ډير تغیر منونکی نه وي.

دوهم. پېچلي کرکټرونه: هغه دي چې دپېښو او شرایطو په وړاندې بدلیږي را بدلیږي.

په دې ناول کې د ناهیدې په نوم یوه نجلۍ چې دمرکزي کرکټر رول یې لوبولی دی،

پېچلی کرکټر بللی شو چې دشرایطو په وړاندې بدلون کوي.

یو کرکټر دری اړخونه لری.

اول: دکرکټر جسمي اړخ.

دوهم: دکرکټر ټولنیز اړخ.

دریم: دکرکټر رواني اړخ.

دکرکټر جسمي اړخ .بیلګه: ناروغ ته مې یوځل بیا دليدو جرءت پیدا کړ، شيدو ته ورته نازک پوستکی يې دمخ کاسه پوښلې وه، زما طبیعتاً شنې سترګې نه خوښېدې خو دهغې دسترګو په کاسه که کې په خورا جالب رنګ کې یوې خوا او بلې خواته او ښتې، له هرو اوښتو سره یې زړونه هم په درزا راوستل.

د کرکټر کښنې په اړه وړاندیزونه:

دامه وایه چې پلانی درواغ وایي، بلکي داوښیه چی پلانی درواغ وایي، کرکټر چې په هر زمان او مکان کې اوسي، نو کړه وړه یې باید د همغه ځای او وخت استازیتوب وکړي. دیوکس موقف ته په کتو سره باید دهغه چال چلند او خبرې اترې، انځور شي.

صحنه او منظر کشي:

صحنه: هغه ځای یا مکان چې دداستان یوه پيښه پکې رامنځ ته کیږي او کرکټرونه خپل رول پکې ترسره کوي، صحنه وایي.

منظر کشي: دناول دکیسې پېښه یا پېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي دهغه ځای او وخت تصویر وړاندي کولو ته منظر کشي وايي.

دصحنو د انځورولو اړتیا: بیان دسړی له حافظې وځي، خو تصویرونه پر ذهن سیوری پریږدي او تر ډيره وخته ژوندی وي.

دصحنو یا منظرو ډولونه:

اول. طبیعي منظرې:

بیلګه: سهار شو د ونو پاڼې باد وهلې، یو ښکلي اواز یې ملتیا کوله، مرغانو هم دخپلو حنجرو ازمایښت کاوو، دخوند موسم و خو پر ما اور بلیده.

دوهم. ټولنیز ژوند منظري:

بیلګه: دښار یوې څنډې ته ورسیدو، نوره دشته مخې ته راغله هلته لرې په دښته کې یوه ماڼۍ ودانه شوې وه خاوند مې راته وویل دغه زما دملګري ده.

دریم. خیالي منظري. دلته يې بیلګه نه تر سترګو کیده.

منظر کشي دوه ډوله ده:

اول. ساکته منظر کشي: په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانېږي.

بیلګه: لویه ماڼۍ وه، لوی انګړ یې درلوده، وړې وړې خونې هم پکې وې په منځ کې يې شین چمن زرغون وو، پ لارو کې ښکلې کاشي لګېدلې و.

دوهم. متحرکه منظر کشي: په دې ډول کې تصویر په خوځند او متحرک حالت کې بیانېږي.

بیلګه: د سترګو له کونجو مې ورته کتل، هغه کیڼ جیب ته لاس کړ یو د ښيښې بوتل یې را وباسه رنګه ګولۍ پکې وې، څلور يې ترې راوخیستې او خولې ته یې واچولې، خواکې له اوبو ډک ګیلاس یې پر شونډو کېښود تر ستوني یې تېرې کړې.

ډیالوګ:

دکرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کیږي، یابه له ځان سره غږيږي او یا له نورو سره.

ډیالوګ تر ډیره د ډراماتیک ادب ځانګړنه ده خو په ناول کې یو مهم عنصر بلل کیږي.

بیلګه:

نرس، وینه يې زیاته ضایع کړې، زر سي سي وینې ته اړتیا ده.

_ زما مور ده له ما یې وباسئ.

_ یو بل کس هم پیداکړه.

_ بل کس ته اړتیا نشته ټوله له ما وباسئ.

_ نه یو انسان له پنځه سوه سي سي زیاته وینه نشي ورکولی.

_ زه یې ورکولی شم، تاسې دیوې لور مینه نده لېدلې.

دداستاني اثارو کره کتونکي او لیکوالان په دې نظر دی: کله چې دداستاني اثر خبرې اترې په هنري ډول ولیکل شي، نو ډیالوګ دی او که په هنري ډول ونه لیکل شي، نو مکالمه ده. هم دايې ترمنځ توپير دی.

په ناول کې د ډیالوګ ارزښت:

اول. دناول کیسه ژوندۍ ساتي، په حرکت یې راولي او له یو رنګ والي یې ساتي.

دوهم. ډیالوګ دکرکټرونو په انځورولو کې مرسته کوي.

” دالماسو غمي ناول” لوستونکو ته دټولنيز پوهاي لپاره مهم پيغامونه وړاندې کوي، لکه: دټولنې دځوانانو ستونزې، دکورنیو ناوړه رواجونه، ټولنيزې ښېګنې او بد ګڼي او دانساني عزت او کرامت ساتل او داسې …

پای

ليکوال: حبیب الرحمن (حبیبی)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ