د افريقا جغرافيه اړه څو پوښتنې او ځوابونه
لارښونې: د افريقا له يوې نقشې څخه په استفادې سره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.
- د افريقا په ختيځ کې کوم سمندر پروت دی؟ ـــــــــــــــــــ
- د جنوبي افريقا پلازمينه څه نومیږي؟ ــــــــــــــــــ
- کوم افريقايي هیواد له مديترانې او سرې بحيرې سره پوله لري؟ ـــــــــــــــــــــــ
- کوم هيواد لوی دی: الجريا که حبشه؟ ـــــــــــــــــــ
- کوم افريقايي هیواد هسپانيې ته نږدې دی؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــ
- کينيا زئير ته نږدې ده او که انګولا ته؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــ
- تريپولي د شمالي افريقا د کوم هیواد پلازمينه ده؟ــــــــــــــــــــــ
- کوم لوی سيند د مصر په خاوره کې بهيږي؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
- سينيګال د افريقا په شمالي، جنوبي، لويدیځه او که ختيځه خوا کې پروته دی؟
- سوماليا له کوم خليج سره ساحل لري؟ ــــــــــــــــــــــــــــــ
- د کوم ټاپو خلک د افریقا له ختيځ ساحل څخه اخوا پراته دي؟ ـــــــــــ
- کوم هیواد لوی دی: ګانا او که بينين؟ ـــــــــــــــــــ
د پوښتنو ځوابونه
- د افريقا په ختيځ کې کوم سمندر پروت دی؟ د هند سمندر
- د جنوبي افريقا پلازمينه څه نومیږي؟ کيپ ټاون
- کوم افريقايي هیواد له مديترانې او سرې بحيرې سره پوله لري؟ مصر
- کوم هيواد لوی دی: الجريا که حبشه؟ الجريا
- کوم افريقايي هیواد هسپانيې ته نږدې دی؟ مراکیش
- کينيا زئير ته نږدې ده او که انګولا ته؟ زئير ته
- تريپولي د شمالي افريقا د کوم هیواد پلازمينه ده؟ ليبیا
- کوم لوی سيند د مصر په خاوره کې بهيږي؟ د نيل سيند
- سينيګال د افريقا په شمالي، جنوبي، لويديځه او که ختيځه خوا کې پروته دی؟ لويديځه خوا
- سوماليا له کوم خليج سره ساحل لري؟ د عدن خليج سره
- د کوم ټاپو خلک د افریقا له ختيځ ساحل څخه اخوا پراته دي د ماداګاسکر ټاپو
- کوم هیواد لوی دی: ګانا او که بينين؟ د ګانا هیواد