د ادب تعريف پوهانو په څه ډول کړى؟
ادبيات د افکارو، نظرياتو او عقايدو د اظهار او بيان قالب او وسيله ده، هر ادبي اثر بايد د لفظ او معنا له حيثه وکتل شي، څرنګه چې خبره همداسې ده، نو کله چې موږ کوم ادبي اثر ته قيمت او ارزښت ورکوو او په نورو يې غوره بولو دا په هغه صورت کې کېداى شي، چې اثر هم د اظهار او هم د تفکر هنر ولري، يعنې هم يې لفظ د هنر او فصاحت نه ډک وي او هم معنوي هنر ولري او لوړ فکر په کې ځغلېدلى وي، که کوم اثر او مضمون د معنا او مفکورې له حيثه عالي وي، خو الفاظ يې نارسېدلي وي، د ستاينې او افرين وړ نه دى او بالعکس که د کوم اثر او مضمون الفاظ خواږه او په محاورې برابر وي، خو فکر په کې مترقي او عالي نه وي، نو داسې اثر ته هم قيمت نه شو ورکولاى او نه د ستاينې وړ دى.
سپنسر وايي: کله چې دنيا فوق العاده حد ته ورسېږي، هغه ادب دى.
نيومن وايي: موږ تل په خبرو سره خپل افکار او خيالات که وليکو، نو ادبيات ځينې جوړېږي.
بلوم فليډ وايي: هرهغه ممتازه ویناتحريري وي که شفاهي ادب بلل کېږي.
ارسطو وايي: ادب خارجي صداقت بيانوي، بلکې داخلي رښتياوالى ښيي، شيان نه ښيي، بلکې خيالات تصويروي.
د ايرلنډ مشهور شاعر( ټيس) وايي: په ادب کې ژبه تش د ژبې په حيث په کار نه ده، بلکې د يولطيف فن په رنګ بايد استعمال شي، نو هغه لطيف فن چې د ژبې په ذريعه ښکاره کېږي ادب يې بولي. ( ۳)
د ادب په باره کې ډېرې خبرې شوي دي او عالمانو رنګا رنګ نظريات وړاندې کړي دي.
خو د ادب په پېژندنې کې هنريت مهم توکى دى او بايد په ادب او هنر کې هنريت او شعريت موجود وي.
لوى روسي قاموس د ادبياتو تعريف داسې کړى دى: د يو ملت ټولو علمي، بديعي او فلسفي اثارو ته ادبيات ويل کېږي، هر هغه څه ته ادبيات ويل کېږي، چې په هنر او ژبې سره ښايسته شوى وي او هم د يوې ژبې ټولو چاپې اثارو ته ادبيات ويل کېږي، لکه: سياسي ادبيات، اجتماعي ادبيات، تاريخي ادبيات او داسې نور… دي.
پورته تعريف ادب ډېر عام ښودلى دى او دغه خبره اوس څوک نه مني او ادبيات يوازې د يوې ژبې په هنري او بديعي اثارو پورې منحصر دی.
اکاډمېسین ډاکټر جاويد د ادب په اړه وايي: درباره ماده و اهل لفظ ادب به معنى اکتسابی حق بيان عقايد، افکار و عواطف وګريز از خطا و خلل در کلام و هم بمفهوم طبيعی ان اعنى رياضت نفس، نګهداری حد، ظرافت و زيبايست.