
د آرمانو راتلونکی
د ښــکلا ګانو دې وطن کې ، نندارې وینمه
د بلـبلانو په هر لـوري ، ترانۍ وینمه
بیا به زرغون شي، په اورونو ســوځـیدلی وطن
د سوکالۍ په دې چمــن کې ، نښانې ویـــــنمه
د تـیرو شوو زمــانـو ، راته نکلونه وایي
دې ویرانو کې هیري شوي ، افساني وینمه
خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟
چې د راتلو دې ، په سلـګونو ، بهـانۍ وینمه
بیګا دې بیا ، د هوسـونو شـوګیری کړی ده
چې نن دې ســـترګي ، لـکه ډکي پیــــــماني وینمه
د تور ضـمیرو کوردلانو، ناپـــــوهی د لاسه
د معــرفت د غــــاړي هار، دانۍ دانۍ ویــنمه
منم چې یو ورځ به سر تاج شې ، د دنیا وطـــــنه!
زه حقیقت کې دغـــه ښـــــکلي ، زمانې ، وینـــــمه
سید عبیدالله نادر