
دین څه شی دی؟
الدين:
دين په لغت کې طاعت او انقياد يعنې پيروی او غاړې ايښودلو ته وايي ، په عامه اصطلاح کې په غيبي امورو باندې د انسان عقيدې او عمل ته دين وايي ، او په اسلامې اصطلاح کې الله جل جلا له تسليم او غاړه ايښودلو ته وايي هغه دين کوم چې د الله جل جلا له د طرف نه په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوی دي چې عبارت له عقيده ، اخلاق ، عبادات ، معاملات ، عقوبات او نور کوم چې په قرانکريم او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم راغلي دي .
قال الله تعالی : إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [آل عمران: 19]
او د اسلام د نزول وروسته بغير له اسلام څخه الله جل جلا له ته هيڅ دين د قبول وړ نه دی ( پخوا چې کوم آسماني اديان وو هغه هم د اسلام په نزول سره منسوخ شوی دي )
قوله تعالی : وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ [ آل عمران: 85].