دعاء په پښتو

ياالله تاته مي لاسونه لپه کړي!

اې داسمانونو خالقه!

اې دجهانونو واکداره!

اې د زکريا او ابراهيم عليهماالسلام د دعا قبلوؤنکې خدايه!

زماټولي ناخوښي کړني راوبخښه،

نيغه لاره راوښايه,

زمامور,پلار,استادان،شاګردان،خپلوان اوجمله مسلمانان وبخښه!

پروردګاره!

زماپه ګران هيوادکي امن,سوکالي, اسلامي نظام اوخپلواکي نافظ کړه.

ای د زړونو مالکه!

قرضداران له قرض نه،

غمجن له غم نه،

مریضان له مرض نه،

زندانیان له زندان نه،خلاص کړه،

او مسافر خپلو کورو ته په خیر او خوښۍ ستانه کړه.

ای! مالک او قادر ذاته!

د شهیدانو شهادت،

د عابدان عبادت،

د سخیانو سخاوت،

د ذاکرینو اذکار قبول کړه.

اې! دعمر او خالد ربه!

زموږپه ځوانانوکي ددين جذبه راژوندۍ کړه.

لويه څښتنه! دقيامت په ورځ مو درسوايې نه وژغوره!

مهربانه خالقه!

اولس موستومانه دی,وږی دی,بي اسرې دی,محکوم دی,لالهانده دی ته يې ټېک اومرستندوی سه!

اې خدايه! اې پروردګاره! اې خالقه! اې ربه!

ته مودشيطان له مکر,داوسني عصرله ړندوفتنو,اودکينه ګرو له حسدنه په امان کي ولره!

اې! د جهانونو پاچا!

اې! د اسمانونو او ځمکو پاچا!

اې! خالق او رازق ذاته!

اې! د جبریل امین مولا!

ستا د ربوبیت په خاطر؛

ستا د قدرت په خاطر؛

د شان او شوکت په خاطر؛

مونږ خپل د ژوند په اصلي هدف (دشهادت مرګ) باندي ونازوه!

آمين ثم آمین الف آمین یا رب العالمین

فردوس محترم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب