د بحرونو د تل چپې او ورېځې | قرآن علمي اعجاز

د بحرونو د تل چپې:

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۲۴:۴۰«..یا په شان د هغو تاریکیو دي په ژور بحر کښې چې پټ کړۍ وي سره یو موج د پاسه بل موج وي او د پاسه د دغه ( موج)اوریځ وي تیارې دي چې ځينې ددې د پاسه د ځینو نورو دي کله چې راوباسئ لاس خپل نه وي نژدې چې ووینئ دغه ( لاس خپل) او هر هغه چې نه وي ورکړی الله ده ته نور رڼا نو نشته ده ته هیڅ نور رڼا»
دا مبارک آ یات د بحر ونو په تل کې د تیارو  خبري کوي چې هلته که انسان لاس راوباسي هغه خپل لاس نه شوی لیدلی، د بحر لاندې  دا تیاره د دوه سوه مترو نه پیل کیږي په دې ژوروالي کې روښنایي نه شته او د زر مترو په ژوروالي کې بیا بلکل روشنایي نه شته انسان نه شوی کولای تر څلوېښتو مترو نه زیات ژور  په اوبو کې بېله دې چې په ځانګړو وسایلو مجهز وي ولاړ شي . او بل داچې د بحرونو لاندی ژوروکې څپې او م وجونه شته او د هغه دپاسه نوري څپې شته او دا دوېمي څپې بیا دبحر د  سرڅپې او موجونه دي چې موږ هغه وینو ځکه په دې مبارک ایات کې راغلي دي چې دوېمی څپې لکه اوریځي دي
ساینس  پوهان  دداخلي څپو په هکله وایي  دا داخلي څپې یا موجونه دي چې د مختلفو کثافت لرونکو اوبو تر منځ واقع کیږی دا داخلي څپې  د بحرونوژوري اوبه   پوښي ځکه  ژوري اوبه لوړ کثافت لري اودا داخلي موجونه لکه د بحر د سر ،مخ چپې عمل کوي هغه لکه بهرني موجونه م اتیږي .انسان داخلي موجونه نه شوی لیدلای ځکه دا موجونه د تودوخې یا مالګې په توپیر سره  په یوه ساحه  کې را څرګند ېږي:

ورېځې:

ساینس پو هانو د اوریځو ډولونه مطالعه کړي  او دا یې جوته کړې ده  چې دباران اوریځ په یو معین سیستم کې شکل نیسي او جوړیږي چې دا د اوریځو او بادونو په ډولونو پورې اړه لري .
د باران  یو ډول اوریځ د ( کومولونیمبوس)  اوریځ ده (میتیورولوجستانو) په دې پوهیږي  چې څرنګه  اوریځ باران ، ږلۍ او تالانده جوړوي

د کومولونیمبوس اوریځ د لاندی پړاونو وروسته جوړیږي:
۱-اوریځي د باد په واسطه  پورې وهل کیږي: د (کومولونیمبوس )اوریځ هغه وخت جوړیږي چې کوچنۍا وریځي(کمولس) د باد په واسطه یومرکزی ټکي ته پوری وهل شي.
۲- یوزایوالی: کوچنۍ ا وریځي سره یو ځای کیږی او غټي اوریځي جوړوي.
۳-خره کیدل: کله چې  کوچنۍ اوریځي سره یو ځای شوې او غټې اوریځي  یې جوړي کړې نو دا اوریځي کرار کرار پلنیږي چې دا پلنوالۍ په مرکزکې نسبت اړخو ته ډیر وي نو کله چې دا عمودي غټوالۍ ډیرشي نو اوریځي داتموسفیر یخو برخو ته  پورته کیږي او هلته د اوبو او ږلۍ وړې دانې جوړوی او کرار کرار دا دانې غټیږي چې دا دانې درنې شوی نو د اوریځي لاندی خواته راځي اوبیا د باران او ږلۍ سبب ګرځي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۲۴:۴۳«آیا نه وینې  ته چې بېشکه الله روانوي شړی اوریځي بیا یو ځای والۍ فرمایي په منځ د دغو اوریځو بیایې وګرځوي لاندې باندئ قت قت نو ویني به ته ای ( انسانه) باران چې وځي له منځه د دې اوریځي  …»

میتیورولوجستانو اوس  په دې  وروستیو کلنو کې  په ډیرو پرم ختللي وسایلو لکه :الوتکو،کمپوترونو، سټیلاتونو او بالونونو په وسیله د اوریځو د جوړولو  په بڼه او ساختم ان پوه شوي دي.
دا ذکر شوی مبارک ایت داوریځي د جوړیدو وروسته  د تالندې او ږلۍ په هکله داسي وایي:
۲۴:۱۳«… نازلوی الله له آسمانه غرونه د اوریځو چې وي په هغه غرونو کې ږلۍ پس رسوی الله دا ږلۍ هغه چا ته چې اراده و فرمایي او ګرځوي له هر هغه چا څخه چې اراده یې وفرمایي داتیزه روشنایي نژدې ده د هغو سترګې ړندې کړي

(میتورولوجستانو) دا موندلې ده چې  د (کومولونیمبوس) اوریځي هغه چې ږلۍ اوروي ۲۵۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰ فیټه یا (۷.۴-۷.۵) مایله لکه غرونه پلنوالۍ لري.

دمیتورولوجي په اساس هغه اوریځي چې ږلۍ اوروي هغه برقي کیږي :کله چې د باران څاڅکي د ږلۍ د دانو سره ومښلي یا ټکروکړي نو هغه څاڅکي کنګل کیږي اوخپله پټه انرژي ازاده وي دا انرژي بیا د ږلۍ مخ تودوي او د
یخي کرستل یې مخ پوښي  اوالکترونونه د ساړه شیانو نه تودو شیانو ته حرکت کوی نو ږلۍ منفی چارچ اخلي همداسې کله چې د ږلۍ دانې  د ډیرو یخو  څاڅکوسره تماس وکړی د د ې یخو کوچنۍ څاڅکو د دړو مثبت چارچ م اتیږي؛   دا مثبت چارچ بیا د اوریځي پورته خوا ته ځي او ږلۍ منفي چارچ  نیسي او   اوریځي لاندې  خوا ته ځي او هغې ته  منفي چارچ ورکوي او دا منفي چارچ بیا د تندر سبب ګرځي نو ږلۍ د تندر د پیداکېدو مهم فکتور دئ  لکه چې قران پاک وایي.
په( ۱۶۰۰) کې  د (ارستوتل ) نظریه دا وه چې  اتموسفیر دوه ډوله هوا تولید وي یوه سړه او بله توده .هغه ویل: د تندر   ږغ د وچي هوا اوا وریځو د مښتلو څخه پیدا کیږي او بریښنا بیا د وچي هوا   په بې شمې اورسره د سوځیدولو نه  پیدا کیږي. دا هغه نظریه وه چې د اسلام په  وخت کې هم خلکو باور پرې درلود.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب