
د ژبژغورنې غورځنګ د بنسټګر ښاغلي ابوبکر ځلاند پېژندنه
دا ځل ښاغلی Abubaker Zalland د هېواد، توکم او ژبې ستر خدایي مبارز او فعال ځوان درپېژنم:
ګران ځؤان مشر ابوبکر ځلاند صېب د انجینیر میاګل زوی چې اصلا د کابل ولایت د کوټګی کلي دی، او د کابل شهرنو سیمې په یوې روڼ آنده تحصیلکرده او اسلامپاله کورنۍ کې زېږېدلی دی او اوس هم کابل کې مېشت دی. له حبیبیې عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ بیا د حقوقو پوهنځي کې شامل شو، چې له نېکه مرغه یې په سمسټریزو ازموینو کې لومړی راغی او د ۹۷% نمرو پر بنسټ د پوهنتون ممتاز محصل وبلل شو، پس له هغې د خپل لیاقت پواسطه فوق العاده بورسیې باندې هندوستان هېواد ته ولېږل شو، هلته یې عثمانیې نړېوال پوهنتون کې اقتصاد پوهنځی ولوست چې ترې په اعلی درجه (First Division) کې فارغ شو. او د اقتصاد پوهنځي سره سره یې هند کې دوه یو کلن تخصصي کورسونه چې یو یې د شخصیت جوړونې او بشري اړیکو یو کلن تخصص
(Human Relations & Personalty Develooement)
او بل یې د جرم پېژندنې تخصصي کورسونه ول، ولوستل او ترې فارغ شو.
ځلاند صېب پخوا د محصلانو استازی پاتې شوی او دې سره یې تل مبارزه کړې د ځوانانو ستونزې یې رابرسېره کړي، تلویزیوني رسنیو کې یې د ځوانانو حق غوښتی.
ځلاند صېب د زرګونو هېوادوالو په غوښتنه د پښتو ژبې مبارزه پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې هېواد کېد ژبنیزې حقغوښتنې په بار د ژبژغورنې غورځنګ د ډبرې بنسټ کېښود چې زرګونه ځوانان ترې چاپېر دي.
چې اوس مهال ځلاند صېب د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر او بنسټګر دی او له ۲۰ زیاتو ولایتونو ته یې سفرونه کړي او هلته د مشر ځلاند په واحده مشرۍ، یاد غورځنګ سترې څانګې لري!
څومره چې زه ځلاند استاد پېژنم، هېڅ سیاسي حزب پورې اړوند ندی، یو خپلواک، بېپرې، مؤحد او د پراخ آند خاوند دی.
ځلاند صاحب د یو دریځ خاوند دی تر دې دمه د هېڅ ډلګۍ یا طرف نه دی نېولی، د سولې او افغاني ورورلۍ غږ یې پورته کړی. ظلم که د طالب، امریکا یا حکومت لخوا شوی نو دغه ځوان غندلی.
د محصلۍ څخه وروسته یې هېواد کې د پښتون او پښتو ژبې د محرومو حقوقو لېدو سره خورا دردېدلی چې همدې وجداني درد اړ کړ تر څو حق لپاره ستره مبارزه پیل کړي. زرګونه ویښ او پوهه ځوانان یې سره منسجم کړل او د ژبژغورنې غورځنګ پر مټ یې د حق ناره لوړه ساتلې، له ۲۰ زیاتو ولایاتو کې سترې څانګې او دفاتر لري چې ګڼو کلیو، ولسوالیو او ولایتونو کې ګرځېدلی سترې غونډې ورته نیول شوي تر څو ولسونه راویښ کړي ګوندې د خپل توکم او ژبې حق وغواړي. ځلاند صېب لنډ مهال کې سترې لاسته راوړنې لري، لسګونه هټیوال یې هڅولي چې خپلې د هټیو لیکدړې پښتو کړي، دغه راز لسګونو حکومتي مأمورین یې اړ کړي چې مکتوبونه او نورې چارې پښتو کړي دا غږ یې دومره زورور و چې آن تر ارګه ورسېد او د پښتو حقغوښتنه یې د دې لامل شوه چې ولسمشر هم د پښتو ژبې اداري کولو حکم ورکړي، دغه راز یې پر لوړو زدکړو، کلتور او پوهنې وزارتونو فشارونه راوستلي تر څو پښتو ژبې حق ورکړي او ګڼې ناستې یې ورسره کړي.
ځلاند صېب مبارزې سره سره ګڼ فعالیتونه بېپرې لیکنې او ژباړې کوي.
افغان کادرونو پاڼه
درنښت