خپلواکي او سوکالي

 آزادي هغه وخت شتون لري چې انسانان په آزاده توګه وکولای شي ژوند یا خپل کارونه ترسره کړي، یا  آزادي هغه ده چې د هغه په کولو سره خپله یا د ټولنې افرادو ته بې له کوم نقصان رسولو څخه ژوند کولو حق په لاس ورشي. د خپلواکۍ بیدون ژوند بې ګټې دي،  که انسانان ازادي ونه لري،  د آزادۍ پرته، ژوند ناراحته، ستړي، او هیڅ ډول د لیوالتیا احساس نه شي کولای. انسانان باید ازادي ولري ځکه دا ژوند دی، او په ژوند کې باید ازادي وجود ولري او انسانان باید خپلواک اووسي. ایا تاسې داسې فکر نه کوئ چې تاسې به خپه یا غوسه شئ که ستاسې په ژوند کې یو څوک لاسوهنې ته دوام ورکړي؟ ایا تاسې داسې فکر نه کوئ چې دا ښه خبره نه ده چې یو څوک دې ستاسې د خپلواکه ژوند لارې راکمې کړي؟ بلکل ځواب معلوم دی دا ازادي ده، له همدې امله ازادي د پام وړ ده، تاسئ پوهیږئ، ژوند به دومره اسانه نه وي که موږ د هغه څه کولو حق ونه لرو چې موږ یې غواړو. دا ستاسې خپل ژوند دی، نو تاسې باید هغه څوک اوسئ چې د ژوند چارې سمبالوئ. ازادي هغه کلمه ده چې کولی شي انسانان په ژوند کې سمې لارې ته رهبري کړي (همت، 2020). خپلواکي (ازادي) انسان ته خدای ” ج ” وکړی حق دی هر انسان خپلواک پیدا شوی دي،  یو انسان تر هغه پورې خپلوک دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي. تر ډیره انسان باید د خپلې خپلواکۍ په چوکاټ کې د نورو انسانانو خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي. د خپلواکۍ د پیژندلو لپاره د  Peter Levine ډله بندې روښانه کوم،(Carter, 2022)   هغه خپلواکي په شپږو برخو کې واضح کړي ده:

منفي ازادي

هغه ازادي ده، چې له مخې یې ټولنه یا د ټولنې افراد له هغې خپلواکۍ څخه زیان زغمي، بلکې دا ډول ازادي د دین، هیواد، فرهنګ او ټولنې ته په ګرانه بیه تمامیږي، مثلآ د نیمه بربنډ لباس رواجول، چې نور افراد ترینه متضرره کیږي.

مثبته ازادي

هغه ازادي ده، چې له مخې یې د ټولنې افرادو ته تکلیف نه رسیږي، بلکې دا داسې ازادي ده، چې هم شخص او هم ټولنه له دې ډول ازادۍ څخه پرمختګ، سوکالۍ او د هوسا ژوند درجې ته رسیږي، مثلآ د تعلیم حق او یا د خپل د خوښي پورې مربوط زدهکړي.

فردي ازادي

هغه ازادي ده، چې په عامه او خصوصي برخو کې د یو شخص خپلواکي بیانوی، بلکې دا ډول ازادي، منفي او مثبت ارخونه لري، فردي ازادي باید د ټولنې افرادو لپاره حساسیتونه ونه پاروی، او د ټولنې افرادو لپاره مثبت پیغام انتقال کړي. مثلآ د ښه فامیل جوړولو حق چې نارینه او ښځینه یې لري، د سوداګرۍ حق او داسې نور.

ګډه ازادي

هغه ازادي ده، چې د ټولنې ټول افراد په ګډه سره د نړۍ او د خپل هیواد د جوړولو یا فعالې همکاري احساس راژوندي کړي، په داسې ازادۍ کې ټول وګړي د خپل هیواد د ابادۍ لپاره هلې ځلي کوي.

نه مداخلت ازادي

هغه ازادي ده، چې  افراد د بهرنۍ قوی د نفوذ پرته خپل کارونه او فعالیتونه پرمخ وړلای شي، دا ډول ازادي مهمه ده، تر څو انسان بغیر له دې چې خارجي نفوذ د تاثیر لاندې راشي، باید خپل کارونه په منظم شکل پرمخ یوسي.

فکري ازادي

هغه ازادي ده، چې د فکر او د بیان حق، پرته له کوم محدودیت څخه وړاندي شي، د فکر ازادي چې د یوې دیموکراتیکې ټولنې نه بیلیدونکي برخه ګڼل کیږی، د خپلواکۍ د بنسټ په توګه د افکارو او معلوماتو ته د لاسرسي، څیړني او بیانولو په برخه کې د فرد فکري خپلواکي روښانه کوی. فکري ازادۍ کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ شرایط شامل دي او د معلوماتو له ازادۍ او د محرمیت له حق سره تړاو لري. په دې معنا چې انسانان باید فکرآ خپلواک اووسي تر څو خپل افکار بې له کوم ډار څخه وړاندې کړي.

 فردي ازادي د اقتصادي پرمختګ سره لازم او ملزوم دی، په دې معنا چې په ټولنه کې د افرادو مالي او اقتصادي ستونزي د فرد ازادیو پوري تړلی خبره ده. منتیسکو وايي، یو هیواد هغه وخت ازاد او خپلواک ګڼل کیږي، چې د هغه هیواد خلک ازاد او خپلوک وی. ازاده سوداګري د فرد ازادۍ ته اړتیا لري، نو که چیرته افراد فردي ازادي ولري نو د هیواد اقتصادي پرمختګ شوني دي. کله چې د پرمختیا دری شاخصونه کموالي کوي یعنې فقر او بیوزلي او بیکاري کمیږي او یا هم د عاید د وېش په نا مساویتوب یا نا انډولتوب کې کمښت راځي (Pattanaik, 2017) ، نو بې له شکه دغه حالت د اقتصادي پرمختیا حالت دی. خو که د دې دريو واړو څخه یو یا دوه او یا هم درې واړه په خپل حال پاتې شي اقتصادي پرمختیا نه رامینځ ته کیږي که څه هم سړي سر کلنی عاید په بې کچې تو ګه زیات شي. په ۱۹۹۰ زېږديز کال کې یو ځل بیا د اقتصاد پوهانو نظر د اقتصادي پرمختیا په برخه کې بدلون وموند  (Prendergast ,2005). معاصر اقتصاد پوهان په دې اند دي چې اقتصادي پرمختیا د یو هیواد د وګړو پرمختګ دی نه د اشیاوو او لوازمو (Woo & Chan, 2014)، اقتصادي پرمختیا داده چې د وګړو د ژوند په کیفیت کې ښه والی راشي، هغوی ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرې او د ژوندانه معیار يې لوړ کړل شي. دا ښه والی يواځې د ډېر عاید له امله نه شي راتلای، بلکې هغوی ته باید د معیاري او غوره تعلیم او تربیې، با کیفیته روغتیایي خدمتونو او د ژوندانه د پاک چاپیریال زمینه برابره شی. د یو هیواد د وګړو د فقر کچه راکمه شي، فرهنګي او سیاسي خپلواکي ولري او د یو ډول فرصتونو څخه برخمن شي.

 ازادي اخیستل کیږی، او ددې لپاره مبارزه پکار ده، تر څو هر انسان ازادي ولري، که فردي ازادي، ګډه ازادي او یا د هیواد ازادي وي، باید ددې لپاره فکری روزنه ترسره شي، تر څو انسان د ازادي پر مفهوم پوه شي، وطن دوستې، نیشنلیزم او فکري روزنه هغه څه دي چې په انسانانو کې د غلامۍ دیوالونه له مینځه وړي، او انسان د ازادۍ په ذریغه د ژوند پر حقیقي معنا پوهیدلای شي، علم او پوهه هغه څه دې چې ازادي ترلاسه کول مثبته روحیه رامنیځته کوی ځکه منفي افکار له مینځه وړی.

 ولس ټوټه-ټوټه دی، څوک په یوې لارې او څوک په بلې لارې روان دی. ډیری مهم او اساسي مسئلې دي چې د یو ولس په توګه باید پرې راټول او متحد وای. د بیلګې په توګه، نظام جوړولو هنر، ملک د دفاع، د اقتصادی ودې او نورو ساحو کې ستر ملي ارمانونه  ټاکو، پردو له احتياجه  خلاصون او داسې نور (رسولي، 2017). په کار دا ده چې افغان ولس لومړی ځان د یوه متحد او متفق ولس په توګه را څرګند کړي. ځان له قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اړیکو له پالنو څه پاک کړي. ځکه چې د نړۍ په تاریخ کې هیڅ ملت او ټولنه— کله چې په دغه ډول ناروغیو اخته شوې د بریا مرحلې ته نه ده رسیدلې او خپله موخه یې نه ده ترلاسه کړې. په دغو او دې ته ورته موضوعاتو هغه وخت یوه واحد تعریف او دریځ ته رسیدای شو چې، افغان ولس په یوه فکر او عقیدې سره را غونډ شي (حقپال، 2017).

په اسلام کې ازادي خاص مقام لری، الله ج په خپل مبارک کتاب کې د عقیدوی او فردي ازادۍ یادونه کړي ده، چې د نوموړو ایتونو په قیاس مونږ ددې څخه داسې اخذ کوو چې ازادۍ ته اسلام هم جواز ورکړي دي، تر څو انسانان خپل دریځ معلوم کړي. په دې معنا چې په زور او ظلم سره هیڅ کار جواز نلري، بلکې په هر ه بنا‌ء چې وي اسلام فردي ازادي ته حیثیت ورکړي دي، ددې لپاره چې لا ښه پوه شو، د ځینو ایتونو ژباړه راخلو.

د الكهف سورت په ۲۹ نمبر ایت کي الله ج فرمايي: که د چا زړه غواړي ودې مني او که د چا زړه غواړي منکر دې شي. د ق سورت ۴۵ نمبر ایت ژباړه ده: او ستا وظیفه په هغوي باندې په زوره خبر منل (اسلام راوړل) ندي. د النعام سورت په ۶۶ نمبر ایت کې الله ج فرمايي: دوي ته ووایه، زه پر تاسې باندې د ساتونکي په توګه نه یم ټاکل شوی. همدارنګه النعام سورت په ۱۰۷ نمبر ایت کې فرمايي: ته مونږ پر هغو پیره دار نه یي ټاکلی. د یونس سورت ۱۰۸ نمبر ایت کې فرمايي: او زه پر تاسې باندې څارندوۍ نه یم. د هود سورت ۲۸ نمبر ایت ژباړه: هغه وویل ای زما قومه لږ شان فکر وکړئ چې که زه د خپل رب له لوري پر یوې څرګندې شاهدۍ ولاړ وم او بیا هغه زه پخپل ځانګړي رحمت سره هم سرلوړی کړم، خو هغه تاسو ونشول لیدلی، ښه نو زموږ سره څه وسیله ده چې تاسو منل نه غواړئ او مونږ په زوره هغه ستاسې په سر باندې وتپو ؟  (صاحب ذاده، 2017)، نو د پورتینو ایتونو څخه واضحه کیږي، چې اسلام د آزادۍ دین دی د اسلام عقیده د استقلالیت عقیده ده، او دا ثابتوي چې اسلام د حریت او آزادۍ دین دی، اسلام غواړي چې خلک د قیصر او کسری او د مثالونو له ظلم او جبر څخه یي خلاص کړي او له بل طرفه یي پدې هم نه مجبوروي چې بغیر له خپلې خوښې د اسلام په مبارک دین کې شامل شي، نو اسلام په پوره او کامل ډول خلکو ته استقلالیت او آزادي ورکړیده.

 د انسان له لومړنیو اړتیاوو څخه یوه ازادي ده چې په ټولنیز بهیر کې مرکزي رول لوبوي. د بشري پرمختګ معنی د انساني اړتیاوو پراخه کول دي، چې همدا د ازادۍ مفهوم ته اړتیا لري. بشري پرمختګ د هوساینې د پرمختګ ترټولو مهم عامل دی چیرې چې آزادي د هغې د ترلاسه کولو لپاره اړینه وسیله ده. د ټولنې هوساینه د ازادۍ پورې مربوط ده، همدا د ټولنې پرمختګ د افرادو د هوساینې او ازادۍ سره مستقیمآ اړیکه لري. آزادي د اندازه کولو مختلف شاخصونه لري چې ځینې وختونه ډیموکراسي د آزادۍ شاخص په توګه کارول کیږي. ازادي کولی شي انسانان د طبیعي پیښو (لکه سیلاب، زلزلې، وچکالۍ او نور)، ټولنیزې ستونزې (لکه مړینې، د ژوند ټیټ اټکل او بې سوادۍ) او اقتصادي ستونزې (لکه  فقر، بې کارې ، بې وزلې، غیر عادلانه عاید ویش، د سړي سر ټیټ عاید او داسې نور) په وړاندې ساتنه وکړي. د بشري اولیتونو او اړتیاوو پراخولو او په ټولنه کې د ډیموکراتیکو اړیکو چمتو کولو له لارې، ازادۍ ته اړتیاوی لیدل کیږي، تر څو د ټولنې هوساینه تامین شي. همدارنګه، آزادي د دې سبب کیږي چې د عاید د عادلانه ویش او سیاسي او ټولنیزې ازادۍ په برابرولو سره ټولنیز هوساینې ته وده ورکړي (Richards, 2022).

په افغاني ټولنه کې  د ازادۍ او سوکالۍ پر وړاندې ډير خنډونه شتون لري، په هیواد کې په تیرو شلو کالو کې  تعلیم او علم ته ډير کار وشو، خو بیا هم فکري ازادي، وطن دوستي او نیشنلیزم هغه موارد دي چې زمونږ هیواد ورته اړتیا لري، ځکه د همدې مواردو نشتون له کبله د خلکو ازادي سلب شوی ده. چې تر ټولو لوی خنډ د کورنۍ جګړو او د بهرنیو مداخلت او استخباراتي چارې ددې لامل شوی چې په هیواد کې یې مختلف ډوله ازادیو ته زیان رسولې دي، بنسټونه یې ویجاړ کړی دي، د خلکو فردي ازادي سلب شوی ده،او ډیر ماشومان یې یتیمان کړی چې په نتیجه کې افغانان د ژوند کولو ازادي هم نه لري. په هیواد کې د بې اتفاقۍ او نه عصریتوب ددې لامل شو چې د ازادۍ او سوکالۍ پر وړاندې خپله خنډو شو،  په حقیقي معنا سره د اخوت ، همکارۍ، نه تبعیض، متقابل احترام، ملت پالنې احساس کموالي په افغانانو کې د ازادۍ او سوکالۍ پروړاندي خنډونه ایجاد کړل. پدر سالاري  د سوکالۍ په وړاندې یو بل خنډ دی چیرې چې میرمنو ته په سپکه سترګه کتل کیږي، نجلۍ ماشوم ته د زده کړو فرصت نه ورکول کیږي.

 پر ستراتیژي کار کول له مهمو او اړینو مسایلو څخه ده، خو په افغانستان کې د ستراتیژۍ په برخه کې حکومت تل پاتې رازي، ددې موضوع روښانتیا د روان بحران څخه ښه درک کیدلای شي، هوساینه د اړمنو کسانو او کورنیو لپاره د حکومت لخوا تمویل شوي مرستو پروګرامونه او طرحې دي، په شمول د روغتیا، اولیه مرستې، د خوړو پرګرامونه، او د بیکارۍ د له مینځه وړلو پروګرامونه، ځوانانو ته د کار زمینه سازي او داسې نور. هوساینه نه یوازي، اړمنو خلکو سره مرستې دي، بلکې هر انسان د خپل ژوند د هوسا لپاره ستراتیژي ولري، ترڅو په ژوند کې سوکاله او ازادانه ژوند وکړي، اقتصادي ازادي او هوساینه اړینه موضوع ده، د خپل هوسا ژوند لپاره د ستراتیژي لرل، انسان ته د ازادۍ او پرمختللي ژوند ټوله معنا افاده کوي.

ماخذونه: 

  1. حقپال، نصرت الله (1802)، آزاد که اسیر افغانستان؟ د لاسرسي وړ: https://www.nunn.asia/127339/%d8%a2%d8%b2%d8%a7%d8%af-%da%a9%d9%87-%d8%a7%d8%b3%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d8%9f/
  2. رسولی، محمد عارف (1702)، د ملتونو خپلواکي څنګه تلپاتې او بشپړیږي؟ د لاسرسي وړ: https://taand.com/main/?p=95086
  3. همت، حشمت الله (2002)، د خپلواکۍ ارزښت، د لاسرسي وړ: https://www.nunn.asia/171050/%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88%d8%a7%da%a9%db%8d-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa/
  4. صاحب ذاده، عابد محبوب (1702)، په اسلام کې د عقیدي استقلالیت او ازادي، د لاسرسي وړ: https://wasiweb.com/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b9%d9%82%db%8c%d8%af%db%90-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d9%82%d9%84%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%a2%d8%b2%d8%a7%d8%af%d9%8a/
  5. Prendergast, R. (2005). The concept of freedom and its relation to economic development—a critical appreciation of the work of Amartya Sen. Cambridge Journal of Economics, 29(6), 1145–1170. http://www.jstor.org/stable/23601618
  6. Woo, K.Y. & Chan, A. (2014). Economic freedom and economic development. International Economic Development: Leading Issues and Challenges. 107-142. 10.4324/9781315817491.
  7. Pattanaik, Prasanta. (2017). Individual Freedom and Welfare Economics. Journal of Quantitative Economics. 16. 10.1007/s40953-017-0107-2.
  8. Richards, Neil. (2022). Freedom. 10.1093/oso/9780190939045.003.0006.
  9. Carter, Ian, (2022). “Positive and Negative Liberty”, The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2022 Edition), Edward N. Zalta (ed.), forthcoming URL = <https://plato.stanford.edu/archives/spr2022/entries/liberty-positive-negative/>.
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب