خلک به تر پوزې ترې راغلي وي تخلص به یې قرار وي | طنز
خلک به تر پوزې ترې راغلي وي تخلص به یې قرار وي.
کورکی به یې ده څښلو اوبه نه وي تخلص به یې سمندر وي.
خندا به یې څلورم کلی اوری تخلص به یې غمګین وي
له خبرو به یې ټول خلک په تنګ وي تخلص به یې خاموش وي
ده لټی نه به غرمه راکښیــنی تخلص به یې ستومان وي
جماعت به په میاشت کی نه وينی تخلص به یې عابد وي
بی انصافی به یې حد نلری تخلص به یې عادل وي
له بداخلاقی به ده چا زړه نه ورځی تخلص به یې مینه ناک وي.
له ډاره به ده چا په مخکی خبری نسی کولی تخلص به یې زړور یې.
څوک به یې په دسترخوان نه پریدی تخلص به یې خپلواک وي
ده ورځی به سل کورونه ورانه وي تخلص به یې غمشریک وي
ده چا به ورسره ډوډی نه تیریګی تخلص به یې سمارټ وي
درد به یې په عمر نه وي لیدلی تخلص به یې دردمن وي
په خاوره به یې پرلت نه وي وهلی تخلص به یې خاورین وي
د بدرنګی نه به خلک ورنه مخ پټوي تخلص به یې جمال وي
د بخیلی له وجی به سوالګر په څپیړه وهی تخلص به یې سخی وي
په جیب کی به یې غیران نه وي تخلص به یې شتمن وي
خپله به یې څلور ښځی کړی وي تاته به وایې ګټه پکښی نسته