حوره څه ته وايي؟
په قرآنکریم کې درې وارې د غلمانو او اوه ځلې د حورو یادونه شوې چې جنتیانو ته به د یو ځانګړي انعام په ډول ورکول کیږي (مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ سُرُرٍ مَصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ – دوئ به هلته په کتار شوو تختونو ډه ډه وهلي ناست وي او موږ به ښایستوکې، سپینې او د غټو سترګو والا پیغلې ورته واده کړو).
حور چې مفرده یی حَوراء دی، هغې ناواده پیغلې ته ویل کیږي چې د سبرې په شان ښکلی ونه، چپټ سپین مخ او غټې تورې سترګې ولري. پاک لمنې به وي، له خپل میړه سره به بې کچه مینه کوي او د هغه خدمت او جنسي غریزه به اشباع کوي. ځکه چې خاوندان به یی پدی دنیا نیکان، د الله تعالی څخه ډاریدونکي، د رسول خبره منونکي او ښه انسانان وو.