جو جو ناول زما له نظره
نصیر احمد احمدي د پښتو کیسه لیکوالو له ډلې تر ټولو هڅاند او نه ستړی کېدونکی دی، چې همدا نه ستړیا یې هم د بري او غوره کار دلیل کېدای شي. د نصیر احمد احمدي د یوه ناول له خپرېدو څخه وروسته د بل ناول اوازه یې خپره او بیا خپرېدو ته چمتو شي، زه فکر کړم چې دا د هر چا د وس کار نه دی، د احمدي صیب هر ناول دبیلا بیلو غوره ځانګړنو څښتن وي، هر نوی ناول یې تر مخکیني ناول نه په نوې موضوع او نوي انداز لیکل شوی وي، چې ښايي دا وړ وړتیا په نورو کېسه لیکوالو کې لږه تر سترګو شي.
دلته زه نه غواړم چې د نصیر احمد احمدي په فن او لیکوالي وغږیږم، دا ځکه چې د هنر او ادب په تله کې د احمدي صیب د لیکوالۍ او هنر تلل ډیر وخت غواړي، زه غواړم هغو ټکو ته اشاره وکړم، چې د جوجو ناول د لوستو پر مهال ماته یا ښه وبرېښېدل او یا مې لږ تر لږه خوښ نه شول.
جوجو د احمدي صیب نوی ناول دی، چې په دې وروستیو وختوکې خپور شوی دی، لمړی باېد ووایم چې ما جوجو ولوست، او په ټوله کې مې ډیر زیات خوښ شو، داچې په لمړي ځل په پښتو ژبه یو ساینسفکشن ناول لیکل کیږي او خپریږي داخپله یوه لویه خبره ده، او بیا خو همدغه خبره د دغه ناول ستره ځانګړنه، ښېګڼه، وړتیا او ښه والی دی. ډیری خلک د هغه ګام له پورته کولو ډاریږي چې دده په شاوخوا سیمو کې لا چا نه وي پورته کړی، دا ځکه د نویو ګامونو د اخېستو د زیان او ګټې کچه ورته نه وي معلومه، جوجو هم د پښتو د کېسه ایزې نړۍ یو نوی ګام دی، چې له ښه مرغه د هېواد پیاوړي لیکوال نصیر احمد احمدي دغه ګام پورته کړ، له همدې سببه ښايي ددې نوي ګام نیمګړتیاوې لږې او ښيګڼې او ښکلاوې یې ډیرې دي.
د نړۍ په نورو ژبو کې د داوړ ناولونو او کېسو مخینه ډیره اوږده ده، خو د پښتو ژبې په کېسه ایز ډګر کې دا لمړنی ګام دی، چې زه فکر کړم ډیر په غور او پام پورته شوی دی، او هېله منه یم، چې په راتلونکې کې موږ په دې برخه کې غوره لاسته راوړنې ولرو.
ساینسفیکشن کېسې او ناولونه له ټولنې سره مرسته کوي، چې له راتلونکو ستونزو نه خبر شي، د راتلونکو ستونزو د مخنیوي لارې چارې هم په کې لټول کیږي، دا وړ ناولونه کېسې او فلمونه د ټولنې د پرمختګ لپاره خلکو ته په هنري بڼه ځینې وړاندیزونه وړاندې کوي، چې هوښیار ملت کولای شي، په دغو وړاندیزونو غور وکړي او د خپل ژوند د ښه والي لپاره یې عملي کړي.
موبایل د یوه ساینفیکشن کېسې او فلم وړاندیز و، یانې په یوه همداسې فلم کې موبایل ته ورته څه کارول شوي ول، چې د هماغه فلم دا وړاندیزته هوښیارو خلکو د عمل جامه واغوسته او نن ورځ موبایل تلیفونونو، ډیرې اوږدې لارې لنډې، د کار اوږده زماني واټنونه راکم او د ډیر زیات لګښت مخنیوي کوي، او همدغه موبایل دی، چې نن ورځ تکنالوژي او ورسره دخلکو ژوند مخ په لوړه روان دی.
نو زموږ ټولنه، چې له نورې نړۍ نه په نوې تکنالوژي، ان د ژوند په ډېرو برخو کې بیرته پاتې ده، په داسې یوې ټولنې کې دساینسفکشن ناولونو او کېسو لیکل او د فلم بڼه ورکول یوه اړتیا ده. هېله منه یم، چې زموږ لیکوالان دغې برخې ته پوره پام وکړي .
جوجو ناول، زه نشم ویلی، چې د ناول نوم ښه نه دی، خو ویلی شم، چې دناول نوم زما خوښ نه دی، ښايي دا زما سلیقه وي، نظر وي، ځکه پرې ډیر تاکید نه کوم، خو دومره وایم، چې له یوه چا نه مې اورېدلي ول، چې د ناول او کېسې تر ټولو کمزوری نوم هغه دی، چې د ناول یا لنډې کېسې د یوه کرکټر نوم وي. سره له دې، چې د ناول نوم (جوجو) یواځې یو نوم دی، او هیڅ ډول مفهوم نه وړاندې کوي، خو همدا نوم له خورا ډیرې تلوسې ډک دی، چې هرڅوک یې لوستو ته لیواله کیږي، سره له دې چې ډیری به فکر وکړي، چې جوجو د یوې ماشومې یا ماشوم د لوبو کومه نانځکه یا موټرګی به وي. خو کله چې د ناول لمړی مخ لولي نو نور جوجو د پرېښودو نه وي، باېد ترپاېه یې ولولي، ناول له ډیرې ښاېسته او نرمې تلوسې نه داسې ډک دی لکه چیرته نرم سپرلنی نرم شمال چې د ګل پاڼې په سندرو سندرو په ګډا راوړي ، په ناول کې نه منډې شته نه داسې غوټه اچول شوې ده چې لوستونکي دذهني فشار له کبله ناول تر پاېه ولولي، بلکه د ناول ناببره خو کرارې پېښې لوستونکی له ځان سره په ملګرتوب او پستو پستو خبرو ساتي، او ځای پر ځای ورته ښوونیز پیغامونه هم وړاندې کوي .
ددې ناول بله ښېګڼه هم ځاي پرځای بیلابیل ښوونیز پیغامونه دي، چې د جوجو په پرله پسې پوښتنو کې، په هنري ډول پټ شوي دي، زه فکر کړم چې دا برخه د ناول له ډیرو ارزښتناکو برخو نه ځکه ګڼل کیږي، چې د هنر او ادب په ښکلې او وریښمینه جامه کې د ټولنې د بدلون لپاره ښوونیز پیغامونه رانغاړل اسانه خبره نه ده، او دا کار لوړ هنري خلاق، ذهن ته اړتیا لري، چې کلیمات او جملې داسې سر واوډي چې لوستونکی د پیغامونو د اخېستو پر مهال د هنر کمزوري احساس نه کړي، او هنر هم زیانمن نشي.
دا چې هنرمند څنګه کولای شي، خپل هنري اثر د ښوونیزو پیغامونو د وړاندې کولو په لار کې له هنري پلوه له زیانمنیدو نه وساتي هنرمند یا لیکوال باېد په لمړي ګام کې دخپلې لیکنې ژبې ته ډیر زیات پام وکړي ، چې دجوجو په ناول کې همداسې هم شوي دي .
ناول لیکوال هڅه کړې چې دښونیزو پیغامونو لښتو یې دلیکنې دژبې ښکلا او هنري بڼه زیانمنه نه کړي ، همداشان دجوجو ناول ژبه ډیره خوږه پسته او داسې په هنري انداز لیکل شوې ده چې انسان نشي کولای دناول له پېښو نه ځان جلا احساس کړي.دمحاورو لنډې لنډې جملې ډیرې ښکلې او ډیرې طبیعي دي، سره له دې چې دناول ژبه ډیره زیاته یوې سیمې ته ځانګړې شوې ده ، او ښايي ډیرو ته یوه نیمګړتیا وبریښي ، خو زه یې دا ډول ستایم ، لمړی داچې له غزنیڅۍ پښتو لهجې سره په ډیره ساده ډول دنورو له اشنا کېدو سره مرسته کوي دوهم داچې په ناول کې دپېښو دځای هیڅ یادونه نه ده شوې ، چې په یوه ناول کې مکان په ګوته کول له ارونو نه ګڼل کیږي ، خو دلته دغزنیڅۍ لهجې کارول خپله دناول دپېښو دځای څرګندویي کوي چې په دې ډول موږ نشو ویلی ګواکې په جوجو کې دمکان ښودنه نه ده شوې.
جوجو او تواب ددې ناول مرکزي لوبغاړي یا کرکټرونه دي ، جوجو له بلې نړۍ نه راغلی یو موجود دی چې په خپل وړوکي وجود دډیرو سترو کارونو دتر سره کولو وړتیا لري ،او مځکې ته دتحقیق لپاره راغلی دی ، او تواب یو کلیوال پښتون زلمکی دی، چې له جوجو سره دهغه په تحقیق کې مرسته کوي .
لیکوال دجوجو دراتګ لپاره ډیر منطقي او کوټلي دلایل وړاندې کړي دي، او له جوجو سره دتواب دروږدې کېدو لپاره یې هم ډیره غوره زمینه سازي کړې ده، دیوه لیکوال وړتیا همدلته راڅرګندیږي چې څنګه کولای شي یوه ناشونې کړنه یا وړتیا داسې شونې انځور کړي چې لوستونکی یې په شونتیا بسنه یا قناعت وکړي .
جوجو چې د خپل تحقیق پر مهال له ډیرو او بیلابیلو پېښو سره مخ کیږي ، او هره پېښه ورته نوې او ځینې پېښې ورته غیر عادلانه ښکاري ، غواړم دې جملې ته لږه تمه شم، لمړی داچې ، جوجو دخپل تحقیق پر مهال له ډیرو او مختلفو موضوعاتو او پېښو سره مخ کیږي ، او ډیری دا پېښې له یو بل سره دومره تړاو هم نه لري . دا پېښې نه یواځې داچې له یو بل سره تړاو نه لري بلکه دکېسې دمرکزي کرکټرونو له ژوند سره هم دومره تړاو نه لري ، ښایي دا خبره ډیرو ته دکېسې داصولو پر بنسټ غیر منطقي او یا له ارونو نه سر غړاوی وبرېښي ، خو زما په اند دا ټولې تيتې پېښې دیوې موخې لپاره په یوه ټکي راټولیږي چې هغه دجوجو تحقیق دی، همدغه دتحقیق ټکی دغو ټولو تیتو پېښو ته تړاو ورکوي او کیسه له ارونو نه دسرغړاوي له توره ژغوري .
دوهم دا چې جوجو ته هره پېښه نوې او ځینې پېښې غیر عادلانه ښکاري. جوجو له یوې بلې نړۍ نه راغلی دی ښکاره خبره ده چې هره پېښه ورته نوې ښکاري. خو دا چې ځینې کړنې او پېښې ورته غیر عادلانه یا ظلم ښکاري ،دلته ځینې پوښتنې پېدا کیږي ، جوجو دیوې بلې نړۍ موجود دی ، دداسې نړۍ چې هر څه یې له دې نړۍ سره توپیر لري ،هلته شته ژوندي موجودات له ظلم ، ناروا او وحشته نه دي خبر او لمړی ځل دی چې داسې څه ویني یا اوري ، نو هغه څنګه حکم کولای شي یا فکر کولای شي چې دابه عادلانه نه وي ، لکه ،دجوجو په نړۍ کې هیڅوک خواړه نه خوري ، نو جوجو دیوه وږي انسان درد څنګه احساسولای شي ، هلته څوک نه ناروغیږي ، او نه درملنې ته اړتیا پېدا کوي، نو دی څنګه کولای شي چې دښځینه ډآکټرانو په اړتیا وپوهیږي، یا دښو او خرابو خوړو ترمنځ توپیر څنګه کولی شي ، چې ولې دتواب دکور نارینه شېدو چای خوري او دتواب دکور میرمنی تش چای؟ او یا دپېسو په بدل کې له کونډې نه جنسي ګټه اخېستنه ورته ولې ښه نه ښکاري ، حال داچې دا دیوې سیمې اویا دیوه ملت دودیز او اخلاقي اصول دي ، او نشي کېدای هر ځای یې دښو او بدو کچه دومره ژر څرګنده شي ، او بیا دیوه نوي موجود لپاره دځینو دودیزو او اخلاقي اصولو نه دسرغړاوي په باب حکم کول دومره منطقي نه بریښي.خو کېدای شي لیکوال ورته غوره دلایل ولري .
په ناول کې چې څه شي ډیر په زړه پورې دی او دا ناول له نورو ناولونو نه بیلوي هغه دپښتني ټولنې دپرلپسې نیمګړتیاو په نښه کول دي . دا ډیره اړینه برخه ده، په تیره زموږ دټولنې لپاره چې لا تراوسه په کې دمرګ او ژوند پرېکړې د دودونو او رواجونو په اصولو کیږي ، په جوجو کې نه یواځې داچې ځینې پښتني دودونه په ډیر هنري انداز تر نیوکو لاندې راغلي دي ، ان زموږ دخلکو ځینې کړنې ، غوښتنې او انګیرنې هم رابرسېره شوي ، او نیمګړتیاوې یې په ګوته شوې دي.
موږ له خوشال بابا نه وروسته په پښتو ژبه کې داسې اثار ډیر لږ لرو چې په هغو کې دې په پښتني ټولنه په زغرده نیوکې شوې وي ، او نیمګړتیاوې په ګوته شوې وي ، او ان کله ناکله خو دا نیمګړتیاو ته دښه والي جامه وراغوندو ګوندې نورو ته بد ښکاره نشو.
زه داحمدي صیب دا جرآت ستایم او هېله لرم چې دپښتنې ټولنې دځینو ستونزو په برسیره کولو سره ددې ټولنې دوګړو دپوها وي لپاره غوره اثار ولیکي.
او که راشو دناول ځینو پېښو ته ، په ناول کې دوه درې داسې پېښې راوړل شوې دي چې زموږ درسنیو له لارې ډیرې زیاتې تکرار شوې دي، لکه دښځمنو دنالوستۍ له سببه دکور دملکیت دکاغذونو ورکېدل ، یا هم دیوې امیندوارې میرمنې مرګ دا هغه څه دي چې ډیر زیات تکرار شوي دي .
او بله داچې دجوجو ملګرتیا او دهغه پوښتنې او ګر ویږنې دتواب په اندو فکر هیڅ اغیز نه کوي یانې دتواب په اندو فکر کې بدلون نه احساسیږي ، چې زه فکر کړم باېد دجوجو خبرو او انګیرونو دتواب په ذهن کې دیوه بدلون وړوکی شان اورورکی راڅرګند کړی وای