تفسير څه ته وايي؟
تفسير داسي يو علم دى چي په هغه سره پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندي د لوى څښتن د نازل سوي کتاب په هکله پوهه او د هغه د معناوو بيان او د هغه د احکامو او حکمتونو را ايستل په لاس راځي. ([1] ).
عالمانو فرمايلي دي چي تفسيرپوهنه د قرآن کريم له پوهنو څخه ډېره غوره او شريفه پوهه ده، چي په هغې سره د قرآن کريم هغه معناوي او موخي څرگنديږي چې د مسلمانانو د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ لامل گرځي.
([1])- وگورئ: د علامه سيوطي الاتقان، ٢ / ٥٤٩ مخ.