بوريس باسترناک

د١٨٩٠زيږديز کال د فبرورۍ مياشتې اوه ويشتمه هغه ورځ وه، چې د روسي عالم او د مسکو پوهنتون د مجسمه جوړونې د استاد ښاغلي لئانيدپاسترناک هغه هيله په کې پوره کېدله، چې له کلون وکلونو يې په زړه کې ګرځېده او خداى (ج) يو داسې ماشوم ور په برخه کولو چې راتلونکې يې ډېره له وياړونو ډکه او د لمر په څېرغوړېدلې وه اوهمغه هنرمند ماشوم يې نصيب شو، چې ده يې هيله درلوده. په دغه ماشوم يې بوريس لئانيدويچ پاسترناک نوم کېښود.

بوريس پاسترناک په ١٩٠٢زېږ ديز کال خپلې منځنۍ زده کړې په روسيه کې پاى ته ورسولې او په همدې کال د مسکو پوهنتون د تاريخ اوفلسفې په څانګه کې په زده کړه بوخت شو، کله يې چې په دغه پوهنتون کې زده کړې پاى ته ورسولې او په فلسفه وپوهېده، نو په ١٩١٢زېږديزکال کې د پاتې زده کړو د پوره کولو په موخه د المان د هامبورګ ښار ته ولاړ.

د دغه ښار په پوهنتون کې يې زده کړوته دوام ورکړ، خو هلته عجيبه داوه، چې د هغه څه نه يې زړه تورشو چې دى يې د زده کولو لپاره راغلى وو، له فلسفې نه يې بد راغلل نور يې نو ذهن نه شو کولى چې د فلسفې د روند باراوچت کړي همغه وو، چې اد ب ته يې مخه کړه او ادبي هلې ځلې يې پيل کړې .
د نوموړي ملګري اکثره د سمبولېزم او فوتورېسم له پيروان وڅخه وو.

په ځانګړي توګه د روسيې ولادميرماياګوفسکي سره يې ملګري دې سبب شوه، چې د ليريکا په کالنۍ کې يې پنځه شعرونه چاپ شي، د دې شعرونو سره د پاسترناک د شهرت انګازې په ټول روسيه کې خورې شوې او دوه کاله وروسته يانې په ١٩١٤زېږديز کال کې يې خپله لومړۍ شعري ټولګه په خپل زيارله چاپه راويسته، چې خوراښه هرکلى يې وشو، د دې شعري ټولګې له چاپ نه وروسته هغه قفقاز ته کډوال شو.
بايدووايو، چې له دې نه وړاندې هم د پاسترناک لس ټوټې شعرونه هم خپاره شوي وو، چې په سبب يې نوموړي د “سنتريفوګا” ډلې غړيتوب ترلاسه کړى شو، هغه په خپل يوه شعر کې په دې اړه وايي:

له خپل کوره مې پښه
په يوه لرې ميدان کېښوه
ته به فکرکوې، چې
يو ځل مې بيا پښه نړۍ ته ښکته شوه

پاسترناک په خپله تغزلي نړۍ او شعرونو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، کله چې بېرته له قفقاز نه هغه ښارته چې ده په کې سترګې غړولې وې راګرځېده، نو هر څه بدل وو، د ده د توقع سره خوشحالي اوخوښي نه وه مسکو ورته له درد اوغمه ډک ښکارېده او د فکر مرغانوپه کې سم وزرونه نه شوى غوړلى، نوموړى له خپلې مېرمنې ((بودګيناولادميرونا)) نه چې ده ته د مينې سمبول وه، جد اشوى و.
د هغې جدايي ورته ګرانه وه، خو ده هم ځنډ ونه کړ، په ١٩٣٤کال کې يې (( دزيناپيدا)) سره ژوندشريک کړ، نوموړى په اند و، چې انسان د دې له پاره پيداشوى، چې ژوند وکړي، نه د دې له پاره چې د ژوند له پاره ځان تيارکړي.

د پاسترناک د بخت وزرونه لاپسې وغوړېدل، د شهرت لوړو پوړيو ته ورسېده، په ١٩٣٤زېږديزکال کې د روسي دليکوالو په ډله کې، د روسيې د معاصر تاريخ د ترټولو معاصر شاعر په حيث وپېژندل شو.

وخت تېرېده، ١٩٤١کال وو، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې لمبې او سپرغۍ مخ په خورېدو وې، پاسترناک د چيستاپل په ښارکې اوسېده، همدلته يې خپله هېوادپالنه په ((ډاروونکي داستان)) او ((سرحدي کرښه)) ښکلو منظومو کې څرګنده کړه.

دا چې عادي ژوند هم پوځي بنه غوره کړې وه، نو دغه ستر شاعر هم مجبوريت د جګړې لومړيوکرښوته مجبورکړ، خو وسله وال نه و، په لاس کې يې د ټوپک په ځاى مايک وو او د پوځي خبريالۍ دنده يې په غاړه وه.

هغه کس، چې وړاندې به يې د مينې شعرونه ليکل، اوس به يې هره ورځ د مړيو او ټپيانو کريږې په ليکنوکې انځورولې، دا د يوه نازک طبيعته شاعر له پاره ډېره ګرانه ده، خو پاسترناک مجبورو، چې خپله دنده مخته ته يوسي، خو د دې سره سره يې هم په دغه وخت کې د لوديځي اروپا ستاينه په شعرونوکې کړېده، همدغه مهال د روسيې يوه بل نوموتي شاعر نيکولاى ايسېف نوموړى د روسيې د معاصر شعر بنښټګړ وباله او د ده شعرونه يې د روسيې د سمبولستانو وارثين وبلل.

پاسترناک له خپلې مېرمنې سره:

پاسترنا ک په همدې جريان کې د سمبولستانو په تقليد د ((دحصارله پاسه)) شعري ټولګه هم خپره کړه ، د روسي نوماندسمبولست ماياکوفسکي په تقليديې نوي شعرونه وليکل او په کې بريالى هم و.
په همدې کال په دغه شعري ټولګه (دحصارله پاسه) کې خپاره شوي دي؛ خو وروسته يې له تقليدي او له بل نه له اغيزمنو شعرونو ليکلو لاس واخيست د ذوقونو په ازمايلواو د لوړي درجې د شعرونو په ليکلو يې پيل وکړ، چې ښې بېلګې يې د ( ناروغ -١٩٢٤-١٩٢٨) او ويستوان اشميت ( ١٩٢٦-١٩٢٧) منظومې دي .

په دغه ښکلو منظومو کې له روسيې څخه د نوموړي لرېوالى او دروسيې د اکتوبر او فبرورۍ دوو انقلابونو انځور وړاندې شوى دى، هغه په خپلو شعرونو کې دغه انقلابونه ډېر ښه انځورکړي دي او د حالاتو ښه عکاسي يې بولو.

نوموړى د روسيي موسيقۍ د تال لپاره هم شاعري کړېده او د روسيې د نوي شعر د دوديز نظام بنسټګردى، چې په روسيي ادبياتو په ځانګړي ډول په شعرونو کې، يې يووالى رامنځ ته کړى دى.

پاسترنا ک په ١٩٤٦زېږديز کال کې خپل شهکار اثر ((داکټرژيواګو)) رومان باندې پيل وکړ، وروسته بيا د دغه تربشپړېدو اوپه روسي ژبه له خپرېدو وړاندې په اېټاليا کې د يوه کتاب خپرونکي فلترينلي له خوا په انګريزي ژبه خپور شو.
د کتاب مينه وال دومره زيات وو، چې حساب يې نه کېده او د فلترينلي تمه هم نه وه، وروسته په روسۍ ژبه کې هم څو ځله خپور شو، په ١٩٥٨زېږديز کال کې د نوبل نړيوالې معتبرې جايزې ته هم وړاندې شو او په جګو سترګو يې دغه جايزه وګټله، خو نوموړي د نړيوالو د توقع خلاف د دغه جايزې له اخيستلو ډډه وکړه، چې عمده او ښکاره علت يې د لويې سوسيالستي روسيې فشارونه او جبري غوښتنې وي.
پاسترناک په خپل يوه شعر کې دغه پېښې ته داسې اشاره کوي:

د حيوان غوندې شوم بند په داسې ځاى کې
چې رڼاشته، خلک شته، خپلواکي نه شته
بس يوازې بې مانا غــــــــږونه اورم
نه تښوى شم،نه مې ژوند کې څه خوښي شته

د هغه ځينې مخالفين په دې اړه بل نظرلري او وايي، چې پاسترناک ته د دغه جايزې ورکولو سياسي اړخ درلود، د نوبل ادارې دغه کار د امريکا د څارګرې تورې شبکې او د انګلستان په لارښوونه کړى وو.

د هغه د نوبل ګټونکي اثر داکترژيواګونه د پورلېنرپه مشرۍ يوې ډلې فلم هم جوړکړ، چې پياوړي لوبغاړي يې عمرشريف، چولي کېستي، جرالدين، چاپلېن، الک ګېنس او نور دي، چې وروسته دغه فلم د اسکار لوړه جايزه هم خپله کړه، خو د پاسترناک تر ګوتو ونه رسېده.

لنډه دا چې پاسترناک په روسي ادبياتو کې لوى حقدارګڼل کېږي او د شلمې پېړۍ د لويو مفکرينو او شاعرانو څخه دى او د لومړي ځل لپاره يې د روسيې په کلاسيکو ادبياتو کې يووالى نړى ته د سمبولېزم د لاسته راوړنوسره وړاندې کړ.

د ده ډېرې ليکنې په ځانګړي ډول د هغه نوبل ګټونکى رومان ((داکترژېاګو)) د روسيې يوازيني ټولمنلي ادبيات دي، چې د روسيې د شلمې پېړۍ له ادب نه ښه استازيتوب کوي.

دغه سترليکوال د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې په پردلکيناکې تېرولې، له خلکو سره يې ليدنه کتنه کمه کمه کړې وه، لامل يې داوو، چې نوموړى د سرطان په ناروغۍ اخته وو، دغه د زړبودۍ اوناروغۍ له درد او ځورډکې شېبې يې په بڼوالۍ او له اديبانو سره په ليدنوکتنو تېرولې .
د١٩٦٠زېږديز کال د مې دېرشمه په نړۍ کې د دغه ثمر لرونکي ليکوال د ژوند وروستۍ ورځ وه، داسې مهال يې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې د ده په نوم د نوبل علان شوې جايزه يې تر ګوتونه وه رسېدلې.
د لويې روسيې د وېشولو نه وروسته، د نوبل د جايزې اکاډمۍ په ١٩٩١زېږديز کال کې يو ځل بيا د هغه ((داکترژېزاګو)) رومان ته د نوبل جايزه اعلان کړه، خو د روسيي ادبي ټولنو له خوا داسې مها ل ومنل شوه، چې نور نو نه هغه پخوانۍ روسيه وه او نه پاسترناک، په هغه خاورې اوښتې وې، هډوکي به يې هم خاورې شوې وو، خو په هر صورت د نوبل دغه معتبره جايزه يې د کورنۍ غړوته ورکړل شوه.هو ريښتيا وايي، چې حق حقدارته رسېږي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب