بهادر شاه ظفر | په هند کې د مغولو وروستی واکمن

په هندوستان کې د مغولو د وروستني واکمن بهادر شاه ظفر دردوونکې پایله (انجام)

ابو المظفر سراج الدین محمد چې په بهادر شاه ظفر سره هم مشهور دی په هندوستان کې دمغولو دسلطنت وروستني واکمن و . په هندوستان کې دمغولو دسلطنت بنسټ هغه وخت کیښودل شو کله چې بابر په ۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال پر هندوستان برید وکړ او دهند پښتون لودي سلطان ابراهیم ته یې دپاني پت په تاریخي ډګر کې ماتې ورکړه او هغه یې وواژه . تر هغه وروسته مغولو پر هندوستان ۳۳۱ کلونه واکمني وکړه چې درې پیړۍ او ۳۱ کلونه کیږي .

بهادرشاه ظفر په هندوستان کې دمغولو نو لسم او وروستنی واکمن و چې د۱۷۷۵ زیږدیز کال دنوامبر په میاشت کې زیږیدلی و او داکبرشاه ثانی زوی و چې دخپل پلار تر مړینې وروسته د۱۸۳۷زیږدیز کال دسپتمبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه دهند دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست او د۱۸۵۷ زیږدیز کال دسپتمبر تر ۱۴ نیټې پورې دهندوستان واکمن وچې دواکمنۍ ټوله موده یې شل کاله وه .کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې په هند کې دپیرنګیانو خلاف دخپلواکۍ غوښتونکو غورځنګ پیل شو هرې خواته دا نارې پورته شوې چې انګریزانو زموږ له هیواده لاړشئ چې پخپله بهادرشاه ظفر هم دخپلواکي غوښتونکو ملګری و.
خو له بده مرغه انګریزانو د۱۸۵۷کال دهندوستان دآزادۍ غوښتونکو پرګنو او ولسونو پاڅون په ډیرې بې رحمۍ سره وټکاوه او دخپلواکۍ جکړه ناکامه شوه . انګریزانو نه یوازې بهادرشاه ظفر ونیو ، بلکې په زرګونو خپلواکي غو ښتونکي هندوان او مسلمانان یې له تیغه تیر کړل.

هغه وخت چې انګریزانو بهادرشاه ظفر ونیوه نو د ډیلي په خوني دروازه کې یې د ده دوه زامن او یو لمسي دده په وړاندې ووژل او دي یې هما غلته په سترګو ړوند کړ او د برما یا اوسني میانمار د هیواد پلازمینې رنګون ته یې ولیږه څو هماغلته په ډيرې بدمرغۍ او مایوسۍ کې مړشو او په دې توګه په هندوستان کې دمغولو دسلطنت ټغر دتل لپاره ټول شو .
بهادرشاه ظفر د اردو ژبې ښه شاعر او ددیوان خاوند و.دده په ویاړ په ډیلي کې یو روډ هم جوړشوی دي او په هند کې دهندوستان فلمی اینډسټرۍ بالیووډ دده په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی.

بهادرشاه ظفر لاندینی شعر هغه وخت ویلی دی چې کله یې سترګې یې ړندې شوې او دناهیلۍ په عالم کې یې شپې اوورځې تیرولې :
نه کسی انک کا نور هون
نه کسی دل کا قرار هون
نه مین کسی کا عزیز هون
نه مین کسی کا رقیب هون
جو کسی کی کام نه آسکی
مین وهی ایک مشت غبار هون
میرا رنګ وروپ بګړګیا
میرا یار مج سی بچهړګیا
جو چمن خزان سی اجړ ګیا
مین اسی فصل کا بهار هون
پی فاتحه کوئی ائی کیون
کوئي چهار پهول چړایی کیون
کویی آئی شمع جلا ئی کیون
مین وه بی کسی کا مزار هون
مین نهین هون نغمه جانفزا
مجهی سن کی کوئي کریګا کیا
مین بړي بروګ کا هو صدا
مین بړي دکهی کا پکار هون

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب