بزرګ شوی یم! | کیسه
يو کس ويل: چې د سهار لمونځ مې په جماعت ادا کړ، د مسجد څخه چې راتلم پر لارې يو څو کسان ولاړ دي، چې غوا موټر ته پورته کوي، خو هغه ملګرتیا نه ورسره کوي.
زه ورغلم او د غوا پرمخ او شا مې لاس تېرکړ،حرکت مې ورکړ غوا ډېره په آرامۍ سره موټر ته پورته شوه. په زړه کې ډېر خوشحاله شوم، ځانته مې وويل ولا بزرګ شوی یې، نابلده غوا دې مهاره کړه، او هيڅ بد يې يو نه وړل.
کله چې کور ته راغلم مور مې ډېره خپه وه، ويل زموږ غوا نن سهار يو چا غلا کړيده. ما چې دا خبره واورېده، خندا مې نشوی تکيه کولای، په زوره زوره مې پر خپل ځان خندل، مور مې په ډېر قهر سره پر خوله په څپېړه ووهلم. چې ته پر چشي خاندې!؟
ماورته وويل هغه غوا خو ما سهار وختي د څو کسانو سره موټر ته وخېژول!!
عجبه داده چې غوا زه وپېژندلم او ما هغه ونه پېژند.
تر ځینو کسانو لا حېوانات هم تکړه وي.