بد ملګری د قرآن او حدیث له نظره
د بد ملګري په اړه د قرآن کريم دريځ:
الله سبحانه وتعالی فرمايي:الأخلاء يومئذ بعضهم لبعض عدو الا المتقين.زخرف
ژباړه:له متقيانو پرته د قيامت په ورځ به ځينې ملګري د ځينو نورو دښمنان شي.
دوکتور وهبة الزحيلي رحمه الله ددې ايت کريمه په تفسير کې ليکي: ای : يتعادون يومئذ لأن مودتهم فی الدنيا کانت قائمة علی المعصية.
يانې:ددوی دوستی به په دښمنۍ بدله شی ځکه چې ددوی ملګرتيا په ګناه کولو ولاړه وه.
ص ۱۹۳ ج ۱۳ تفسير منير
نوموړي وړاندې کښلي : ددنيا دوستان او ملګري به د قيامت په ورځ دښمنان وګرځي، ځينې به د ځينو نورو دښمني شروع کړي او په يو بل به لعنت وايي، خو متقيان لدې بهر دي، هغوی به په اخرت کې هم د يو بل سره مينه کوونکي وي او په دې ايت کې دليل دی، چې دوستي او ملګرتيا کله په ګناه او کفر متکي وي، هغه به دقيامت په ورځ په دښمنۍ بدليږي، مګر د ريښتيني مومنانو ملګرتيا چې تکيه ېې په ايمان او تقوا وه، په دښمنۍ نه بدليږي. ص ۱۹۷ ج۱۳ تفسير منير
علامه ابن جزی رحمه الله د پورته ايت په تفسير کې ليکي : د قيامت په ورځ به ملګري د خپلو ملګرو دښمنان ګرځي، ځکه چې ددوی په سبب هغوی زيانمن شوي دي، له همدې امله ېې متقيان ورڅخه وويستل، چې د متقيانو يوبل ته ګټه رسي نه زيان. ص ۵۹ – ۶۰ ج ۴ التسهيل لعلوم التنزيل
علامه صابوني رحمه الله د حافظ ابن کثير رحمه الله وينا را نقل کړې، چې نوموړی ويلي دي : هر هغه ملګرتيا چې د غيرالله لپاره وي، هغه به دقيامت په ورځ په دښمنۍ بدله شي، پرته له هغې نه چې د الله تعالی په خاطر وي، ځکه چې هغه به هميشه پاتې وي. ص ۱۵۳ ج ۳ صفوة التفاسير
له پورته مرغلرو جوته شوه، چې بد ملګري به دانسان لپاره هيڅ په ښه رانه شي، په ملګرتيا به ېې پداسې ورځ کې پښيمانه شي، چې بيا به ورته هيڅ ګټه ونه لري اووايي به چې:ياويلتی ليتني لم أتخذ فلانا خليلا. ايت
اي هلاکته! کاش چې له فلانکي سره مې ملګرتيا نه وای کړې.
د بد ملګري په اړه د نبوی احاديثو څرګندونې:
نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: د نېک ملګري مثال داسې دی، لکه د عطر پلورنکي او د بد ملګري مثال د بټۍ تازه کوونکي (اهنګر) دی، عطار خو به تاته د خوشبو ډالۍ درکړي،يابه ته ورڅخه عطر واخلي او يابه ترې ښکلی بوي حس کړي، خو اهنګر به يا ستا جامې وسوځوي او يا به بد بوی ترې محسوس کړې .صحيح البخاری
په بل ځای کې نبي عليه السلام فرمايي : هر سړی د خپل ملګري په دين باندې وي، نو تاسې وګورئ چې له چاسره مو ملګرتيا ده .ص ۴۲۷ مشکاة المصابيح
په لومړني حديث شريف کې دنېک او بد ملګري مثال په ډېر عجيب شکل توضيح شوی،هدف ترې دادی چې، نېک ملګری ګر که په ښکاره تاسره ښېګڼه ونکړي، ډېری معنوي ګټې ېې دررسيږي؛ خو بد ملګری که ظاهرا تاته څه زيان هم ونه رسوي، له معنوي ضررونو ېې نشې بچ کېدلې.
په دويم حديث کې ويل شوي، چې د انسان ملګری دده په دين اغېز پريباسلې شي، له همدې امله رسول الله عليه السلام د ملګرو په کره کتنه امر کړی دی.
په بل حديث شريف کې داسې راغلي : المرء مع من أحب . ص ۴۲۶ مشکات المصابيح
ژباړه : سړی به له خپل محبوب سره وي .
ملا علي قاري رحمة الله عليه په مرقاة کې ددې حديث لاندې ليکي : ای:يحشرمع محبوبه؛ يانې: د چا چې له چا سره محبت وي، د همغه سره به د قيامت په ورځ حشر کېږی، نو هغه څوک چی د بدانو سره کيني پاڅي،حتمي ده، چې محبت به ېې ورسره پيداکېږي او د همدغه محبت په نتيجه کې به د قيامت په ورځ له همدوی سره يوځای الهي دربار ته حاضريږي.
په بل ځای کې نبي عليه السلام فرمايي:الوحدة خير من جليس السوء والجليس الصالح خير من الوحدة واملاء الخير خير من السکوت والسکوت خير من املاء الشر. ص۲۵۲ ج۲ مشکاة المصابيح
ژباړه:يواځې کېناستل د بد ملګري له ناستې غوره دي، د نېک ملګري سره ناسته د يواځې ناستې څخه غوره ده، ښه خبره کول له چوپتيا غوره ده او چوپتيا له بدې خبرې غوره ده.
پدې حديث شريف کې څرګنده شوي، چې يواځې ناسته اګر که عبادت پکې ونه شي، د بد ملګري له ناستې څخه زياته غوره ده، ځکه چې د بد ملګري ناسته حتمن ګناه ته مفضي کېږی، خو يواځې ناسته چې له ګناه خالي وي؛ د انسان لپاره د اخرت د فکر باعث ګرځي.
همدا راز مفتی محمد شفيع رحمة الله عليه په خپل تفسير کې يو حديث را نقل کړی، چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې په يو مجلس کې کېناست او په هغې کې د الله تعالی ذکر ونه شو، نو دغه مجلس به دده لپاره د قيامت په ورځ حسرت (او افسوس ) وي. ص ۱۶۸ ج ۱۰ معارف القران
له دې حديث په ډاګه کېږي، چې د بدانو مجلس به د قيامت په ورځ د ګډونوالو د افسوس باعث ګرځي، ځکه چې په هغې کې الهي ذکر څه چې په ذاکرينو پسې ټوکې ،ريشخند او مسخرې کېږي.
د بد ملګري ملګرتيا لاندې پايلې لري:
۱-د قيمتي وخت ضياع
د انسان ژوند د څو شيبو نوم دی، دغه شېبې دومره قيمتي دي، چې که په عبادت کې تيرې شي، بدله به ېې الهي رضا او ښکلي جنتونه وي، خو که غلطې استعمال شي، سزا به ېې جهنم او د الله تعالی قهر وي؛ د بدو ملګرو سره په ملګرتيا کې دغه قيمتي وختونه بې ځايه مصرفيږي، نو پايله به ېې هم بده او شرموونکې وي.
که بدې ملګرتيا نور هيڅ زيان هم نه لرلای، همدا ېې د بدوالي لپاره بسنه کوي، چې وختونه پکې ضايع کيږي.
۲-د زړه ناروغه کېدل
کوم کس چې بده ملګرتيا پالي، د هغه زړه خپله روغتيا له لاسه ورکوي، په ريا، کبر، حسد ، حرص، تعصب، دوه مخۍ، چغل خورۍ، دروغ، بی وفايۍ، ظلم او نورو مرضونو اخته کېږی، تر دي چې دغه سلسله کله تر بدعت، شرک او کفر پورې هم رسېدلې او رسېدلای شي.
۳ـ ددنيوي ژوند بربادي
د بدې ملګرتيا له کبله انسان په نشه يي توکو روږدی کيږی، ورو ورو سالم صحت له لاسه ورکوي، همداراز اقتصادي، روحاني او نور زيانونه ور اوړي، چې د هغې جبيره بيا نا ممکنه وي؛ پاي ېې داشي، چې خپل د عزت ژوند له لاسه ورکړي، خلک پري بې اعتباره شي، بد معرفي شي او خپل ژوند په خپله تباه کړی.
۴ـ د اخرت ناکامي
بده ملګرتيا په لومړيو کې د انسان عمل بدوي، بيا ورسره ويناوې فساد مومي؛ بالآخره عقيده او فکر خراب کړي، چې د عقيدې خرابوالی د اخرت د خرابۍ ضامن دی.
۵ـ د خدمت روحيه ختميدل
غوره انسان هغه څوک دی، چې نورو ته ېې ګټه رسي؛ هر با احساسه مسلمان پدې هڅه کې وي، چې د نورو خدمت وکړي، نه داچې دې په نورو بار شي، خو کله چې څوک بد ملګری ولري، د هغوی اثر به پرې دا وشي، چې د خپلې ګټې لپاره به خلکو ته د هر راز ضرر رسولو لپاره تياريږي، خدمت او مخلوق ته ګټه رسونه خو بيخي لرې خبره ده.
۶- د ټولنې فساد
کله چې د بدانو ډله ورځ تر بلې زياتيږي، نو د هغوی شر خپرېدنې ته لا ښه ښه چانسونه برابريږي، چې په همدې سره ټولنه د فساد او هلاکت په کندو کې غورځي.
۷ـ د خواهش بندګي
د بدې ملګرتيا يوه خطرناکه نتيجه داده، چې انسان د خپل خواهش بنده کوي، څه چی ېې زړه غواړی، کوی ېي او شرعی پولو ته ژمن نه پاتي کيږي.
۸ـ له علم محروميت
کوم کسان چې له بدانو سره ملګرتيا کوي، هغوی دې پدې يقين وکړي، چې هيڅ ګټه رسونکې پوهه به ېې په نصيب نه شي اوتر دې دمه ېې چې کوم معلومات لرل، هغه به ټول ورڅخه هېر شي، چې لدې بل ستر ذلت نه شته.
۹ـ له عبادت سره بی رغبتي
انسانان او پيريان د عبادت په خاطر خلق شوي، همدغه عبادت دی چې د سکون، ارام او خوشالۍ لامل کېږي، ځانګړی خوند لري، چې هر څوک ېې نه شي موندلي؛ کله چې مسلمان په بدو مجلسونو کې کيني پاڅي، له زړه ېې د عبادت مينه ووځي او ځای ېې پليت او پليتي نيسي.
۱۰ـ د رښتينې توبې څخه محروميدل
کله چې انسان ګناه وکړي، نو توبه کولو سره ېې بېرته ګناه محوه شي، اما څوک چې سهار او ماښام د بدانو سره وي، له هغه دغه زرين فرصت فوت کيږی او ډېري وخت بې توبې مري.
۱۱- پښيمانتيا، افسوس او ارمان
د قيامت په ورځ به ظالمان په خپلو لاسو خولې لګوي او وايي به چې کاش!!! له فلاني سره مې ملګرتيا نه وای کړې، ځکه چې زه خو يې ګمراه کړم؛ خو دا ارمانونه به هلته هيڅ فايده ونه لري او موکه به له لاسه وتې وي… .
اوس تاسو فکر وکړئ، چې آيا له بد ملګري بل ستر دښمن شته؟ ځواب حتمن نه دي، نو ولې بيا خپل اخرت او دنيا تباه کوۍ؟
راځۍ له بدې ملګرتيا او ټولو ګناهونو توبه وباسو او باهدفه ژوند پېل کړو.
و ما علينا الا البلاغ