باران انډول او باران جوړښت| قرآن علمي اعجاز

دباران انډول

هغه څوک چې له آسمانه یی باران په ټاکلې کچه نازل کړ اووچه ځمکه یی پرې ژوند ی کړه (الزخرف ۱۱)
نورمعلومات په قرآن کې په ټاکلی کچه دباران کوزیدل دی لکه په پورتنی آیت کې.
دغه ټاکلی اورښت دنویو څیړنو په پایله کې وموندل شو. اټکل شوی چې په یوه ثانیه کې نږدې شپاړس میلیونه ټنه اوبه دځمکې له سره تبخیریږی. دغه اندازه په یوه کال کې پنځوسوودیارلسو میلیاردو ټنو ته رسیږې چې دغه شمېره معادله ده له هغو اوبو سره چې هرکال دباران له لاری اوریږې، مانا داچې اوبه دیوه انډول له مخې دځمکې اوهوا په مینځ کې دڅرخېدو په حال کې دی . اوژوند په ځمکه کې همدې دوران پوری تړلی دی. که د اوسنۍ وخت ټوله ټکنالوژی په لاره واچول شی دغه ډول منظم دوران په مصنوعی توګه نشی جوړولای. له دغه تعادل نه  ډیر کوچنی انحراف به داورښت په کچه او دژوندانه چاپیریال کی ژور بدلون رامینځته کړی اودژوند دختمیدو سبب به شی. خوداسې نه دی شوی اوباران په ټاکلی کچه څه ډول چی په قرآن کې راغلی راکوزیږی.
ټاکلی کچه  یواځی دهغه شمیر نه وی بلکې دکوزیدو چټکتیا یی هم ده، دباران دکوزید چټکتیا له یو ټاکلی حد نه تیری نه کوی.

یو آلمانی فزیکپوه فليپ لينارد چې په کال  ۱۹۰۵ کې یی دنوبل جایزه هم ترلاسه کړې  ومونده چې دباران دڅاڅکی دحجم په ډیریدو سره دهغه چټکتیا هم ډیریږی ترهغو چې څلورنیم ملی مترو ته ورسیږی.  اوکه له دې نه دباران دڅاڅکی دحجم کچه ډیره شی چټکتیا یی په ثانیه کې له اتومتروډیریږی. دلیل دادی چې دسترو څاڅکو شکل دهوا دبهیر له کبله بدلون مومی اودا بدلون دهوا دمقاومت شکل بدلوی اوهغه زیاتوی اوپه پایله کې دڅاڅکی دلویدو چټکتیا راکموی.

د باران جوړښت

داچې باران څه ډول جوړیږی یوه ستره پوښتنه وه چې پیړۍ  پیړۍ بی ځوابه پاتې وه . کله چې دهواپېژندنې رادار جوړشو انسانان دباران دجوړیدو په پړاوونو پوه شول.
دباران جوړښت درې پړاووکې صورت نیسی : لومړی اومه ماده (اوبه) تبخیرېږی اوهواته پورته کیږی بیا وریځې جوړیږی اودریم دباران څاڅکی جوړیږی. په قرآن کې دغه موضوع په دقیقه توګه روښانه شوی:
الله (ج) هغه ‌‌ذات دی چې بادونه رالېږی څو چې وریځې پورته کړی اوهرډول چې وغواړی په آسمانونو کې یی منبسطوی اوتړی یی اوبیایی سره بیلوی اوباران به ووینی چې څاڅکی څاڅکی له هغه تویږی.   (الروم ۴۸).
راځی چې وګورو دغه درې پړاوونه څه ډول له پورتنی آیت سره اړیکې مومی:

لومړی پړاو: الله (ج) هغه څوک دی چې بادونه رالېږ ی:
ډیر شمېر حبابونه دسمندرونو دمخې له ځګ نه جوړیږی چاودی اودهغه ذرې پورته هواته ځی . دغه زرې چې دمالګې درلودونکی وی دباد په واسطه پورته کیږی اووریځې جوړوی ، ورېځې داوبو دوړوڅاڅکواودسمندر دمخ داوبودتبخیر څخه جوړیږی.

 دوهم پړاو: څوچې ورېځې راپورته کړی :
وریځې داوبو دبخارنه چې دمالګې دټوټو شاوخوا راغونډیږی ( یو پرسلو ملی مترو قطر لری) وریځې په آسمان کې معلقې پاتې کیږی اوبیا خوریږی. اوپه دې توګه آسمان له وریځو پوښل کیږی.

دریم پړاو: اوباران وینی
داوبو هغه ذرې چې دمالګې دوړو ټوټو په شاوخوا کې په هو اکې ځای نیسی یوبل سره یو ځای کیږی ، پنډیږی اودباران څاڅکی جوړوی . اوهغه څاڅکی چې نظر وهواته درنېږی ورېځې پرېږدی اولاندې راتوېږ ی.
څه ډول مو چې ولیدل دباران دجوړیدو هرپړاو په دې مبارک آیت کې یادشوی. په یوه بل آیت کې دباران دجوړیدو په هلکه داسې معلومات ورکړشوی:

آيا  ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای  وغواړی ولږیږی اوپر هرچا  یی چې وغواړی  ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې سترګې یوسی  (النور ۴۳).

دپوهانو څېړنې دورېځو دډولونو په برخه کې حیرانوونکی پایلې درلودې ، بارانې ورېځې دټاکلی سیستم اوپړاوونو  پربنسټ جوړیږی چې عبارت دی له :
۱ـ دیو بل په لور دراټولیدو پړاو: کوچنۍ ورېځې یوځای کیږی یوه ستره ورېځ جوړوی.
۲ـ  دتوییدوپړاو:  کله چې کوچنۍ ورېځې سرپه سرشی اوسترې ورېځې جوړې کړی ، دهغه تراکم په منځنی برخه کې له څلورخواووڅخه ډیر وی ، چې دغه سرپه سرکیدل په عمودی ډول دورېځو دکتلې دلویدو لامل ګرځی لکه ( غر) . دغه عمودی لویدل دورځې له خوا دکتلې دستریدو  لامل دځمکې سړې برخی ته کېږی . سړه سیمه کې داوبو څاڅکی جوړیږی اوکرارکرارلاندې توېږی. کله چې دغه څاڅکی دومره لوی اودرانه شول چې دورېځو کتله هغه معلقه ونه شی ساتلی دځمکې لورته دباران اوږلۍ په څیر راکوزیږی.
باید په یاد ولرو چې هواپېژندونکی په دې وروستیو کې دتکنالوژی  لکه کمپیوټر، الوتکې، مصنوعی سپوږمکی اونورو له لارې ددې خبرې په پوهیدو بریالی شوی دی په داسې حال کې چې دغه موضوع څوارلس پېړۍ مخکې په قرآن کې روښانه شوې.

محمد شفیق حقپال

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب