ایا ډېره توده هوا میندواره مېرمنو ته تاوان رسوي؟

ډېره توده هوا میندواره مېرمنو ته تاوان رسوي، “پر نس ماشوم یې د مرګ خطر سره مخ کوي”

په هند کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې په ډېره ګرمه هوا کې کار کوونکې میندواره مېرمنې دوه برابره ډېرې تر زېږون مخکې د ماشوم د مړينې او یا د حمل د ضایع کېدو له خطر سره مخ کېدلی شي.

په دې تازه تحقیق کې همدا راز جوته شوې چې حامله ښځې تر هغه څو چنده ډېرو خطرونو سره مخامخ کېږي چې تر اوسه یې خلک تصور کولای شي.

څېړونکي وايي، له دغو خطرونو یوازې د تودو سيمو نه بلکې د بریتانیا په څېر هېوادونو ښځې هم اغېزمنېدلی شي.

دغو محققانو په نړيواله کچه د میندواره ښځو د روغتیا په برخه کې د سلا مشورو غوښتنه کړې.

دا څېړنه د هند په چنئ سيمې کې د علمي تحقیقاتو یوه انسټېټيوټ (SRIHER) په ۲۰۱۷ کې پيل کړې وه او د تامېل ناډو ایالت اړوند ۸۰۰ مینداورو ښځو برخه پکې اخیستې وه.

د تودوخې درجه او د انسان پر بدن یې اغېز

په دې څېړنه کې د برخه اخیستونکو ښځو نيمايي هغو یې د کرنې او د خښتو بټيو اړوند چارو کې کار کاوه چې ډېر وخت به له سختې ګرمۍ سره مخ وې. نیمايي نورو یې په نسبتاً ساړه چاپېریال یعني ښوونځيو او روغتونونو کې کار کاوه. که څه هم په دوی کې هم ځينې د خپلې دندې پر مهال مجبورې وې چې په تاوده چاپېریال کې کار وکړي.

په دې اړه تر اوسه کوم نړيوال حد نه دی ټاکل شوی چې په اصل کې د انسان د بدن لپاره د تودوخې څومره درجه تر ټولو لوړه یا توده ده.

پروفیسره جېن هرسټ له هغو ساینسپوهانو ده چې پر میندواره ښځو یې دا څېړنه کړې. دا وايي، د ګرمۍ اغېز په دې پورې تړلی چې ستاسې بدن له څه سره عادي دی او له څومره تودوخه زغملی شي.

سوماتې یوه میندواره ده چې موږ د تروناملي سيمې په شنو پټيو کې ورسره مخ شوو. دې هم په دغه تحقیق کې برخه اخیستې وه.

هغې له دوو ساعتونو راهیسې په پټيو کې بادرنګ ټولول. له لاسونو یې لاسمغانونه وایستل، ګوتې یې سره مروړلې او ویل یې، “په دې ګرمۍ کې مې لاسونه سوځي”

هغه مهال لا اوړی نه و پیل شوی خو د تودوخې درجه په دې سیمه کې شاوخوا ۳۰ درجې وه او د نمجنې هوا له کبله د انسان ګرمي ډېره کېدله.

سوماتې اړ وه چې له ازغیو د خپلو ګوتو د ساتلو لپاره دستکش په لاس کړي خو لاسونو به یې خوله کوله او سوځېدل به.

“مخ مې سوځېدلی و”

سوماتې په یوه ښوونځي کې اشپزه وه. مکتب ته تر تګ مخکې او وروسته به یې په پټيو کې بادرنګ ټولول چې د ورځې کم زیات ۲۰۰ روپۍ ورکول کېدې.

دا وايي، “کله چې میندواره وم نو په ګرمۍ کې د کار کولو پر مهال به ډېره ستړې کېدلم”

یوه ورځ سومتي خپل مېړه ته ډوډۍ وروړله چې ناڅاپه ناروغه شوه. هماغه ماښام ډاکټر ته لاړه او ورته وویل شول چې پر ۱۲مه اوونۍ به یې ماشوم سقط شي.

دا وايي، “مېړه مې زما سر په خپله سينه پورې کلک ونیوه او ما ته یې تسلي راکوله. که دی نه وای، خدای خبر څه به مې کول”

سوماتې د خپل مېړه یادونه ډېره په مینه کوي خو هغه همدا څه موده مخکې مړ شوی او دا اوس د خپلې کورنۍ یوازېنۍ نفقه ګټونکې ده.

دا نه پوهېدله چې د مړه ماشوم زېږون مسئله به په سخته ګرمۍ کې کار کولو پورې تړلې ستونزه وي.

خو په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د سوماتې غوندې تاوده چاپېریال کې کارکوونکې مېرمنې تر هغو دوه برابره د حمل سقط سره مخ کېږي چې په ساړه چاپېرچل کې کار کوي.

په ګرمه هوا کې کارکوونکې میندوارې څنګه ځان خوندي کولای شي؟

بریتانوۍ پروفیسره او د طبي څېړنو مرکز جارج انسټېټيوټ کې د ښځو پر روغتیا څېړنې کوونکې جېن هرسټ وايي، مېرمنې او په ځانګړې توګه میندواره ښځې د موسمي او اقليمي بدلونونو له کبله د اغېزمنېدونکو کسانو په سر کې دي.

د روغتیا نړيوال سازمان هم د ځمکې د تودوخې د لا زیاتېدو په درشل کې خبرداری ورکړی چې ميندواره مېرمنې به یې له کبله له سختو پایلو سره مخامخ شي.

که څه هم يه سختې تودې هوا کې کار کوونکو میندوارو ښځو ته کومه داسې ځانګړې مشوره نه شته چې ټولې نړۍ ته د منلو وي. خو یوه مشوره شته چې دا تجربه لومړی ځل په ۱۹۶۰-۷۰ لسيو کې پر پوځيانو شوې وه.

پروفیسره هرسټ وايي، په سخته ګرمۍ کې کارکوونکې میندواره مېرمنې د خپلې روغتیا ساتنې لپاره باید دغه لارې چارې وکاروي:

  • اوږده موده دې په توده هوا کې له کار کولو ډډه وکړي
  • که په ګرمو ورځو کې تر شنه اسمان لاندې کار کولو ته مجبورې وي نو په وار وار دې سیوري کې دمه اخلي.
  • د ورځې هغه وخت کې دې د اوږدې مودې لپاره له ورزش کولو او یا له کوره وتلو ډډه وکړي چې ډېره ګرمي وي.
  • اوبه دې ډېرې څښي او د خپل وجود اوبه دې کمېدو ته نه پرېږدي

په ګمبیا کې په یوه تحقیق کې په ډاګه شوې وه چې د تودوخې لوړه درجه د ميندوارې ښځې په نس کې د جنین د زړه ټکان تېزولی او په رګونو کې يې د وینې فشار ورو کولای شي.

یو نظر دا هم دی چې کله د میندوارې مور په بدن کې تودوخه ډېره شي نو وجود یې د دې تودوخې د کنټرول او سړولو لپاره ښايي د جنین د وینې جریان ودروي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب