ایا پوهیدئ چې خندا مو له بلا ناروغیو ژغورلی شي؟

ایا پوهیدئ چې خندا مو له بلا ناروغیو ژغورلی شي؟

د وروستیو څیړنو پر بنسټ یوازې خندا هم کولی شي انسان له مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د خندا له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو.

۱- د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۲- د وینو په رګونو کې د وینې جریان غښتلی کوي.

۳- د یافراګم یا حجاب حاجز، خیټې، څیره یا مخ، پښې او شاتنی عضلاتو لپاره یو له غوره ورزش څخه ګڼل کیږي.

۴- په بدن کې د ذهني فشار شته هارمونونه له منځه وړي.

۵- انسان له تنفسي ناروغیو څخه ژغوري.

۶- د خندا په مرسته انسان ډیر ژر بیا په زکام نه اخته کیږي.

۷- د یاد ساتلو او زده کړې وړتیا زیاتوي.

۸- د انسان د بیدارۍ، خلاقیت او نه هیرولو وړتیا غښتلی کوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب