ایا فال کتل جایز دی؟

پوښتنه: ایا فال کتل جائز دی، څوک یې یو ډول ګوري او څوک یې په کتاب، څوک یې په قرآنکریم، څوک یې په طوطي ، څوک یې په ستورو یا بل ډول ګوري ایا دا جائز کار دی؟ یو کتاب هم د فالنامې په نامه سره سته.

ځواب:

په اسلام هر ډول فال کتل یا معلومول ناجائز دی، هغه که په کتاب کي فال ګوري، ځیني کسان یې په قرآنکریم کي ګوري او څوک یې په یو مرغه باندي ګوري دا ځکه چي فال کتل یا معلومول غیب ویل دي په غیبو صرف یو الله جل جلاله خبر دی او بس،

په حدیث شریف کي راځي:
من أتی عرافا فسئله عن شیئ لم تقبل له صلاة اربعین یوما. (صحیح مسلم، حدیث نمبر: ۲۲۳، باب تحریم الکهانة و اتیان الکهان، کتاب السلام، مسند احمد بن حنبل، حدیث: نمبر: ۸۲۸۴)

ژباړه: هغه څوک چي  و غیب ویلو والا ته ولاړ سي او د هغه څخه د تېر وخت یا ائنده وخت څه حال تر لاسه کړي ددغه کس تر څلویښتو ورځو پوري لمونځ نه قبلیږی.

په بل حدیث شریف کي راځي:
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من اتی کاهنا فصدقه بما یقول … فقد برئ مما انزل علی محمد صلی الله علیه وسلم. (مشکوة شریف ص: ۳۹۳ باب الکهانة)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که یو څوک نجومي ته ولاړئ او دهغه پر خبره یې باور سو نو دغه کس له هغه څه څخه بېزاره دی چي محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوی دی.

له همدې کبله فال والا ته ورتلل یا خپله فال معلومول دا ټول سخته ګناه ده، باید مسلمانان ورڅخه پرهېز وکړي دا ځکه چي:

۱: علم الغیب صرف یوه الله جل جلاله لره سته او بس، داچي په راتلونکي کي به څه کیږي په دې هیڅوک خبر نه دی.

۲: که چیري فرضا یو فال په قرآنکریم کي وګوري دا بیا تر ټولو سخته ګناه ده ځکه چي که چیري هغه کار وسي، که چیري هغه کار ددغه کس لپاره شر وي بیا دغه کس و قرآنکریم ته هم بد وايي چي دا کفر دی، تجدید د نکاح او توبه غواړي، نو ځکه په اسلام کي هر ډول فال کتل یا معلومول دا حرام کار دی.

۳: په ستورو سره فال معلومول یا حساب لیکل او فال معلومول دا ټول ناجائز کار دی.

۴: په ګلستان، خواجه حافظ او یا بل کتاب سره فال کتل یا معلومول دا ټول سخته ګناه ده.

(کفایت المفتی ج: ۹، ص: ۲۲۱، ۲۲۲، فتاوی مفتی محمود ج: ۱۱، ص: ۳۵۶، فتاوی فریدیه ج: ۱، ص: ۲۱۳، نجم الفتاوی ج: ۱، ص: ۳۸۰، فتاوی رحیمیه ج: ۱، ص: ۲۶۳ )

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب