او کله چې مړ شم

او کله چې مړ شم

هیڅ کوم بدلون به رانشی،
او نه به زما په مړینه کومه ورځپاڼه کی کوم خبر خپور راشی!

خو یوازی د مورکۍ ویښته به می سپین شی،
د پلار به می زړه مات شی او د لاس امسا به یی له لاسه وغورزیږی!
په لړزیدلی او نیولی غږ به راپسی یو څو اوښکی توی کړی!
خپل او خپلوان به مو د یو څو ورځو لپاره له کاره دمه شی!
ملګری به می وروسته له خاورو سپارلو په شونډو د خفګان یو څو نښی ښکاره کړی او رو رو به یی بیرته په شونډو د خنداګانو نښی راښکاره شی او بیرته به په خپله مخه روان شی!

هو! ریښتیا…
هغه  مینه به می د بل په څنګ کی په کړس کړس خندا کوی او زما ټوله مینه به له یاده اوباسی او زما له نومه به نوره کرکه پیدا کړی!
خو زه به نور د دی نړۍ بی وفا او ظالم انسانانو څخه ستړی او دی نړۍ ته به می نور د تل لپاره الوداع ویلی وی!
خو زه به هغه قبر ویستوونکو ته اندیښنه لرم چی زما لپاره به د قبر په کندیلو کی ځانونه ستړی او یو څو دروغجنی اوښکی تویوی!
او بیا به په اخر کی یوازی زه او زما هغه یخ ګورستان او تور تیاره او ستا غمونه راسره د تل لپاره مل وی او زه به ورته د دی نړۍ د خلکو ناکردۍ بیانوم):
بس.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب