اغيزمنې سياسي ليکنې

په سياسي ليکنه کې ليکوال يوازې دا نه غواړي چې خپل غږ تر لوستونکي پورې ورورسوي بلکې دا هم غواړي چې لوستونکی د خپل نظر په لور هم رامات کړي او دې ته يې راولي چې يا خو د ليکوال د لارې ملګری شي او يا کم له کمه د دغې لارې پر حقانيت باور پيدا کړي. له دې امله نو بايد چې سياسي ليکنه تر بل هر راز ليکنې څخه ډېره اغيزمنه  وي.

سياسې ليکنې په دوو ډلو وېشلای شو:

– پروپاګنډه

– نظرياتي ليکنه

استاد نجیب منلی

استاد نجیب منلی

پروپاګنډه هڅه کوي چې  لوستونکي ته حقايق داسې وړاندې کړي چې هغه يې په پټو سترګو ومني او د دې ضرورت احساس نه کړي چې په خپله هم پر پېښو او واقعيتونو باندې فکر وکړي. د دې له پاره پروپاګنډه خپل ټول زور پر دې اچوي چې د لوستونکي احساسات راوپاروي، د ډار، تمې او قهر غريزې يې راويښې کړي، هغه خبرې ورته وکړي چې د هغه لپاره په اسانه د منلو وي او واقعيتونه ورته په تور او سپين رنګ کې داسې  ښکاره کړي چې ښه او بد يې له ورايه ځلېږي.

پروپاګنډه لوستونکی دې ته نه رابولي چې واقعيتونو ته په انتقادي نظر وګوري او پوښتنو ته يې تيار جوړ شوي جوابونه وړاندې کوي

پروپاګنډه پر هغه چا ډېر ښه اغيز کوي چې په خپله په ځان کې د تحليل ځواک نه ويني خو اوسمهال او راتلونکې ته په وېره او تشويش سره ګوري. دا ډول ليکنې د هغه چا په ګټه وي چې د خپل قدرت پايې ټينګول غواړي، نه د اخلاقي مسئوليت احساس ورسره وي او نه د حقايقو بيان ته ارزښت ورکوي ځکه خو په ويناوو کې د دروغو او مبالغې برخه  تر حد ډېره وي که د چا ښه ويل کېږي داسې يې ښيي چې ته وا د خارق العاده اتل يا هم د يوې پرښتې انځور جوړوي او که د چا بد وايي نو داسې يې توروي چې په اوو دريابونو هم نه شي سپينېدلای. دا ډول ليکنې لوستونکي په خپل باور کې پخوي او کولای شي داسې کارونه پرې وکړي چې په عادي شرايطو کې يې نه شي کولای.

د پروپاګنډې اغیز تر هغو پورې دوام مومي چې  عامل يې په خپله د خلکو په منځ کې يو ډول حاکميت ولري خو کله چې دغه حاکميت له منځه ولاړ شي د پروپاګنډې قرباني لوستونکی کولای شي چې په افراطي ډول مقابل لوري ته مخ واړوي. دغه ډول ليکنې د روان حالت  د اوږدولو په موخه کېږي او هېڅ ډول تعميري ارزښت نه شي موندلای.

په نظرياتي ليکنه کې ليکوال هڅه کوي چې لوستونکي ته په منطقي دلايلو قناعت ورکړي او د خپل نظر ملتيا ته يې راوبولي. په نظرياتي ليکنه کې  ډېر زور پر پېښو، واقعيتونو او استدلال اچول کېږي ، ليکوال هڅه کوي چې خپل استدلال په داسې بې طرفه انداز کې وړاندې کړي چې لوستونکی په خپله هغه نتيجه راوباسي چې ليکوال يې بيانول غواړي.

په نظرياتي ليکنه کې ليکوال زيارباسي چې خپلو سياسي موخو ته د رسېدلو په خاطر تر ممکنه حده ډېر خلک د خپل نظر ملګري کړي نو د استدلال مخه يې تر هر چا وړاندې  هغه لوستونکي ته اوړي چې لا تراوسه د ده د لارې مل نه وي. که نظرياتي ليکنه د داسې  چا لپاره هم کېږي چې لا له وړاندې د ليکوال سره هم نظره وي نو ليکوال هڅه کوي خپل ملګري ته هغه دلايل وړاندې کړي چې د نورو، عموماً بې پلې، لوستونکو د قناعت په لاسته راوړلو کې مرسته کولای شي.

په دې راز ليکنو کې ليکوال داسې ټکي نه استعمالوي چې د چا سپکاوی وشي يا څوک وچ په وچه وستايي. ستاينه او غندنه بايد د منطقي استدلال د يوې طبيعي پايلې په توګه په خپله د لوستونکي په ذهن کې را پيدا شي.

که په نظرياتي ليکنه کې په داسې انداز خبرې وشي چې پرته له کوم منطقي استدلاله پر لوستونکي يو سياسي نظر يا د سياسي تحليل پايلې ورتپي نو اغيز يې کمېږي.

د بېلګې په توګه که  په اوسني افغانستان کې د يو زورواکي، قاچاقبر قوماندان خبرې کېږي نو په نظرياتي ليکنه کې به ليکوال هڅه کوي چې نه د زورواکي او نه د قاچاقبر ټکي وکاروي او که چېرې دا ډول ټکي کارېږي هم هڅه به کوي چې د مستند راپور په توګه يې د بل چا له خولې  ووايي.

يو فرضي خبر به راواخلو. قوماندان اژدر په خپله سيمه کې په زور خلک مجبوروي چې د بېګار په توګه د هغه د پاره  کوکنار توليد کړي او بيا په خپل موټر کې توليد شوی اپين ګاونډي هيواد ته وړي. همدا خبر په دوه ډوله ليکلای شو:

١- قوماندان اژدر چې لاسونه يې د سلګونو بې ګونا انسانانو په وينو سره دي او ډېرې و لسي شتمنۍ يې په زور او ظلم خپلې کړې دي لا اوس هم د  اولس له ځورولو نه دی ستړی. په سيمه کې دغه ظالم خونړی جنګسالار اوس پر خلکو باندې په زور او جبر په خپلو غصب شوو ځمکو کې کوکنار کري او بيا لاسته راغلی اپين په هغه موټر کې چې د خوارانو د وينو په بيه يې تر لاسه کړی ګاونډي هيواد ته قاچاق کوي.

٢ – قوماندان اژدر چې د تېرو کلونو په جنګونو کې يې فعاله ونډه اخيستې اوس د سيمې تر ټولو ځواکمن  او شتمن کس دی. اوس ښاغلي اژدر په سيمه کې د بېګار لرغونی سيستم بېرته راژوندی کړی دی. د سيمې خلک د ښاغلي اژدر په ځمکو کې کوکنار کري او لاسته راغلی اپين په هغه موټر کې چې د هغه په نوم په ولايت کې ثبت شوی ګاونډي هېواد ته وړل کېږي

په دوهم خبرکې له لومړي هغه هېڅ کم نه دي خو د واقعيتونو ساده بيان په کې بېخي د منلو وړ دی په داسې حال کې چې لومړی خبر کېدای شي چې د ښکنځلو له امله بې بنسټه تور وبلل شي.

د افغانستان د سياست په ډګر کې چې په وروستيو دريو لسيزو کې څه ليکل شوي د خاصو سياسي او نظامي شرايطو په فضا کې يې ډېره برخه د پروپاګنډې بڼه لري ځکه خو د ځوان کهول ډېری ليکوالو په کافي اندازه ريښتيني نظرياتي ادبيات نه دي لوستي  او پر ليکنو يې د پروپاګنډې رنګ غوړېدلی دی.

زمونږ د هيواد په سياسي شرايطو کې دا څه د هېښتيا خبره نه ده خو که زمونږ ځوان سياسي  ليکوال غواړي چې اغيزمنې ليکنې وکړي نو دې ټکي ته بايد ډېره توجه وکړي.

که خبريال خبر ورکوي نو باید چې د خبر په منځ کې له ظرف نيولو څخه په کلکه پرهېز وکړي، لوستونکی پرېږدي چې په خپله د خبر پايلې راوباسي او که مبصر سياسي تحليل ليکي نو هم مطلق بې پرې ټکي به کاروي.

په ټوليز ډول، کله چې سياسي ليکوال  ليکنه کوي بايد د امکان تر حده زيار وباسي چې په ليکنه کې يې بې ضرورته الفاظ يا نه وي او يا ډېر لږ وي. ايډيال حالت خو دادی چې ليکوال چې کله خپله مقاله له سره لولي نو ټول هغه ټکي دې ترې وباسي چې د ليکنې خبري او نظري ارزښت ته ګټور نه وي. د سياسي مخالف د نامه سره د بې احترامه صفاتو ليکل نه د ليکوال اهميت ښيي نه د ليکنې ارزښت زياتوي او نه د سياسي مخالف شخصيت ته کوم زيان رسوي لا دلاسه په خپله ليکوال د داسې تورو په کارولو سره سپک را معلومېږي. همدغه راز د خپل  لوري کسان او کارونه په افراطي توګه ستايل هم اپوټه پايله لري.

د بېلګې په توګه که د استاد رشاد له نامه سره د ”ستر استاد“ او ”علامه“ ټکي ذکر هم نه شي د هغه علمي شخصيت ته کوم تاوان نه رسوي او که په ليکنه کې يې ”نابغه“ و بلو يا ورته ”د ختيځ علمي ستوری“ وليکو هغه ته ترې څه ګټه نه رسېږي همدا بس دي چې د استاد رشاد څېړنيز کارونه لوستونکو ته وروپېژندل شي. همدا راز که څوک پلانی قوماندان يا والي جنايت کار او ظالم و بلي او په بدو نومونو يې ياد کړي نه پرې هغه سپکېږي او نه پرې ليکوال درنېږي خو که کارنامې يې په ساده ژبه بيان کړو لوستونکی په خپله کولای شي چې لازم القاب ورته پيدا کړي.

سياسي اغيزمنه ليکنه هغه نه ده چې ليکوال يې په کې د خپل  زړه بړاس و باسي، اغيزمنه ليکنه هغه ده چې لوستونکي ته د فکر کولو زمينه مساعده کړي او دې ته يې راولي چې د ليکوال سره په نظر کې ملتيا ورته يوه لازمه او طبيعي خبره ښکاره شي.

۲۵/۰۸/۲۰۰۴

 

واسع ویب wasiweb wasiweb.com
Back to top button
واسع ویب