اغزنې لارې | شعر | سید عبیدالله نادر
قـــافله مو نه پوهـــــیږم ، چې په کـــــومه ده روانه
په اغزنــــــو لارو درومی، په بی لارو ســــرګردانه
همه واړه یو له ســــــــره ،په تضاد د علم وفـــن کې
ځکه هوش له مونږ نه تللی،خبر نه یو له خـــپل ځانه
د ناپوهــۍ ،جــــهالت،او نادانۍ پایلــــــه مـــــو دا ده
چې هر خــوا مونږ ته ګواښیږي ،هر کافر نا مسلمانه
د حکمت او علم واړه ، په جــــهان کې انــګازې دي
مونږ په لار د ترقی کــــــــــې،راروان یو خـــرامانه
دبشــــر قــافلــه درومی ،په درنــــو درنـــــــو ګامونو
مونږه وروســــته پاتي کیږو،له قطــــــــاراو کـاروانه
ځان ځانۍ په رنځ اخته یو، ،د حــسد اورو کې سوځو
د خلاصون تدبیر مو نشـــته،چې راووځـــو له زندانه
دخودۍ ټکان لږ وخـوره ، د غفلت له خـوبه ویښ شه
دابه څــــــو پوري بیده یې ، له خــــوبونو سر ګــــرانه
د انسان قدراو قیمت ،په خپل معراج کې دی جهان کې
زمونږ وینه تـــــویونه، ښــــکاري هر چـــــــاته آسانه
د وختونودیــــوان پټ دي ،په جـــامو د پرښـــــتو کې
صورتونه هسي ښـــــکاري ، چې ســـوا دي له ایمانه
د انســـــان فریب د پاره، ځان په سپینو جــــامو ښايی
پردې شا نه دستور اخلي ،اهــــــرمن او له شیـــــطانه
که مسجد که ښوونځی دی ،که دعلم و فن یو ځای دی
په هر ځای کې دي چاودنې ،هیڅ ځای نه دی په امانه
طوطی واره ، د دښمن له خولي یې زده دي څو خبري
خو له ســـره یې ، د علم او مــعرفت ســـــره ده ورانه
دا دتورو ضمیرونو، خـــــاوندان به ســـــره ورک شي
که دعلم مشعلونه، په هر ځـــــــای کې کړو ، روښانه
د قرار رســـۍ مو ربه! ســــتا په لاس او اخــــتیار ده
د ســــمون او دخلاصــــــــون،لاره ده تا سره رحمانه
په تورتم کې د اوهامــو ،لاس نیوۍ د هر بنده کــــړې
د ناهیــلو د زړه ډاډ یــــــې ،په هر چــا یې مهـــربانه
ته د غیب له پردو ووځه،مســـــــیحا زمـــونږ د رنځه
راشه راشه چې ورکیږو، ای زمـــونږ د زړه درمــانه
سید عبیدالله نادر