اشراف واکي نظام او ډولونه یې
اشراف واکي:
دويم سياسي نظام چې مخکې يې موږ يادونه وکړه، اشراف واکي يا د اشرافو حکومت دی چې په انګريزي ژبه کې ورته “Aristocracy” وايي .
اشراف واکي يوه تخريب کړل شوې کلمه ده چې له اشراف څخه اخيستل شو ی دی، اشراف نېکانو خلکو ته وايي ، کوم خلک چې په ټولنه کې دقدر وړ خلک وي هغو ته اشراف ويل کيږي . ددې نظام لنډه پېژندنه ياددې ترشا نظريه داسې ده چې وايي حکومت کول دهرچاکارنه دی او نه هرانسان د واکمني کولو حق لري بلکې حکومت کول يوازې دځېنو ځانګړو خلکو حق دی چې ديو ځانګړي نسب او حسب څښتنان وي او يادځينو ځانګړو صفتونو څښتنان وي چې د اشرافو طبقه ورته وايي ، هر څوک ددې حق نه لري چې واکمني وکړي او نه هم داحق لري چې دواکمني غوښتنه وکړي بلکې دا يوازې ديوې ځانګړې طبقې حق دی چې دوی يې په اشرافو سره تعبير کوي .
اوس پو ښتنه داده چې د دې طبقې خلک څوک دي ؟ په دې اړه خلک بېلا بېل نظرونه لري. ځينی وايي د غوره نسب او حسب څښتنان اشراف دي، او ځيني وايي چې کوم خلک په مذهبې توګه غوره ګڼل کيږي هماغه داشرافو طبقه ده ، او ځيني نوربيا وايي چې د اشرافو طبقه هغه خلک دي چې ځيني ځانګړي صلاحيتونه او نيک خويونه ولري او ډېر زړور او هوښياروي ؛ نو همدوی بايدواکمن شي .
خلکو داشرافو بېلابېل تعبيرونه کړي دي . دهمدې تعبيرونو له امله په خپله اشراف واکي هم پر بېلو بېلو څانګو وېشل شوې ده ؛ خو په ټوليزه توګه دټولو تصورهمدادی چې واکمني کول دهرچاکارنه دی، يوازې يوه ځانګړې طبقه دې واکمنه وي او بايد ټول خلک يې اطاعت وکړي .
ددي تصور پيل دارسطو او افلاطون څخه شوی دی او دا اصطلاح هم په خپله هغوی اختراع کړې ده ، هغوی داتصور وړاندې کړ چې واکمني د هغه چا حق دی چې دپوهي له پلوه ترنورو لوړوي؛ نو داسې به ووايو چې هغوی دعلمي اشراف واکي تصور وړاندې کړ؛ خو همدا تصور چې دپوهي پربنست دې خلک واکمن وګرځول شي يوازې دهغوی دماغي تخيلات ، هېله او ارمان و، په عمل کې کله هم داسې نظام نه دی رامنځ ته شوي چې خالص پرعلمي بنسټ حکومت وټاکي.
دلته دايادونه هم اړينه بولم چې د اشراف واکي اصلي غوښتنه داوه چې د ځينو ځانګړو صفاتو لرونکې طبقه دې واکمنه کړل شي ، خو دا اصطلاح هغه مهال هم کارول کيږي چې داسې طبقه مخامخ حاکمه نه وي؛ خو پرحکومت د ډېر اغيزله امله دپردې ترشا ټوله واکمني د دوی وي، که څه هم په ښکاره واکمن نور خلک وي ، په داسې وخت کې هم ويل کيږي چې دا اشراف واکي (Aristocracy) ده، او د داسې مفهوم له پاره په نننۍ نړۍ کې د “بيوروکريسۍ” کلمه ډېره کارول کيږي ، ددې مانا داده چې په ښکاره که هر څوک واکمن وي؛ خو اصلي واکمنان پردوی دومره اغيز لري چې مهمې پرېکړي او پاليسي د هغوی له خوښي سره سم پلي کيږي ، هغوی چې څنګه غواړي واکمن په خپله ولکه کې ساتي او پر هغه دخپلې خوښي پرېکړي مني. “بيو” رسمي چارواکو ته وايي او “روکريسي” حاکميت (واکمني ) ته وايي ؛نو د بيوروکريسي معناداده چې اصلي واکمني درسمي چارواکو په لاس کې ده ، چې ددې ترجمه په شاهي افسر او شاهي مزدورسره هم کيږي .
[irp][irp][irp]لکه مخکې چې مو وويل اشراف واکي يوې ځانګړې طبقې ته د واک حق ورکوي، اوس ددې طبقې ټاکلو له پلوه اشراف واکي هم بېلابېل ډولونه لري ، يو خو علمي اشراف واکي ده چې دهغې تصور ارسطو او افلاطون وړاندې کړی و؛خومخکې مو وويل چې دا محض يو ارمان و چې کله هم په وجودکې نه دی پلي شوی د دې پرته په عامه توګه اشراف واکي ډېر ډولونه لري:
نژادي اشراف واکي:
دويم ډول ته نژادي اشراف واکي (Racial aristocracy) وايي ، ددې مانا داده چې دواکمني کولو لپاره به يوزاې ديوې کورنۍ ياقوم غړي ټاکل کيږي، چې هر واکمن راځي؛ نو دهمدې يوې کورنۍ څخه به وي او همدوی د واکمنۍ اهليت لري ، دا ډول واکمني په ډېرو قومونو کې عملي شوې ده ، په ځانګړي ډول په هندو تهذيبونو کې ددې ځانګړی تصور و چې واکمني کول د “برهمن” ، يا “راچپوت” او يا “کشترمي” نسلونو حق دی.
مذهبي اشرافي يا تيوکراسي:
دريم ډول مذهبي اشراف واکي ده چې تيوکراسي (Theocracy) هم ورته وايي ، تيوکراسي په اصل کې يوه يوناني کلمه ده ،په يوناني ژبه کې ” Theo ” خدای ته وايي (له همدې نه تيولو جې هم اخېستل شوې ده، او تيولوجې علم الهيات ته وايي ) او “Cracy” حاکميت (واکمني ) ته وايي؛ نود “Theocracy ” مانا دا شوه چې دخدای واکمني .
ددې نظام اصل تصور ډېر مبارک دی ، هغه دا چې په حقيقت کې د کائناتو رښتونی واکمن الله تعالی دی ، دنړۍ پرمخ چې څه ډول نظام رامنځ ته کيږي بايد دالله تعالی له احکامو سره برابر نظام وي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د الله تعالی د حکمونو تعين به څوک کوي؟ په عيسايي نړۍ کې ددې عملي ځواب دا و چې دکليسا مشر “پاپ” دا اختيار لري چې د الله تعالی د احکامو تعين وکړي او بيا يې پاچا ته ووايي؛ نو کوم امر چې “پاپ” د الله تعالی امر وګڼي واکمن به دهغه په عملي کولو مکلف وي. ددې پايله داشوه چې تيوکراسي (د خدای حاکميت) دمذهبي پاپانو په واکمني بدله شوه. نن چې د تيوکراسي ترجمه کيږي نو زياتره وخت د “خدايي حاکميت” پرځای د “مذهبي مشرانو حاکميت” ترې اخېستل کيږي.
عيسايي تيوکراسي:
لکه موږ چې ورته مخکې هم اشاره وکړه ، د روم په عيسائي حکومتونو کې دايوه ستونزمنه مسئله وه چې د چارو واګي به د پاچا په لاس کې وي؛ خو نوموړی به په مذهبي چارو او احکاماتو کې دپاپ دامرتابع و ، پايله يې دا شوه چې له يوې خوا به دپاپ او پاچا ترمنځ تل شخړي او ناندرۍ روانې وې اوله بلې خوا مذهبي مشر داحکامو په ټاکلو کې دبل چا له مشورې پرته کامل اختيار درلود ، هيڅ چا به يې مخه نشوه نېولی ؛نوله همدې امله به پاپ په ډېرو مواردو کې له خپل واک څخه نارواګټه پورته کوله ، په تېره بياهغه وخت دا ستونزه لاپسې زياته شوه چې کله داسې پاپان مشران شول چې تل به دخپلو خواهشاتو په زولنو کې بند ول ، هغوی داسې پاليسۍ غوره کړې چې ټول ولس يې په ډېره بې رحمانه توګه په سلګونه کاله دجبر او ظلم په تورو تيارو کې وساته ، دهمدې حلاتو په پايله کې د ولس په منځ کې دمذهب پرخلاف بغاوت را وټوکېده چې په نتيجه کې دوی مذهب له حکومت څخه بېل کړ اوسيکولر (پرمذهب نه ولاړ) حکومت يې جوړکړ . نو ځکه دتيوکراسي (خدايي حاکميت) ويوکی يوه ناوړه خبره وګرځېدله، اوس چې څوک د تيوکراسي نوم واوري؛ نو په ذهن کې يې ټولې هغه ناوړه کړنې راوګرځي چې دپاپ ادارې له خوا راپېدا شوي وې .
اوس چې دتيوکراسي نوم ډېر بدنام شو؛ نو زموږ په اسلامي ټولنه کې هم خلک زياتره وخت دا غږ پورته کوي چې اسلام دتيوکراسي پلوي نه دی او تيوکراسي داسلام ضد نظام دی ؛ خو څوک چې دا خبري کوي هغوی دتيوکراسي د اصل تصور او په عيسائي نړۍ کې دهغې عملي اطلاق تر منځ توپېرنه کوي ، همدا لامل دی چې کله په پاکستان کې داسلام غږ پورته کيږي يا د علماوو له خوا داسلامي نظام راوستلو غږ پورته کيږي او يا علماء په سياست کې ونډه اخلي ؛ نو سمدستي دځينو نوښت پاله اداروله خوا داغږ پورته کيږي چې دا خلک په هيواد کې “Theocracy” نظام پلي کول غواړي او موږ په پاکستان کې داسې نظام نه غواړو ؛ خو دا خلک يو هم د تيوکراسي په مانا نه پوهيږي، نه هغه څوک پرې پوهيږي چې داپوښتنه راولاړوي اونه هم هغه خلک پرې پوهيږي چې ځواب ورکوي .
نو پايله يې داشي چې خلک دتيوکراسي په عيبونو او ښېګڼو له پوهيدلو پرته دا ناره پورته کوي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته او د تيوکراسي اصل تصور او هغه څه ترمنځ چې دهمدې ويوکي کارولو ترنامه لاندې په اروپاکې وشول هيڅ توپېر نه کوي.
او حقيقت هغه دی چې مخکې موږ وړاندې کړ، دتيوکراسي خپله مانا داده چې د (خدای حاکميت) او داهغه حقيقت دی چې قران کريم د (ان الحکم الا لله ) په لنډه جمله کې بيان کړی دی ، اوس تاسو فکر وکړئ چې کله وويل شي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته؛ نو ددې مانا به داوي چې په اسلام کې دخدای حاکميت نشته؟ نوکوم خلک چې له سوچ او فکر پرته داخبره کوي چې په اسلام کې تيوکراسي نشته دوی څومره له خطره ډکه خبرکوي !؟
حقيقت دادی چې تيوکراسي دخپلې لغوي مانا او اصلي تصور له پلوه بالکل سهي ده چې په کائناتو کې دحاکميت حق په حقيقت کې دالله جل جلاله په واک کې دی ، او انسان چې هرحکم صادروي هغه بايد دالله تعالی داحکامو تابع وي ؛ خوکله چې “Theocracy” د ځمکې پرمخ په عملي بڼه پلې شوه ؛ نو دبېلابېلو مذهبونو له خوا پکې ډول ډول نيمګړتياوي راپيداشوي چې په پايله کې يې دا ويوکی بدنام کړ.
له يهودو وروسته عيسائيت منځ ته راغی ، دعيسائيت په اړه لومړی داخبره زده کړئ چې عيسی عليه السلام يوازې بنی اسرائيلو ته پيغمبر رالېږل شوی و، او د ده رالېږلو اصلي موخه دشرک او ځينو نو رو بدو خويونو له منځه وړل و ؛ نو ځکه دهغه شريعت په بنسټېزه توګه دځينو ځانګړو احکاماتو څخه پرته نور ټول دتورات له حکمونو سره برابرو ، دځينو حکمونو استثنا يې هم زه داسلامي عقيدي له مخې کوم ، کنه نو دبا ئبل دتصور له مخې عيسی عليه السلام يوازې دتورات حکمونو دپلي کولو له پاره رالېږل شوی و او نه يې غوښتل چې په هغه کي کوم بدلون راولي ، دبائبل وېنا داسې ده چې عيسی عليه السلام دنوې دين سره نه و رالېږل شوی. په بائبل کې دعيسی عليه السلام بې شمېره وېناوي په دې مانا دي چې زه دتورات منسوخ کولوله پاره نه يم رالېږل شوی، بلکې زه دتورات نافذولو له پاره رالېږل شوی يم.
دا وېناوي په هغو څلور ګونې انجيلونو ( اناجيل اربعه ) کې هم شته چې اوس يې هم عيسايان مني ، له همدې کبله دعيسايانو په رښتوني مذهب کې دعيسی عليه السلام شريعت دموسی عليه السلام له شريعت څخه بېل نه و .
[irp][irp][irp]خو “پولوس” يا “سينټ پال” چې کوم عيسايت له ځانه جوړ کړی دی په هغه کې دا دعوه هم شوې ده چې دعيسی عليه السلام په راتلو سره دتورات ټول حکمونه منسوخ شوي دي .
د “سينټ پال” يادونه موږ مخکې هم وکړه ، ده ته “پولوس” هم وايي ، نوموړی دعېسی عليه السلام په زمانه کې و ، د هغه خپل نوم “ساؤل” او په خټه يهودي و ، د عيسی عليه السلام له اسمان ته ختلو وروسته چې کله دهغه حوارينو (لارويانو) دخپل دين تبليغ پيل کړ؛ نو دوی ته تر ټولو ستر ګواښ يهودان ول، يهودو نه غوښتل چې حوارين د خپل دين تبليغ وکړي ، هرځای چې به حوارينو سر راپورته کړ؛ نو د يهودو له لاسه به سخت شکنجه کېدل او ډول ډول تعذيبونه به يې ورکول چې په دې کار کې “پولوس” تر ټولو وړاندې و ؛ خو ده پر عيسائي حوارينو تراوږدې مودې ظلم کولو وروسته يوځل ناڅاپه اعلان وکړ چې زه له دمشق څخه را روان وم ، په لاره کې زما دسرله پاسه په اسمان کې يوه رڼا را ښکاره شوه اوله هغې رڼاڅخه ماته داسې غږ و شو : ((اې ساؤله ! ته پر ماولي ظلم کوي ؟ نو موړي وويل: “دا دعيسی عليه السلام غږ و او موخه يې داوه چې زما پر لارويانو او حوارينو تېری ولي کوي”؟ هغه ويل “له دې پېښي وروسته ما خپل ژوند بدل کړ او له پخوانيو کارونو څخه مې توبه وو ېستله ، يهودي دين مې پرېښود او پرعيسی عليه السلام مې ايمان راوړ او اوس زه عيسايي شوم “.
خو “پولوس” له عيسائيت منلو وروسته په دې دين کې لاس وهنه وکړه اوله ځان نه يې بېخي بل ډول نوی دين جوړ کړ چې د څلور ګونې انجيلونو له مذهب سره يې هيڅ تړاو نشته . تثليث ، کفاره او نوري عقېدې ده له ځان نه جوړي کړې چې په انجيلونو کې د دې هيڅ يادونه نده شوې ، اوس هم څوک په څلور ګونې انجيلونو کې دتثليث کلمه نشې پېداکولای ، په يوه انجيل کې به هم څوک داسې جمله پېدانه کړي چې په هغې کې داسې وي چې خدايان درې دي، ياخدای له درې “اقانيمو” : پلار، زوی او روح القدس څخه عبارت دی ، داخبره په يوه انجيل کې هم څوک نشې وړاندې کولای او نه هم په هغوکې دکفارې عقېدې په اړه څه شته ، کومې خبري چې نن دعيسايي دين بنسټ دی هغه يوه هم په انجيلونو کې نشته، دا ټولې خبرې “پولوس” له ځا ن نه جوړې کړي دي .
“پولوس” په ډېرو شيانو کې ترميم وکړ ، او تر ټولو لويه لاس وهنه خو دا وه چې ده دتورات قانون لعنت وګرځاوه او ويل يې چې زه دېته رالېږل شوی يم چې خلک ددې لعنت څخه خلاص کړم .
دا يو اوږد داستان دی چې “پولوس” څه ډول په عيسايي نړۍ کې دحوارينو اغيز له منځه يووړ او په هغوی کې يې خپله مينه او اغيز پېداکړ .
زماپه کتاب “عيسائيت کياهی” (عيسائيت څه شی دی ) کې په دې اړه بشپړ تفصيل شته .
لنډه داچې “پولوس” دتورات حکمونه منسوخ وبلل او اوس په عيسائيت کې يوازې هغه خبري د منلو وړ دي چې په څلور ګونې انجيلونو کې راغلي دي . که تاسې څلور واړه انجيلونه ولولی ؛ نو ډېره ګرانه به وي چې تاسو دکوم تمدن ياسياسي نظام په اړه پکې څه پېداکړی، په هغو کې يوازې داجملې راغلي دي چې: “که څوک تاسو پرمخ په څاپېړه ووهي ؛ نو دا بل مخ هم ورواړوئ، اوکه څوک درنه کورتۍ اخلي ؛ نو تاسې خپله چوپانه هم ورکړئ “
ماناداچې په انجيلونو کې دنيک چلند ، صبر اوښه حوصلې او نورو اخلاقي خبرو په اړه ډېر څه شته ، خو د احکامو او قوانينو په اړه پکې هيڅ نشته . تاسو فکر وکړئ چې په يو مذهب کې له پېله نه کوم قانون موجود نه وي ؛نو څنګه به هغه د قانون ډانچه وګرځول شي؟ اوس که چېرې يو حکومت دعيسائي مذهب پربنسټ جوړېږي؛ نو ددې اړيکه به له څلور واړو انجيلونو سره ناشونې وي ، ځکه چې په انجيلونو کې دحکومت په اړه له سره څه شته نه .
همدا لامل و چې کله په څلورمه پېړۍ کې د روم پاچا لومړی “قسطنطين” عيسايی شو، او عيسائيت يې رسمي مذهب اعلان کړ؛ نو داپوښتنه راولاړه شوه چې دمذهب پر بنسټ بايد څه ډول قانون جوړکړل شي، سره له دې چې په څلورو انجيلونو کې د قانون هيڅ يادونه نده شوې ، ياني دومره يادونه هم نه ده شوې څومره چې په تورات کې و ، په تورات کې خو د تعزيراتو او قضا په اړه څه ناڅه قوانين وو، خو له دې سره سره بياهم د حکومت چلولو د پاره د مذهبي مشرانو دمراقبې اړتياوه ، او په انجيلونو کې خو دومره څه هم نه و چې دحکومت دقانون له پاره بنسټ وګرځول شي چې له همدې امله يوه بله فلسفه رامنځ ته شوه، هغه داچې دوی دقوانينو جوړولو ټول واک کليساته وسپاره.
دلته دا يادونه هم اړينه بولم چې په عيسايي کاتو ليک مذهب کې کليساچې په انګريزي ژبه کې ورته “چرچ” وايي يوازې دعبادت ځای نه دی بلکې هغه يوه ځانګړې اداره ده.
زموږ په اسلامي ټولنه کې جومات يوازې دعبادت له پاره دی ؛ خو په عيسايي مذهب کې کليسايوه پېچلې اداره ده ، او د دوی په عقيده دا د عيسی عليه السلام ترټولو نږدې او پاک حواري “پطرس” نائبه اداره ده.
[irp][irp][irp]