اسلام يوازينى دين دى چې انسان د رښتيني ژوند څښتن ګرځوي | وين روډني بينټ
وين روډني بينټ (Winrodni Bent) دامريكا تور پوستی اوسېدونكی دى، په 1957 ز كال يې د امريكا د فلادلفيا ايالت په يوه داسي كور كې نړۍ ته سترګې وغوړولې چې د ښو او بدو هيڅ توپيرپه كې نه كېده؛ پلار، مور، وروڼه او يوه خور ټول يې شرابيان وو او په دې ډول د نورو ناروا كارونو ښكار شوي وو .
وين روډني بينټ د اسلام له منلو نه وړاندې د امريكا يو مشهور سندرغاړى و؛ خو كله يې چې اسلام ومانه د اسلامي علومو په زده كړي پسې يې پښې لوڅي كړې؛بالاخره د څو كلنو خواريو او منډو وروسته يو ستر اسلامي عالم ورڅخه جوړ شو، اوس دسعودي د يوه تلويزون له لارې د لوېديځي نړۍ د ځوانانو لپاره يوه اسلامي خپرونه پر مخ بيايي، د مسلمانېدو وروسته يې پرځان د حذيفه نوم كېښوده، دعربي د ( الاسره ) مجلې سره يې مركه كړې ده چې په لاندې ډول ده :
پوښتنه : تاسي څرنګه او ولې اسلام ومنلو ؟
ځواب : زه په دې يقين لرم چې څومره خلك نړۍ ته راځي هغوى ټول په فطري ايمان باندې زو كېږي، لكه چې په حديث شريف كې راغلي دي : ( ټول كوچنيان په فطري ايمان زيږيږي بيا يې مور او پلار يهودي، عيسوي او مجوسي جوړوي )؛ زما داسلام په منلو كې همدغه راز پېچلى دى . شمالي قطب ته نږدې سيمه كې پيدا شوى يم، داسلام د منلو هيڅ اراده مې نه وه. له خپلو ملګرو سره د پوهنتون لخوا په علمي سفر ووتلو د سفر پر مهال مې له يو كس سره چې چو (Choe) نومېدى وليدل، چو د ريډ انډين ( Red Indian ) له ټبره و ، له ما څخه يې دميلكم ايكس په اړه پوښتنه وكړه چې ايا هغه پيژنې ؟ ما ورته وويل : ( نه يې پيژنم ) هغه راته وويل : ( ته ولې ميلكم ايكس نه پيژنې دا خو د افسوس خبره ده ) . بيا يې د ميلكم ايكس دژوند په اړه ليكل شوى كتاب راكړ) او راته يې وويل : ( چې ضرور به يې يو ځلې لولې… )
دكتاب لومړني مخونه چې مې كله ولوستل تاثير يې راباندې وكړ ؛ كله چې له سفره كور ته راوګرځېدم، عبدالله ته ورغلم، عبدالله زموږ د كلي اوسېدونكى و، هغه ته مې كيسه وكړه ، عبدالله زه جومات ته بوتلم په جومات كې مې چې وكتل ډول ـ ډول خلك راټول دي او د الله جل جلاله عبادت كوي ، د جماعت له خلاصېدو وروسته عبدالله زه له لاس څخه ونيولم او امام ته يې مخامخ كښېنولم، د هغه په مخ كې مې كلمه ( لا اله الاالله محمدرسول الله) وويله ، وروسته ډېر خلك راغلل زموږ په خوا كې كښېناستل او زما سره يې دومره اخلاص ښكاره كړ چې هيڅ وخت هم ما د دې ډول مينې سوچ نه و كړى، او داسې مې هيڅ وخت نه ګڼله چې د ځمكې پرمخ به داسې خلك وي چې هيڅ ډول اړيكي سره نه لري؛ خو ديو الهي مقصد له کبله دومره مينه سره كوي چې هيڅ فكر يې نه كيږي، دغه مهال زه دوويشت كلن شوی وم چې د 1979ز كال داګست دمياشتې سره يې سمون خوړ. بيا عبدالله د حذيفه نوم راباندې كېښودى.
ددې څخه وروسته به مې د قران كريم د ژباړې ، دعلماوو د ويناوو او داسې نورو علمي ناستو كې برخه اخيستله بالاخره ورځ تر بلې به مې داسلام سره مينه زياتېدله .
پوښتنه : دمسلمانېدو لامل دي څه و او له مسلمانېدو څخه مخكې دي اسلام ته په كوم نظر كتل ؟
ځواب : له مسلمانېدو څڅه مخكې زه يو سندرغاړى وم، چې په هر ځاى كې به مې شور احساسوه ، دانساني همدردۍ ډېر تږى وم ، كورنی ژوند مې ډېر خوښېده، په همدې هيله مې كاتوليك مذهب پرېښوده او پروټيسټ مذهب مې غوره كړ؛ خو دكومو هيلو( ميني ، محبت ، همدردۍ ، غمرازۍ، ګډژوند … ) لپاره چې ما دا مذهب غوره كړى و هغه مې ترلاسه نه كړل، له همدې کبله مې پروټيسټ هم پرېښودى، بودايزم مې غوره كړى ، دا مذهب دالهي تصور څخه پوچ و او داسلام تكل خو مې له دې کبله نه كاوه چې په خلكو كې دا مشهوره وه : ( چې اسلام دتور پوستو دين دى ) ؛ خو كله چې مې دميلكم ايكس كتاب ولوست دا فكر مې هم ورك شو . دا راته ښكاره او په يقين ورسېده چې اسلام حقيقي او وروستنۍ او بې تحريفه پر ځمكې پاتي الهي دين دى؛ نواسلام مې ومانه،اسلام دځمكې پرمخ يوازينى مذهب دى چې د ميني ، محبت ، ورورګلوۍ او غمرازۍ اساسي بنسټونه لري . دامريكا په شمول ټوله اروپايي نړۍ دانساني همدردۍ او ورورګلوۍ څخه بې برخي ده ، زياتره ځوانان په همدې تكل كې دي چې كله به دې مقصد ته ور رسيږي؛ خو دا هيلې يې نه ترسره كيږي ، چېري چې مور، پلار ، ترور ، تره ، ورور او خور معلومه نه وي؛ نو څرنګه به هلته د مور ، پلار او خپلوانو د مينې فكر وشي ، هلته ميندې د اولاد روزنه ځانته خنډ بولي په وړكتون كې يې شاملوي . زياتره اوس هم داسلام څخه بې خبره دي،هلته د داسې ځوانانو اړتیا ده چې داسلام حقيقي معنا ور وپېژني.
[irp][irp][irp]
پوښتنه : ميلكم ايكس ته په كومه سترګه ګورې او په رښتيا دهغه كتاب ستا ژوند دربدل كړ ؟
ځواب : دميلكم ايكس كتاب يوازي زما ژوند نه بلكې د ډېرو انسانانو ژوند وربدل كړى دى ، ميلكم ايكس په هغه ټولنه كې دنيا ته سترګې غړولي دي چې شراب ، زناء او نسلي تعصب يې نه بېلدونکي برخي دي، په اول كې ميلكم زندان ته ولاړ په زندان كې د (Nation of Islam ) نومي اسلامي ګوند ورته د مطالعې لپاره اسلامي كتابونه برابرول؛ بالاخره هغه اسلام ومانه او مسلمان شو . ميلكم ايكس هم د نورو امريكايانو په څېر دا ګومان كاوه چې اسلام يوازي دتور پوستو دين دى، له زندانه له وتلو وروسته يې لومړى د حج د لوړې فريضې د اداء او د مكې مكرمې د زيارت كولو لپاره سعودي ته سفر وكړ، دسفر پر مهال يې د سعودي له ولسمشر ( شاه فيصل) سره وليدل ، دعرفات غونډۍ ته ولاړ كله يې چې هلته ولېدل چې دهر نژاد او توكم خلك راغلي دي نو دا نتيجه په لاس ورغله چې اسلام يوازي دتورپوستو دين نه دى؛ بلكې دهر نژاد خلك په اسلام كې شته او اسلام يوازينی دين دى چې له کوم امتياز پرته ټولو خلكو ته ديووالي او ورورولۍ بلنه وركوي.
ميلكم ايكس دسفر دراستنېدو څخه وروسته دا هڅه وكوله چې امريكايانو ته دا حقيقت ووايي چې اسلام يوازي دتور پوستو دين نه دى؛ بلكې دهر توكم او نژاد دين دى،كله چې مې د ميلكم كتاب ولوست له زړه مې د ( اه ) اواز ووت ومې ويل : ( زه چې دكومې مينې او ورورګلوۍ په لټه كې وم دا همغه دين دى . )
پوښتنه : ستا پر مسلمانېدو ستا دكورنۍ غبرګون څه و ؟
ځواب : دشپږ مياشتو له سفر كولو وروسته چې كله كورته راوګرځېدم مور او پلار مې خواته راغلل غوښتل يې چې دسفر حال راڅخه وپوښتي؛ خو كله چې مې د مسلمانېدو نه خبر كړل هغوى دواړه ډېر جذباتي شول راته يې وويل : ( انسان شه او ليونتوب پرېږده! ، زه چې د خپل دين د رښتينولۍ څخه ډاډه وم په دې حيران شوم چې ولې د نړۍ ټول اوسېدونكي په يوځل دا روښانه حقيقت ( دين ) نه مني ، خپل مور، پلار، خويندې او وروڼه مې اسلام ته راوبلل.
داسلام درښتينيتوب څخه مې خبر كړل ، شراب او د خنزير د غوښې څخه مې منع كړل او ورته مې وويل : ( پر يو الله جل جلاله ايمان راوړى، عيسى عليه السلام له الله جل جلاله سره مه شريكوئ )؛ خو متاسفانه هغوى اسلام ونه مانه، هو د مور مې لمونځ دومره خوښېدى چې د سهار لمانځه ته به يې هر وخت پاڅولم .
دمور و پلار مسلمانېدل مې لويه هيله وه؛ خو دا چې په سمه لاره روانېدل د الله جل جلاله په لاس كې دي ، د مور و پلار نه مسلمانېدو زه غمجن او نا هيلى نه كړم، اسلامي بلنه مې روانه وساتله په پوهنتون كې په لومړيو ورځو كې يوويشت زده کړيالي (محصلين) زما په بلنه مسلمانان شول . موږ نوي او زاړه مسلمانان په پوهنتون كې سره يوځاى شو او د جمعې ورځې لمونځ مو په اول ځل په جماعت سره اداء كړ . پوهنتون داسلام دخپرېدو لپاره ښه ځاى دى؛ ځكه چې زده کړيالي ښه او روښانه فكر لري په دليل ولاړه او رښتينې خبره ډېر ژر مني .
[irp][irp][irp]
پوښتنه : ميلكم ايكس چې مكې ته په اول ځل ولاړ ژوند يې بدل شو ته چې مكې ته په اول ځل ولاړې تا څه محسوس كړل ؟
ځواب : د لومړۍ عمرې د اداء كولو پر مهال زه لا محصل وم، د حرم جومات ته د ننوتلو پر مهال مې چې سترګې په مكې معظمې ولګېدې د هغه حال څرنګوالى زه په الفاظو نشم ويلاى ، د مكې معظمې خپل ( جاه وجلال ) وي، هلته هر كس د الله جل جلاله نږدېوالى حس کوي .
پوښتنه : دا چې ته په يو ازاد چاپيريال كې زېږيدلى او رالوى شوى وې، سعودي ته په راتللو او همدلته په استوګني تا څه توپير حس كړى ؟
ځواب : كه رښتيا ووايم په لومړي سر كې له ډېرو كړاوونو سره لاس او ګريوان وم؛ خو د الله جل جلاله په مهربانۍ او د وخت په تېرېدو ورسره اشنا شوم او اوس تاسې هم ويلاى شى چې له يوه مسلمان امريكايي نژاده سعودي سره مو مركه وكړه .
پوښتنه : داولاد دروزنې په اړوند دې هيواد( سعودي ) ته په كومه سترګه ګورې ؟
ځواب : دمسلمانېدو څخه وروسته مې د اسلامي زده كړو سره شوق ډېر و، ټولو اسلامي هيوادونو ته مې دتللو اراده لرله ، د سعودي هېواد ته چې د اسلام لومړى مركز هم دى سفر وكړ ، دلته چې راغلم واده مې كړى نه و بيا مې دلته واده هم وكړ چې اوس دوه زامن او درې لورانې لرم مشر زوى مې عاصم د اولسو كلنو ورپسې زيد چې د دولسو كلنو په عمر باندې دى، بيا مې دوه غبرګوني لورانې پيدا شوي چې دنهه كلنو په عمر دي او كشرۍ لور مې د څلورو كلنو په عمر باندې ده، په پوره ډاډګيرنې سره ويلاى شم چې د اولاد دروزنې لپاره په سعودي كې څومره ښه زمينه مساعده ده دنړۍ په بل هيڅ هېواد كې به داسي زمينه مساعده نه وي ، د لومړنيو زده كړو څخه نيولې تر لوړو زده كړو پورې دلته وړيا دي ، ټولنه دامن څخه ډكه او صالحه ده ، د غلا ، چل ، فريب او نور فسادونو بوى هم نه ليدل كيږي .
پوښتنه : له تلويزون سره دي څنګه تړاو پيدا شو ؟
ځواب : اول مې د سعودي له دولتي چينل ( الف ) سره كار كاوه، د قران كريم دانګريزي ژباړه به مې خپروله ، دڅه كار لپاره د( ب ) چينل ته تللى وم ، هلته مې د كانال د يو مسؤول شيخ شهلوب الشهلب سره وكتل ، هغه ته مې دځوانانو لپاره د يو پروګرام مشوره وركړه هغه راته وويل : ( وې ليكه بيا يې ماته راكړه ) ليك مې ورته وليكه كورته راستون شوم ، دوه كاله وروسته د همدې چينل له لورې راڅخه د دې پروګرام دچلولو غوښتنه وشوه ، غوښتنه مې ومنله چې تر دې مهاله مې درې سوه قسطونه دتلويزون له لارې خپاره شوي دي.
پوښتنه : رسنۍ او نشرات داسلام په خپرولو كې څومره كردار لوبوي ؟
ځواب : نشرات په اسلام كې ډېر ستر كردار لوبولاى شي ، كه په رښتيا موږ وغواړو، بلنه خپل مسئوليت وګڼو او نوي خپرونكي وسايل په كار واچوو؛ نو اسلام هر كور او زړه ته په حقيقي ډول رسېدلاى شي او يوازينى لاره يې هم داد ه . لوديځوال له همدې لارې خپل كلتور نورو ته رسوي؛ خو كه موږ حركت وكړو دا ډېره اسانه ده باطل په ډېره اسانه له منځه تللاى شي .
پوښتنه : د يولسم ستمبر له پېښي څخه وروسته په عربي رسنيو كې كوم بدلون وينې ؟
ځواب : حقيقت دادى چې د دې پېښي څخه وروسته په عربي رسنيو كې د اسلام په اړه ډېر څه خپريږي او پايلې يې هم تر سترګو كيږي؛ خو متاسفانه ځيني دولتونه دلويديځ دخوشالولو لپاره داسلام ناسم تعبيرونه كوي .
[irp][irp][irp]
پوښتنه : د ستمبر پيښې دامريكايانو په ژوند څه اغيزې وكړې ؟
ځواب :د دې پوښتنې ځواب ځانته جلا موضوع ده؛ خو لنډه دا چې د امريكايانو په ژوند يې ډېرې مثبتې اغيزې وكړې ، دامريكا دولت د اسلام د بد نامولو لپاره ډېرې هلې ځلې كوي ؛خو په همغه اندازه د خلكو د اسلام په اړه معلومات زياتيږي ، خلك د قرآن كريم انګريزي ژباړې پېري او لولي يې ، زياتره د همدې لارې مسلمانېږي هم، عيسويت خو د امريكا د خلكو خپل مذهب دى د عيسويت څخه وروسته دويم مذهب چې زيات پيروان لري او په چټكۍ سره نور پيروان پيدا كوي هغه اسلام دى .
په امريكا كې چې كوم كتابونه زيات پلورل كيږي هغه څلور دي چې يو له هغو څخه د قرآن كريم انګريزي ژباړه ده .
پوښتنه : آيا د مادي ژوند څخه تېښته او دروحاني ژوند پيل او احساس د امريكايانو دمسلمانېدو ستر لامل نه دى ؟
ځواب : رښتيا دا ده چې امريكايان او اروپايان دروحاني ژوند ډېر احساس كوي ، كله چې ډېر شراب وڅښي نشه شي، ډېر ناوړه او ناړام كارونه وكړي ، د زړونو څخه يې دا اواز را وځي چې موږ څوك او دڅه لپاره پيدا شوي يو؛ خو كله چې اسلام مطالعه كړي زړه ته يې يقين راشي چې اسلام يوازينى دين دى چې انسان دموخه لرونکي ژوند څښتن ګرځوي ؛ نوځكه د امريكايانو اسلام ته ميلان زيات شوى دى او چې مسلمانان شي د دين د عقايدو او فرعي احكامو ته د رسېدو كوښښونه كوي .
د دوى ژوند د خوراك ، څښاك ، پوښاك او د حيواناتو په څېر د خواهشاتو د پوره كولو پرته بل هدف نه لري ،چې كله اسلام وپيژني او حقيقي څښتن ته د رسېدو لار ومومي؛ نو دا د دوى لپاره ستر پنځ دى .
پوښتنه : په امريكا كې داسلام په وړاندې ستونزې څه دي او په دې هېواد كې داسلام راتلونكې څرنګه بولې ؟
ځواب : د اسلام په وړاندي يواځينى مشكل په امريكا كې د دولت كړنلاره ده ؛ خو د امريكا دولت په خپلوناوړو هڅو كې بريالى كېداى نه شي . د خلكو سترګو ته به تر كومې پورې خاوري اچوي او په حق به توره پرده غوړوي .
په امريكا كې اسلام ډېر په چټكۍ سره خپريږي داسي يو وخت به انشاءالله راشي چې د اسلام زيات شمېر پيروان به په امريكا كې وي او اسلام به بريالى وي .
[irp][irp][irp]