اسلام ته ګرځيدل د ځان عزت او شرف بولم-هدایت شوي

محترمه خور (اينګريد) چې مخكې يوه مسيحۍ وه او زيات وخت يې د عيسويت د دين لپاره زيات خدمتونه كړي وي.
اغلې د خپل اسلام راوړلو قصه داسې  بيانوي: زما اسلام ته د ګرځيدلو اساسي علت دا وو كله چې د خپل دين( مسحيت) په هكله زما لمړنى سوال ددې په هكله پيدا شو چې ما په خپل مقدس كتاب كې چې ( لس فرمان) نوميده ولوستل چې هيڅوك دا اجازه نه لري چې د خپل خداى څخه تصوير واخلي، دا په داسې حال كې وو چې زه به كله كليسا ته ننوتلم دمسيح (ع) مجسمه به مې ليدله چې د خپلو خيالاتو مطابق يې جوړ كړى و او د هغه عبادت يې كاوه.

نو زه په دې چورت كې ډوب شوم چې ولې خلك د دې په ځاى چې مستقيماٌ د خداى( ج) سره رابطه ونيسي او د هغه عبادت وكړي، د مسيح(ع) د مجسمې چې له لرګيو څخه جوړه شوې عبادت كوي او همدارنګه دا تشويش د خپل دين په هكله هغه وخت نور هم زيات شو چې كله به د مسيحيانو د ښځو څخه كومه يوه ناروغه شوه او يابه د حيض او نفاس په حالت كې شوه نو هغه ښځه به يې له پلار كره ليږله ترڅو پورې به چې  نوموړې ښځه پاكه نه وه په هماغه ځاى كې به پرته وه.

نوماله ځان سره سوچ وكړو ولې هغه بيچاره ښځه چې د مريضۍ په حالت كې ده او يا هم هغه ښځه چې ميړه يې مړ شوي او بې سرنوشته شويده په خپل كور او يا هم له بل ميړه سره خپل ژوند ته ادامه ورنكړي.
زه دې خبرې په ډېر غرق فكر كې اچولې ومه كله به مې چې د كليسا له راهبانو او كشيشانو څخه په دې هكله پوښتنه:- كوله نو په مقابل كې به ځواب:- راكول كيدو چې دا زمونږ د مدنيت سمبولونه دي او په همدې سره به يې اكتفا كوله او بس.
زما شك د خپل دين په هكله زياتيده او ورځ په ورځ پريشانه كيدلم، ما كوشش كولو چې له دې پريشانۍ څخه ځان خلاصه كړم مګر زما كوششونو كوم ځاى نه نيولو او پدې سوچ كې شوم چې بايد له دې پريشانيو څخه ځان خلاصه كړم.
بالاخره د قراّنكريم په مطالعه سره په دې باندې پوهه شوم په د اسلام په مبارك دين كې ښځه د يوه قيمتي ګوهر په شان ساتل كيږي او د اسلام مبارك دين ښځوته ډېر لوړ مقام او مرتبه وركړې ده او ښځه يې يوازې د خپلو نفساني خواهشاتو د رفع كولو ذريعه نه بلكې يو قيمتي څيز بللى او هغه ته په زيات احترام سره قايل دي.
او هغې ته يې ويلي دي چې د خپل كور څخه ساتنه او مواظبت وكړي كه روغه وي او يا هم ناروغه بايد په خپل كور كې واوسيږي څوك يې د شړلو حق نلري.

نوموړې ښځې له اسلام راوړلو څخه وروسته خپل نوم ( سعيده) كيښود او په اسلامي لباس سره پټه شوه، نوموړې د اسلامي لباس په اغوستلو سره زيات فخر كوي او هغه د ځان د عفت او عزت او حياء خونديوالي وسيله ګڼي د نوموړي ښځې خپلو اسلامي خويندو ته وصيت كړى او هغوى ته يې ويلي دي چې د اسلام په دين هغه حقوق چې ښځې ته وركړل شويدي په بل هيڅ دين كې داسې حقوق ندي وركړل شوي او ورته ويلي يې دي چې ستاسې خويندې بايد د اخلاقو  يوه نمونه وي او د دښمنانو په چل او فريب باندې غلط نه شئ او اسلام د خپل ځان لپاره د الله (ج) لوى انعام وګڼئ.

محترمو لوستونكو:
فكر وكړئ هغه خوندونه او او ښيګڼې چې د اسلام په دين كې موجود دي په بل هيڅ دين كې موجود ندى، او دا منصرين او يهوديان چې په خوله باندې د بشر د حقونو نارې وهي هيڅ كله بشر ته حقوق نه شي وركولاى بلكې له هغوى څخه خپل هغه حقوق هم اخلي او ښځې د خپلو نفساني خواهشاتو ته د مشبوع كولو وسيله بولي او د لانځكو په شان يې د خلكو په وړاندې معرفي كړيدى، او بازارته يې د ليلامي كاليو په شان عرضه كړى دي او د اخلاقه او لوچكانو لپاره يې د نفساني خواهشاتو د رفع كولو لپاره اسانتيا برابره كړې ده او هر كله چې په دوى باندې نفساني خواهشات غالب شي نو په اّسانۍ سره كولاى شي چې خپل نفساني خواهشات رفع كړي، او په دې سره بايد هم يوه واست چې دوى هيڅ كله ستاسې دوستۍ نكوي او هيڅ كله به ستاسې دوستان نه شي ځكه قراّنكري څوارلس سوه كاله مخكې مونږ مسلمانان د دوى له شومو اهدافو څخه خبر كړي يو او راته يې ويلي دي چې هيڅكله به له ستاسو څخه يهود او نصارا راضي نه شي ترڅو چې ستاسې د هغوى د دين متابعت ونكړئ، او په دې سره هم پوه شئ كله د دوى دين ته وګرځئ نو دوى هيڅكله ستاسو نه پريږدي چې ستاسې د دوى د كتاب په رڼا كې خپل ژوند ته په ازادانه ډول دوام وركړي بلكې ستاسو د خپل ځان غلامان جوړوي، يهوديان وايي: يهوديت يو مختار قوم دى دا سرداران دي او نور قومونه د دوى د غلامۍ او خدمت لپاره پيدا شوي دي وايي: مسلمانان له خپل دين (اسلام) څخه وباسئ خو پا كوئ چې يهوديان يې نكړئ ځكه يهوديت يو شرف دى د دوى دا شرف په بل چانه لوريږي دا دومره انسان دښمن او متعصب قوم دى خو اسلام وايي: دغه اسلام خير دى داټولې نړۍ ته ورسوي او دغه شرف ټولو ته ورپه برخه كړي د اسلام لمن او سينه پراخه ده هرچايې چې اصول ومنل او عمل ته يې تيارى وښود پدې شرف كې داخليدلى شي د اسلام عظت پراخ  اندي او جهان شموله خير انديشي پس اګاه اوسئ چې دوى د تل لپاره تاسو ته په سنګر كې ناست دي او تل ستاسو مراقبت كوي، نو اى مسلمانانو ويښ شئ او د غفلت له دې خوب څخه راپاڅئ او په خپل قراّن  منګولې ولګوئ او د دې ستر شيطان پلانونه ورشنډ كړئ .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب